Connect with us

1393ټاكنې

اسلامي امارت په ایران کې د افغانانو د وژنې د راپور څېړلو لپاره یو پلاوی وټاکه

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ويلي، د دغه پلاوي مشري د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر کوي او په دې پلاوي کې د ملي دفاع، بهرنیو چارو، سرحدونو وزارتونو او د استخباراتو عمومي ریاست استازي برخه لري.

خپور شوی

د

د افغانستان اسلامي امارت څرګنده کړې، چې د ایران او پاکستان د پولې د کلګان په اړوند سیمه کې د افغانانو د وژنې د راپور څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ويلي، د دغه پلاوي مشري د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر کوي او په دې پلاوي کې د ملي دفاع، بهرنیو چارو، سرحدونو وزارتونو او د استخباراتو عمومي ریاست استازي برخه لري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ګمارل شوي پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې ياده موضوع هر اړخيزه وڅېړي او خپل راپور د ریاست الوزراء مقام ته وسپاري او د راتلونکیو اقداماتو لپاره لازمې لارښوونې ترلاسه کړي.

ویل کیږي، چې دې پلاوي پرون خپل کار پیل کړی او هڅه کوي، چې ژر تر ژره د دې موضوع حقیقت څرګند کړي.

1393ټاكنې

ټام وسټ د بندیزونو د تنظیم ادارې چارسمبالی شو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ درې کاله مخکې په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د فغانستان لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دندې ګوښه او پر ځای یې د هغه مرستیال ټام وېسټ وګومارل شو.

Published

on

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د (تلې پر لسمه) څرګنده کړې، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وسټ د دغه وزارت د بندیزونو د تنظیم ادارې چارسمبالی ټاکل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ درې کاله مخکې په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د فغانستان لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دندې ګوښه او پر ځای یې د هغه مرستیال ټام وېسټ وګومارل شو.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د انټوني بلینکن د څرګندونو له مخې ویلي، چې له افغانستان سره د امریکا ژمنې او چارې به د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالې کرن ډکر، د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د آسیا د جنوب لپاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مارک پومرشیم تر سره کوي.

ویل کیږي، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ټام وست ډیپلوماسي ستایلې او څرګندوي، چې افغانستان به بیا د امریکا پر ضد د ترهګرو د بریدونو پر ځاله بدل نشی.

Continue Reading

1393ټاكنې

د سټنډرډ په عالي شورا کې ۲۴ سټنډرډونه ومنل شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رییس ملا فیض‌الله تمیم، د دې شورا دایمي غړیو او د خصوصي سکټور استازو ګډون درلود.

Published

on

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا لومړنۍ ناسته ترسره شوه.
 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رییس ملا فیض‌الله تمیم، د دې شورا دایمي غړیو او د خصوصي سکټور استازو ګډون درلود.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ افغانستان د اقتصادي ودې او پراختیا په برخه کې لومړني ګامونه پورته کوي، چې اړتیا ده د سیمه‌ييزې او نړیوالې سیالۍ لپاره له ملي او نړیوالو معیارونو سره سم تولیدات، محصولات او خدمات وړاندې کړي.

د ملا عبدالغني برادر د څرګندونو له مخې؛ سټنډرډونه د محصولاتو او تولیداتو د کیفیت او اعتبار تضمینوونکي دي، چې په ملي، سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو کې نه یوازې سیالي وکړي، بلکې پر نړیواله کچه هم ومنل شي.

ملابرادر وایي: هر سټنډرډ، چې مونږ یې په افغانستان کې منو او پلی کوو؛ په حقیقت کې د هېواد له اقتصادي ودې او دوامداره پراختیا سره اساسي مرسته کوي.

هغه پر ټولو ملي سوداګرو او صنعتکارانو غږ وکړ، چې د سټنډرډ عالي شورا له لوري د تصویب شوو سټندرډونو په نظر کې نیولو سره باکیفیته تولیدات او محصولات هېوادوالو ته وړاندې کړي.

ویل کیږي، چې دغه سټنډرډونه د خوراکي، ساختماني، نفتي، کیمیاوي او پلاسټیکي توکو او همدا راز نساجي اړوند دي.

Continue Reading

1393ټاكنې

ازبکستان او افغانستان له نشه‌یي توکو سره د مبارزې پر همکارۍ ټینګار څرګند کړ

Published

on

د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي مرستیال  عبدالرحمن قاسمي نن ( سې شنبه د وږي ۲۱)  د ازبکستان له سفیر سره په کابل کې  وکتل.

د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې نوموړي په افغانستان کې د ازبکستان سفیر ته له نشه‌یي توکو سره د مبارزې پر څرنګوالي معلومات وړاندې کړل.

د کورنیو چارو وزارت اړوند چارواکو د ازبکستان له سفیره وغوښتل، چې د نشه‌یي توکو د له‌منځه وړلو په برخه کې له یاد معینیت سره همکاري وکړي.

د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت مسوولینو دغه راز، د ازبکستان له سفیر  یادګار خواجه شادمانوف څخه وغوښتل، چې له نشه‌یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د ظرفیت لوړونې په برخه کې دې هم همکاري وکړي.

دغه راز دواړو لوریو د نورو مسایلو تر څنګ د نشه‌یي توکو په پروندو کې د بندیانو پر تبادلې هم هر اړخیزه خبرې کړې دي.

ویل کیږي، چې د ازبکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف د نظریاتو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته په افغانستان کې د اسلامي امارت له هوډ او نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې خوښي وښودله او مسوولینو ته یې د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!