Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې د دوه مسافر وړونکیو بسونو د چپه کېدو له کبله ۳۴ کسان مړه شول

د پاکستان کورنیو چارو وزارت د قربانیانو شمېر ۲۹ کسان بولي.

خپور شوی

د

پاکستانيو چارواکو د یکشنبې پر ورځ ( د وږي څلورمه ) اعلان وکړ، چې د پاکستان په شمال ختیځ او سویل لویدیځ کې د دوه مسافر وړونکیو بسونو په ټکرونو کې لږ تر لږه ۳۴ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

له دغو بسونو څخه یو یې له ایران څخه پنجاب ته زیارت‌کوونکي لېږدول، چې له ټکر وروسته کندې ته وغورځېد.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې خبر ورکړی، چې په یوه مسافر وړونکي بس کې شاوخوا ۷۰ زیارت‌کوونکي سپاره ول، چې ډېري یې د لاهور او ګوجرانواله اوسېدونکي وه.

د پاکستان پولیسو اعلان کړی، چې په دې پېښه کې اووه ټپي کسان روغتون ته وړل شوي او د لږ تر لږه ۱۱ کسانو مړي هم موندل شوي دي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت د قربانیانو شمېر ۲۹ کسان بولي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د دواړو پېښو د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د چارشنبې پر ورځ هم په ایران کې د پاکستانيو زیارت‌کوونکیو یو مسافر وړونکي بس چپه شوی و، چې له کبله یې ۲۸ کسان مړه شوي او ۲۳ نور ټپیان ول.

سیمه ییز خبرونه

تهران زما په ولسمشرۍ کې روسیې ته وسلې ندي لېږدولي – پزشکیان

امريکا او متحدينو يې تېره اوونۍ پر ايران تور ولګاوه، چې د اوکراين د جګړې لپاره يې روسيې ته بالستيک توغندي سپارلي او په دې اړه یې دواړه هېوادونه له تازه بنديزونو سره مخ کړل.

Published

on

د رویټرز د راپور له مخې؛ له هغې وروسته، چې لویدیځو هېوادونو په سپټمبر کې تهران  مسکو ته د بالیسټیک توغندیو په ورکولو تورن کړ؛ د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې حکومت په اګست کې واک ته زما له رسېدو راپدېخوا روسیې ته هیڅ ډول وسلې ندي لیږدولي.

امريکا او متحدينو يې تېره اوونۍ پر ايران تور ولګاوه، چې د اوکراين د جګړې لپاره يې روسيې ته بالستيک توغندي سپارلي او په دې اړه یې دواړه هېوادونه له تازه بنديزونو سره مخ کړل.

روسیې او ایران دواړو د لویدیځ دا ادعاوې رد کړې.

پزشکیان واک ته له رسېدو وروسته په خپل لومړني ټلویزیوني خبري کنفرانس کې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا ایران روسیې ته توغندي لیږدولي دي؛ ویلي: شونې ده، چې په تېرو وختونو کې سپارل شوې وي... خو زه تاسې ته ډاډ درکوم، چې واک ته زما له رسېدو وروسته داسې څه رامنځته شوي ندي.

رویټرز د فبرورۍ په میاشت کې راپور ورکړی و؛ ایران روسیې ته له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکي ځواکمن بالیسټیک توغندي ورکړي، چې د امریکا تر بندیزونو لاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ نظامي همکاري نوره هم ژوروي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د جي – ۷ بهرنیو چارو وزیرانو روسیې ته د ایران د بالستیک توغندیو صادرول وغندل

ایران روسیې ته له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکي یو زیات شمېر ځواکمن بالستیک توغندي ورکړي دي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ پوځي همکاري ژوروي. په داسې حال کې، چې دواړه د امریکا تر بندیزونو لاندې دي.

Published

on

د جي -۷ ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې پر ورځ د ایران صادرات او د روسیې لخوا د ایران د بالستیک توغندیو پېرودل پر سختو ټکو وغندل.

