لوبی
د افغانستان فوټسال لوبډلې د ازبکستان په نړیوال جام کې د انګولا پر وړاندې لومړۍلوبه وکړه
د افغانستان په فوټسال لوبډله کې فرزاد محمودي، امید قنبري، حسین محمدي، مهدي نوروزي، اکبر کاظمي او رضا حسین پور ګولونه ووهل.
نن یکشنبه په ۲۰۲۴ فیفا فوټسال نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه ترسره شوه او افغان لوبډلې ۶ پر ۴ انګولا ته ماتې ورکړه.
د افغانستان په فوټسال لوبډله کې فرزاد محمودي، امید قنبري، حسین محمدي، مهدي نوروزي، اکبر کاظمي او رضا حسین پور ګولونه ووهل.
د لوبې غوره لوبغاړی اکبر کاظمي وټاکل شو، چې ۱۱ ځله یې ګول وهنې ته هڅه وکړه.
راتلونکې چارشنبه افغانستان د ۲۰۱۶ ز. کال د اتلولۍ له ګټونکي ارجنټاین سره مخ کیږي. انګولا هم ډګر ته د بېرته راګرځېدنې لپاره له اوکراین سره لوبیږي.
په ټول هېواد کې د فوټسال مینهوال کولی شي د آریانا ټلویزیون له لارې دا زړهراکښونکې سیالۍ وګوري؛ ځکه، چې آریانا ټلویزیوني شبکه (ATN) په افغانستان کې دا سیالۍ رسمي او قانوني خپروي.
لوبی
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې جنوبي افریقا ته تاریخي ماتې ورکړه
فضل الحق فاروقي او الله محمد غضنفر د دې لوبې ستوري وه، چې دواړو لوبغاړو په ټولیزه توګه اووه ویکټې واخیستې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځني نړیوال لوبلړ په لومړۍ لوبه کې خپل سیالان پر یوازي ۱۰۶ منډو له ډګره وتلو ته اړ کړل او د خپلې زړهراکښونکې توپاچونې په پایله کې يې د بریا پر لوري خپل ګام پورته کړ.
فضل الحق فاروقي او الله محمد غضنفر د دې لوبې ستوري وه، چې دواړو لوبغاړو په ټولیزه توګه اووه ویکټې واخیستې.
سویلي افریقا د پچې له ګټلو وروسته د توپاچونې پرېکړه وکړه؛ خو د فاروقي له لوري ریزا هینډریکس او آېډن مارکرام ژر وسوځېدل.
فاروقي بیا ټوني ډي زوزي او غضنفر په ورته وخت کې تریسټان سیټبیز او جیسن سمیټ پرته له کومې منډې له ډګره وتلو ته اړ کړل.
د سویلي افریقا، چې خپل وضعیت پر ۲۹ منډو او د پېنځه لوبغاړولرې کېدو له لاسه ورکړي و؛ ډېر ژر پر ۳۶ منډو او ۷ ویکټو بدل شو، کایل ویرین او انډیل فالوکایو وسوځېدل.
په هرصورت، د ویان مولډر او بوورن فورټوین ترمنځ د ۳۹ منډو ملګرتیا د سویلي افریقا وضعیت یو څه ښه کړ.
فورټوین د راشد خان لخوا وسوځول شو؛ خو مولډر د سویلي افریقا سل منډې وغځولې.
مولډر لږ وروسته د فاروقي لخوا وسوځول شو. هغه په ۸۴ توپونو ۵۲ منډې تر سره کړې.
بیا راشد خان لونګي نګيډي وتلو ته اړ کړ او سویلي افریقا په ۳۳.۳ اورونو کې له منځه ولاړه.
افغانستان به د جمعې پر ورځ له سویلي افریقا سره د درې یو ورځنیو لوبو دوهیمه لوبه وکړي.
لوبی
په فوټسال نړیوال جام کې افغانستان ارجنټاین ته لوبه بایلوله
دا لوبه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې تر سره شوه.
د هېواد فوټسال ملي لوبډلې نن شپه د نړیوال جام په خپله دوهیمه زړهراکښونکې لوبه کې ارجنټاین ته ۲-۱ لوبه بایلوله.
دا لوبه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې تر سره شوه.
د افغانستان لپاره په دې لوبه کې یوازنی ګول حسین محمدي وواهه.
د هېواد فوټسال لوبغاړو په خپله لومړۍ لوبه کې د انګولا لوبډله ۶ـ ۴ وړې وه.
افغانستان به په خپله بله لوبه کې د راتلونکې شنبې پر ورځ له اوکراین سره مخامخ شي.
په ټول هېواد کې د فوټسال مینهوال کولی شي، چې دا نړیوال جام پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.
لوبی
افغانستان په فوټسال نړیوال جام کې له ارجنټاین سره سیالۍ ته چمتو دی
دا لوبه به د کابل پر وخت د ماښام پر ۷:۰۰ بجو د تاشکند په همو آرینا کې پیل شي.
نن ( چارشنبه د وږي اتهویشتمه / د سپټمبر اتلسمه ) د ازبکستان د فوټبال نړیوال جام سیالیو پر پېنځمه ورځ افغانستان په C ګروپ کې له ارجنټاین سره لوبه کوي.
دا لوبه به د کابل پر وخت د ماښام پر ۷:۰۰ بجو د تاشکند په همو آرینا کې پیل شي.
په داسې حال کې، چې دواړو لوبډلو په خپلو لومړنیو سیالیو کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړي؛ تاریخ د ارجنټاین په ګټه دی، چې د نړۍ پر کچه پېنځم ځای لري، خو د افغانستان ملاتړي افغان لوبډله خوښوي، چې په دېرشم مقام کې ده.
افغان مینهوال، چې د دې لوبې لپاره تاشکند ته روان شوي؛ ترې د اور لوبې او ګل اچونې تمه کیږي، ځکه دواړه لوبډلې د بریا لپاره لوبه کوي.
افغان لوبغاړی اکبر کاظمي له لوبې مخکې په خبرو کې ویلي: فکر کوم، چې دا به د ملاتړو لپاره ډېره زړهراکښونکې ننداره وي. ډېرې موخې به ولري.
مونږ غواړو ښکلي فوټسال ولوبوو او ارجنټاین هم همدارنګه. مونږ به پوره هڅې وکړو؛ ځکه، چې غواړو د خپل ګروپ لومړی ځای خپل کړو.
دغه راز ټاکل شوې، چې د چارشنبې پر ورځ انګولا - اوکراین، لیبیا - قزاقستان او اسپانیا د نیوزیلینډ پر وړاندې لوبې وکړي.
هغه افغان مینهوال، چې نشي کولی د نن شپې لوبه حضوري وویني؛ کولی شي د لوبې د لیدو لپاره آریانا ټلویزیون وګوري.
اریانا ټلویزیوني شبکه د دې نړیوال جام رسمي خپرونکې ده او هره ورځ دا لوبې پر ژوندۍ بڼه خپروي.
-
لوبی2 days ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له سویلي افریقا سره لوبه لري
-
نړۍ2 days ago
هر هېواد دې د اوکراین د توغندیو د توغولو په اړه خپله پرېکړه وکړي – ستولتنبرګ
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان له پامه غورځول به د سپټمبر د یوولسمې پېښې تکرار رامنځته کړي – دُرانی
-
نړۍ1 day ago
موساد د حزب الله په ۵ زره پیجرونو کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وه – رویټرز
-
لوبی20 hours ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې جنوبي افریقا ته تاریخي ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه3 days ago
غیر قانوني افغان کډوال به بېرته افغانستان ته ولېږدول شي – د ایران ولسمشر
-
تازه خبرونه2 days ago
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چارشنبې پر ورځ د افغانستان په اړه غونډه کوي
-
تازه خبرونه3 days ago
آلمان له ازبکستان سره د مهاجرت هوکړه لاسلیک کړه