Connect with us

تازه خبرونه

د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت له سفیر سره وکتل

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې، چې پرون (چارشنبه د تلې اتلسمه) ترسره شوې، په کې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو او نویو پروژو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار رامنځته شوی دی.

خپور شوی

د

د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت له نوي سفیر عبدالغفار بحر سره وکتل او پر دوه اړخیزو، سیمه‌ییزو او نړۍوالو همکاریو وغږېدل.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې، چې پرون (چارشنبه د تلې اتلسمه) ترسره شوې، په کې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو او نویو پروژو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار رامنځته شوی دی.

په یاده خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامی امارت سفیر د افغانستان پر استازیتوب د ازبکستان له روانو مرستو مننه کړې ده.

ياده دې وي، چې عبدالغفار بحر شاوخوا درې اوونۍ مخکې په تاشکند کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفير په توګه دنده پيل کړې ده.

تازه خبرونه

له مهاجرینو سره کیدونکې مرستې دې پخپله مهاجرینو ته ورکړ شي

د مهاجرینو او راستنېدونکیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د مهاجرینو چارو وزارت چارسمبالي د مهاجرینو په برخه کې د اروپایي ټولنې له مرستو د مننې تر څنګ  ویلي؛ له مهاجرینو سره کیدونکې مرستې دې پخپله مهاجرینو ته ورکړ شي او باید په بنسټیزو کارونو، سرپناه، کاري فرصتونو او اقتصادي ملاتړ کې ولګول شي.

Published

on

تېره ورځ په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیرې ویرونیکا د مهاجرینو چارو وزارت له چارسمبالي خلیل الرحمن حقاني سره د مهاجرو پر اړوند ستونزو خبرې وکړې.

د مهاجرینو او راستنېدونکیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د مهاجرینو چارو وزارت چارسمبالي د مهاجرینو په برخه کې د اروپایي ټولنې له مرستو د مننې تر څنګ  ویلي؛ له مهاجرینو سره کیدونکې مرستې دې پخپله مهاجرینو ته ورکړ شي او باید په بنسټیزو کارونو، سرپناه، کاري فرصتونو او اقتصادي ملاتړ کې ولګول شي.

دغه راز دواړو لوریو په پاکستان او ایران کې د افغان مهاجرو پر ستونزو، د جرمني او نورو اروپایي هېوادونو لخوا د مهاجرینو د جبري ویستلو یا نورو هېوادونو ته لېږدولو، داخلي بېځایه شویو او هغوی ته مرستو جلبولو خبرې وکړې.

ویرونیکا د مهاجرینو ستونزو ته لاسرسی د ټولو ګډ مسوولیت وباله او څرګندوي: مونږ د مهاجرینو او نورو اړمنو د لاسنیوي  لپاره د ملګرو ملتونو له مرستندويه ادارو سره ١٢٥ میلیون یورو مرسته کړې ده او د کال ترپایه به ٣٦ میلیون نوره مرسته هم وشي.

ویل کیږي، چې دواړو لوریو د یوه ګډ میکانیزم رامنځته کولو لپاره د ګډې تخنیکي کمېټې پر جوړولو هوکړه وکړه.

Continue Reading

تازه خبرونه

د مالیې وزارت د بار وړونکیو موټرو لپاره د GPS لګولو تړون لاسلیک کړ

د مالیې وزارت چارواکو نن (چارشنبه) په کابل کې د یوې غونډې پر مهال ویلي، چې دا کار یې د پانګونې د جلبولو او د موټرو په ځانګړي ډول د بار وړونکیو موټرو د خوندي تګ راتګ لپاره کړی دی.

Published

on

مالیې وزارت ویلي؛ د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت، مالیې وزارت او افغان پُست امارتي شرکت تر منځ د ټرانزیټ د پراختیا او معیاري کولو لپاره په ټرانزیټي باروړنکیو وسایطو کې د ځیرک قفل (GPS Locker) لګولو تړون لاسلیک شو.

د مالیې وزارت چارواکو نن (چارشنبه) په کابل کې د یوې غونډې پر مهال ویلي، چې دا کار یې د پانګونې د جلبولو او د موټرو په ځانګړي ډول د بار وړونکیو موټرو د خوندي تګ راتګ لپاره کړی دی.

د مالیې وزارت مرستیال دوست محمد مخلص ویلي: د دې وسیلې (GPS ) له لګولو سره به د ټرانزیټ په برخه کې اسانتیا رامنځته او په بهرنۍ ټرانزیټي برخه کې به باور رامنځته شي.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د تدارکاتو رییس حبیب الرحمن طلحه هم وایي: دغه GPS به په بار وړونکیو موټرو کې نصب شي. په هره لارۍ کې، چې زمونږ هېواد ته راننوځي، جي پي اس لګول کېږي او کله، چې له افغانستان څخه وځي، جي پي اس به ترې لرې کېږي.

دغه راز د دولتي شرکتونو عمومي رییس احمد جان بلال وايي، د افغانستان پستي شرکت یو نوی شپږ عددي پستي کوډ او پُستي پتې د پراختیا ملي پروګرام پرانیست، چې د نړیوالې پُستي ټولنې لخوا تائید شوی او له دې وروسته به په ملي او نړیوالو پُستي خدمتونو کې له دغو کډونو څخه استفاده ترسره شي.

د یادولو ده، چې افغان پوست شرکت هڅه کوي په ټول هېواد کې د پوستي خدماتو  ۴ زره ۱۰۵ مرکزونه جوړ کړي، چې خپل خدمات یې ټول هېواد ته وغځول شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ګاونډ هېوادونه دې د افغان سوداګرو پر وړاندې خنډونه نه جوړوي

د رییس الوزار سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، اسلامي امارت د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په برخه کې هڅې کوي او له ګاونډ هېوادونو غواړي، چې د افغان سوداګرو پر وړاندې خنډونه لرې کړي.

Published

on

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د افغان سوداګرو او پانګوالو او یو شمېر هېوادونو د سوداګریزو شبکو په کنفرانس کې ویلي؛ اسلامي امارت د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر بنسټ اړیکې جوړول غواړي.

د رییس الوزار سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، اسلامي امارت د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په برخه کې هڅې کوي او له ګاونډ هېوادونو غواړي، چې د افغان سوداګرو پر وړاندې خنډونه لرې کړي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې اسلامي امارت له سیمې سره د اقتصادي اړیکو د پراخولو لپاره د بدیل سوداګریزو لارو په لټه کې دی او پرې پانګونه کوي.

د رییس الوزرا سياسي مرستيال زياته کړې، چې دوى له هېوادونو سره ښې اړيکې او مثبت تعامل غواړي؛  نه دا، چې له چا سره شخړې او ستونزې رامنځته کړي.

دغه راز هغه پر ګاونډ هېوادونو غږ کړی، چې د هوا له سړېدو سره د افغان کډوالو د جبري شړلو لړۍ ودروي .

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي ويلي، چې اسلامي امارت له سوداګرو بشپړ ملاتړ کوي او د چابهار بندر د فعالولو لپاره یې له ایراني لوري سره ګټورې خبرې کړې دي.

په دې کنفرانس کې ایراني چارواکو د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او په چابهار بندر کې د د همکارۍ او اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وکړه.

په دې کنفرانس کې د ایران، پاکستان، جاپان، ترکیې او چین د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکو هم ګډون درلود.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!