ایران روسیې ته له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکي یو زیات شمېر ځواکمن بالستیک توغندي ورکړي دي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ پوځي همکاري ژوروي. په داسې حال کې، چې دواړه د امریکا تر بندیزونو لاندې دي.

د جي - ۷ هېوادونو وزیرانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ ایران باید سمدلاسه د اوکراین پر وړاندې د روسیې د غیرقانوني او غیر مشروع جګړې ملاتړ ودروي او د بالیسټیک توغندیو، څارګرو الوتکو او اړوند ټکنالوژۍ لیږد ودروي، چې د اوکراین خلکو او همدارنګه د اروپا او نړیوال امنیت لپاره مستقیم ګواښ دی.

مونږ پخپلو ژمنو ټینګ پاتې یوو، چې ایران به په اوکراین کې د روسیې د غیرقانوني جګړې او ترې د نه منلو وړ ملاتړ حساب ورکوي؛ځکه، چې نړیوال امنیت یې نور هم زیانمن کړی دی. په دې اړه زمونږ له پخوانیو څرګندونو سره سم، مونږ پرېکنده ځواب ورکړو.

ایټالیا اوسمهال د شتمنو صنعتي هېوادونو د جي ـ ۷ ګروپ مشري پر غاړه لري، چې امریکا، جاپان، جرمني، بریټانیا، فرانسه او کاناډا یې غړي دي. – رویټرز

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې د ګوزڼ واکسين‌ پر مهال دوه کسان ووژل شول

رویټرز راپور ورکړی، چې له افغانستان سره په نږدې سرحدي سیمه کې برید له هغې دوه ورځې وروسته ترسره شوی، چې پاکستان د دې ویروس د له منځه وړلو لپاره خپل وروستی ملي کمپاین د تر ګواښ لاندې سیمو ته پیل کړ. په داسې حال کې په  ډېرو سیمو کې یې ګواښ له منځه وړل شوی دی.

Published

on

د پاکستان پولیسو ویلي؛ د چارشنبې پر ورځ ناڅرګندو وسله‌والو د پاکستان په شمال لویدیځ کې د ګوزڼ یا پولیو پر واکسین‌کوونکیو ډزې کړي؛ واکسیناتور او ساتونکی پولیس یې وژل شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې له افغانستان سره په نږدې سرحدي سیمه کې برید له هغې دوه ورځې وروسته ترسره شوی، چې پاکستان د دې ویروس د له منځه وړلو لپاره خپل وروستی ملي کمپاین د تر ګواښ لاندې سیمو ته پیل کړ. په داسې حال کې په  ډېرو سیمو کې یې ګواښ له منځه وړل شوی دی.

د دې سیمې د پولیسو افسر وقاص رفیق رویټرز ته ویلي؛ نامعلومه وسله‌والو د باجوړ په اړوند سیمه کې د ګوزڼ واکسین پر کاري ډلې ډزې وکړې. په داسې حال کې، دوی د واکسین کمپاین ته روان ول.

تر اوسه کومې ډلې د پېښې پړه پر غاړه نده اخيستې؛ خو له دې مخکې په سيمه کې اسلامپالو وسله‌والو ډلو د ګوزڼ پر کاري ډلو د ورته بريدونو ادعا کړې، چې د ماشومانو د عقیمولو لپاره يې د لویديځ د دسيسې په توګه د واکسيناسيون کمپاينونه پر دروغو انځور کړي دي.

د لومړي وزیر دفتر ویلي؛ پاکستان د دې اوونۍ په پیل کې خپل وروستی ملي کمپاین پیل کړ، چې هدف یې ۳۰ میلیون ماشومانو ته واکسین ورکول دي.

په راپور کې راغلي، پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې اوس هم د پولیو د له منځه وړلو لپاره مبارزه کوي.

د سیمه‌ییزو پولیسو ټولنې د خپل همکار له وژل کېدو وروسته په باجوړ ولسوالۍ کې د واکسین کمپاین لپاره د پولیسو د اعتصاب او د امنیتي دندو د پرېښودو غوښتنه کړې ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!