تازه خبرونه
د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې کروند ګر د کوکنارو له دودیز بدیل کښت ناراضه دي
د مارجې ولسوالۍ د ولسوال مرستیال میرزا محمد ترابي ویلي؛ له کرونګرو سره د اصلاح شویو تخمونو مرستې شوې او اوس هم هڅه کوي، چې دې کروندګرو ته نورې ډېرې مرستې ورسوي.
د هلمند ولايت مارجه ولسوالي، چې په وروستيو کلونو کې د کوکنارو د کښت ستر مرکز یادېده؛ اوس په کې د کوکنارو پر ځاى بديل دودیز کښت ته زمینه برابره شوې؛ خو کروندګر یې وايي؛ د کوکنارو له بديل دودیز کښت عايد څخه د خپلې کورنۍ اړیتاوې پوره کولی نشي.
کروندګر له حکومت څخه د کوکنارو د بدیلو کښتونو غوښتنه کوي.
محمد عیسی کروندګر، چې په څلور جریبه ځمکه کې د پنبې او ریحانو کښت کړی د خپل کښت څخه رضایت نه ښیي او څرګندوي: مخکې یې کوکنار کرل، چې له هغې څخه يي زیاتې پیسې پیدا کولي؛ خو اوس خپل لګښتونه هم پوره کولی نشي.
د دې ولسوالۍ یو بل کروندګر محمد اسماعیل وایي؛ د کوکنارو له بندېدو سره یې اقتصاد کمزوری شوی او نشي کولی، چې پر کښتونو شوي لګښتونه پوره کړي.
د مارجې ولسوالۍ د ولسوال مرستیال میرزا محمد ترابي ویلي؛ له کرونګرو سره د اصلاح شویو تخمونو مرستې شوې او اوس هم هڅه کوي، چې دې کروندګرو ته نورې ډېرې مرستې ورسوي.
په مارجه ولسوالۍ کې اوسمهال غنم، جوار، ریحان ، پنبه او ځیره ډېره کرل کیږي. د کروندګرو د څرګندونو له مخې؛ دا دودیز بدیل کښتونه یو هم دومره حاصل نکوي، چې د خپلو کورنیو اړتیاوې پري پوره کړې.
تازه خبرونه
په نږدې راتلونکي کې کابل ته د روسیې یو لوړ پوړی پلاوی سفر کوي – کابلوف
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په ځانګړي توګه پر اقتصادي همکاریو، پانګونې او ټرانزیټ خبرې وشوې.
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په کابل کې د بهرنیو چارو له چارسمبالي وزیر سره په لیدنه کې ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې د روسیې یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راځي او د دغه هېواد له چارواکو سره د همکارۍ پر پراختیا خبرې کوي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په ځانګړي توګه پر اقتصادي همکاریو، پانګونې او ټرانزیټ خبرې وشوې.
د بهرنيو چارو وزارت چارسمبالي د اسلامي امارت او روسيې ترمنځ اړيکې مهمې یادې کړې او ټينګار يې وکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باید د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو په ګډون اړيکې پراخه شي.
امیرخان متقي د افغانستان او روسیې تر منځ د لوړ پوړیو پلاویو تبادله مهمه وبلله او زیاتوي، چې په تېر کال کې د اسلامي امارت ګڼ چارواکي د ناستو لپاره روسیې ته بلل شوي دي.
دغه راز د روسيې ځانګړي استازي ويلي، چې هېواد يې غواړي له افغانستان سره په اقتصادي او سوداګريزو برخو کې خپلې اړيکې پراخې کړي.
ضمیر کابلوف زیاته کړې؛ په نږدې راتلونکي کې د روسیې یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راځي او د اسلامي امارت له چارواکو سره به د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
تازه خبرونه
ایران د افغانستان لپاره نوی سفیر وټاکه
دغې رسنۍ زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي دنده حذف شوې او نوموړی به د افغانستان په چارو کې د پخواني ځانګړي استازي په څېر د بهرنیو چارو د وزیر تر څارنې لاندې فعالیت کوي.
مهر خبری سرچینې څرګنده کړې، چې د ایران بهرنیو چارو وزارت پخوانی قونسلي مرستیال علی رضا بیګدلی په کابل کې د دغه هېواد د سفیر په توګه معرفی شوی دی.
دغې رسنۍ زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي دنده حذف شوې او نوموړی به د افغانستان په چارو کې د پخواني ځانګړي استازي په څېر د بهرنیو چارو د وزیر تر څارنې لاندې فعالیت کوي.
د یادونې ده، چې کاظمي قُمي له دې مخکې د سفیر او په افغانستان کې د دغه هېواد د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه کار کاوه.
تازه خبرونه
روسيه د ترهګرو ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د ويستلو بهير نه دروي
دغه راز د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، چې اوس هم وختي دی او دا بهیر به تدریجي او ګام پر ګام ترسره شي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندري رودینکو ويلي؛ هېواد یې د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د ویستلو بهیر د ګډوډولو اراده نلري او نه به یې بند کړي.
دغه راز د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، چې اوس هم وختي دی او دا بهیر به تدریجي او ګام پر ګام ترسره شي.
هغه له تاس خبري سرچینې سره په مرکه کې زیاته کړې: د ترهګرۍ له نوملړه د طالبانو (اسلامي امارت) د ویستلو لپاره قانوني پړاوونه باید بشپړ شي او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په تېره بیا په اقتصادي برخه کې د روسیې د تعامل لپاره مثبته هڅونه رامنځته شي.
دغه روسي ډيپلوماټ د اسلامي امارت د پېژندلو په اړه هم ويلي، چې په دې اړه خبرو کولو لپاره وخت شته دی.
هغه زیاته کړې: روسیه له اوسنیو افغان چارواکو سره د متقابلو ګټو پر بنسټ د عملي تعامل لپاره ګامونه پورته کوي.
روسیه په سیمه کې یو هغه هېواد دی، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا جوړېدو وروسته یې اړیکې نږدې پاتې شوي؛ خو تر اوسه یې اسلامي امارت پر رسمیت ندی پېژندلی.
-
لوبی3 days ago
آریانا نیوز په افغانستان کې IPL ته د داوطلبۍ مراسم پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپروي
-
تازه خبرونه5 days ago
په پاکستان کې د یوې چاودنې له کبله ۱۵ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه5 days ago
اروپايي ټولنه د افغانستان له ماشومانو ملاتړ کوي
-
نړۍ5 days ago
امریکا د حماس پر لوړپوړیو چارواکو بندیزونه ولګول
-
تازه خبرونه4 days ago
د اقلیم بدلون په اړه مالي مرستو ته د افغانستان د لاسرسي غوښتنه وشوه – رویټرز
-
تازه خبرونه3 days ago
په بغلان کې د ناڅرګندو وسلوالو د ډزو له کبله ۱۰ کسان ووژل شول
-
لوبی4 days ago
نن د ۲۰۲۴ ابوطبي ۱۰ اوریز کرکټ اتم پړاو لیګ پیلیږي
-
نړۍ21 hours ago
په اردن کې د اسرائیلو پر سفارت د ډزو له کبله ۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې