Connect with us

تازه خبرونه

د ترهګریزو بریدونو پر ځاله د افغانستان د بدلېدو وړاندویېنې ناسمې ثابتې شوې – د امریکا استخبارات

کوهن په مریلینډ کې د ملي امنیت په اړه کنفرانس کې ویلي: ” له وحشته ډکې وړاندویېنې وړاندوینې رښتیا نه‌شوې.

خپور شوی

د

د امریکا د استخباراتو ادارې مرستیال ډیویډ کوهن ویلي؛ هغه خبرداری، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به افغانستان په ټوله نړۍ کې د تروریستي بریدونو پر ځاله بدل شي، ناسم و.

کوهن په مریلینډ کې د ملي امنیت په اړه کنفرانس کې ویلي: " له وحشته ډکې وړاندویېنې وړاندوینې رښتیا نه‌شوې.

د ان‌بي‌سي نیوز د راپور له مخې: د امریکا د استخباراتو ادارې (سي آی ای ) مرستیال ویلي، چې واشنګټن په وروستیو کلونو کې د چین او روسیې پر وړاندې د خپل ملي امنیت لومړیتوبونه بدل کړي؛ خو ویلي یې دي، چې له ترهګرۍ سره مبارزه اوس هم د امریکا استخباراتي ادارې دنده ده او امریکا په کې نه ناکامیږي.

کوهن ویلي: مونږ په کې پانګونې روانه وساتو او د سرچینو ځای پر ځای کول به مو په کې روان وي.

هغه زیاته کړې، چې داعش او د هغې خراسانۍ څانګه اوس هم یو لوی ترهګریز ګواښ دی.

ډیویډ کوهن د امریکا هغو عملیاتو ته نغوته وکړه، چې پر ۲۰۲۲ ز. کال یې په کابل کې د القاعده مشر ایمن الظواهري وواژه او دا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د یوې بریا بېلګه یاده شوخ؛ خو اسلامي امارت دا موضوع تائید کړې نده.

هغه دا هم ویلي؛ سي آی ای له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې ساتلې، چې دا له ترهګرۍ سره د مبارزې ژمنو ښکارندویي کوي.

ډیویډ کوهن وایي؛ مونږ دا ټول وخت له هغوی سره له بېلابېلو لارو په اړیکه کې یوو، ځکه هغوی په له القاعده او خراساني داعش سره د مبارزې هڅې کړې دي.

دغه څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوي، چې د امریکا جمهوري غوښتونکیو وکیلانو د بایډن پر ادارې د امریکايي پوځیانو د وتلو د څرنګوالي په اړه نیوکه وکړې او ادعا کوي، چې افغانستان یو ځل بیا د خراساني داعش په ګډون د ترهګرو ډلو پر خوندي ځاله بدل شوی دی.

سربېره پر دې؛ د ملګرو ملتونو د جولای د راپورله مخې؛ بهرني دولتونه په افغانستان کې د خراساني داعش په ګډون له مخ پر زیاتېدونکيو تروریستي ګواښونو اندېښمن دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د ترهګرو ډلو شتون رد کړی او څرګندوي؛ د افغانستان له خاورې یې هیچا ته د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد د ګواښ رامنځته کولو اجازه نده ورکړې.

تازه خبرونه

ازبکستان ته عبدالغفار بحر د افغانستان د نوي سفیر په توګه وروپېژندل شو

د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال حافظ ضياء احمد پر ایکس د يوه انځور له خپرولو سره عبدالغفار بحر په ازبکستان کې د افغانستان د سفير په توګه معرفي کړی دی.

Published

on

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ازبکستان کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفیر په توګه د عبدالغفار بحر له ټاکل کېدو خبر ورکړی دی.

د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال حافظ ضياء احمد پر ایکس د يوه انځور له خپرولو سره عبدالغفار بحر په ازبکستان کې د افغانستان د سفير په توګه معرفي کړی دی.

عبدالغفار بحر په کابل کې د ازبکستان د سفیر خواجه شادمانوف او د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیر خان متقي سره د مخه ښۍ په ناسته کې ګډون کړی و.

د یادونې ده، چې ازبکستان د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته سپارلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

امیر خان متقي مسکو غونډې ته وبلل شو

دا په داسې حال کې ده، چې امیرخان متقي نن (پنجشنبه) د دې وزارت د اداري د تېر کال لاسته راوړنو د بیانولو په پروګرام کې ویلي؛ په دې غونډه کې به د اسلامي امارت یو لوړ پوړی پلاوی ګډون وکړي.

Published

on

په کابل کې د روسیې سفیر د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیرخان متقي سره په کتنه کې هغه ته بلنه ورکړه، چې د مسکو په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.

په دې کتنه کې، چې د چارشنبې پر ورځ (د وږي اته‌ویشتمه) ترسره شوې؛ دیمیتري ژیرنوف ویلي؛ روسیه د افغانستان له اسلامي امارت سره خپلو اړیکو ته ډېر اهمیت ورکوي او له همدې کبله هڅه کوي، چې د سیمې او نړۍ په ګډون د روسیې پر کوربتوب په ټولو غونډو کې د دوی پلاوي ګډون وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي له دې بلنې څخه د مننې تر څنګ یادونه وکړه، چې اسلامي امارت د مسکو غونډه رغنده او ګټور نوښت ګڼي او د دې بهیر په غونډو کې یې فعاله ونډه اخیستې ده.

امیر خان متقي د مسکو راتلونکې غونډه د روسیې له لوړ پوړیو چارواکو او د سیمې د هېوادونو له استازو سره د علاقې وړ او دوه اړخیزو همکاریو په اړه د رغنده خبرو اترو لپاره یو ارزښتناک فرصت وباله.

دغه راز د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي اعلان کړی، چې د مسکو غونډه به په دوه اوونیو کې دننه جوړه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې امیرخان متقي نن (پنجشنبه) د دې وزارت د اداري د تېر کال لاسته راوړنو د بیانولو په پروګرام کې ویلي؛ په دې غونډه کې به د اسلامي امارت یو لوړ پوړی پلاوی ګډون وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تېر کې مو قوانین له اروپايي، امریکايي او بریټانوي سرچینو تدوین شوي ـ د اسلامي امارت رهبر

په دې کتنه کې هغه ویلي، چې اوسنی نظام د قرآن او شریعت پر بنسټ ولاړ دی او قوانین مو د شریعت پر بنسټ جوړېږي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت رهبر د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په لړ کې د تخار ولایت له سیمه‌ییزو چارواکو او علماوو سره وکتل.

په دې کتنه کې هغه ویلي، چې اوسنی نظام د قرآن او شریعت پر بنسټ ولاړ دی او قوانین مو د شریعت پر بنسټ جوړېږي.

د اسلامي امارت رهبر پر نړیوالو قوانینو نیوکه کړې او څرګندوي، چې دا قوانین د انساني غوښتنو پر بنسټ جوړ شوي دي.

هغه زياته کړې؛، د هېواد قوانين پخوا له اروپايي، امريکايي او بریټانوي سرچينو څخه تدوین شوي او اوس دغه قوانين د "کتاب الله، فقهې او حديث پر بنسټ تدوینیږي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!