Connect with us

سوداگري

افغانستان ته د ایران د غیر نفتي توکو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

روستايي ویلي؛ د روان کال په لومړیو درې میاشتو کې افغانستان ته زمونږ د صادراتو کچه د ټولې منځنۍ کچې څخه ۷۳ ډالره لوړ دي.

خپور شوی

د

په افغانستان کې د ایران د سوداګرۍ اتشې د ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال په لومړیو ۳ میاشتو کې افغانستان ته د ایران په غیر نفتي صادراتو کې د تېر کال پر پرتله له ۱۲۳ میلیون ډالر له زیاتوالي خبر ورکړی.

په کابل کې د ایران سفارت اړوند اتشې ويلي، چې افغانستان ته د ایران په غيري نفتي صادراتو کې ۳۱ سلنه زياتوالی راغلی دی.

په افغانستان کې د ایران سفارت سودااکریزې اتشې حسين روستايي ویلي، چې سږ کال په ۳ لومړیو میاشتو کې افغانستان ته د ایران صادرات د تېر کال د لومړیو درې میاشتو پر پرتله د ۱۲۳ میلیونه ډالرو له زیاتوالي سره ۳۱.۱ سلنه زیاتوالی ښیي.

د نوموړي زیاته کړې، چې په دې موده کې د دې غیري نفتي صادراتو ارزښت ۵۱۷ میلیون ډالرو ته رسيږي، چې دا د تېر کال د ورته وخت پر پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښي او سږ کال په درې لومړیو میاشتو کې افغانستان ته د ایران غیر نفتي صادرات ۲۲۷ زره ټنه زیات شوي دي.

روستايي دا هم ویلي، چې افغانستان ته د صادراتو په توکو کې نفتي محصولات، اوبلن ګاز، د اوسپنې او پولادو پايې، پلاستیکي پایپونه، پلاستیکي اوبدل شوي فرشونه، یوریا، د چرګانو هګۍ او دانه، سمنټ، رومیان، مڼې، کچالو، بوټونه، مېوې، سابه، وچې شیدې او د کاشي ډبرو بېلابېلې بڼې شاملې دي. دغه راز په دې غيري نفتي موادو کې د څارویو جوار، وربشې، سپیلني، د لمر‌ګلي زړي، سرب او نور توکي د افغانستان د وارداتو په زیاتوالي کې مهم توکي دي.

روستايي ویلي؛ د روان کال په لومړیو درې میاشتو کې افغانستان ته زمونږ د صادراتو کچه د ټولې منځنۍ کچې څخه ۷۳ ډالره لوړ دي.

ویل کیږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا او د سوداګریزو معاملو زیاتوالی د ایران د دیارلسم حکومت له ګاونډیو سره د ځانګړي لیدلوري له امله دی.

 

اړوند خبرړنه:

 له ابو نصر فراهي بندر څخه افغانستان ته د مالونو لېږد اته برابره زیات شوی – ایران

د افغانستان له لارې مرکزي آسیا ته د ایران سوداګریز دهلیزونو رامنځته شول

سوداگري

پاکستانیو سوداګرو د پاکستان او افغانستان د ټرانزیټي لارې پر پرانیستلو ټینګار وکړ

فضل مقیم خان د اړوند سوداګریزې خونې په خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې له تېرو څو میاشتو راپدېخوا د پاکستان – افغانستان د لویو لارو د تړل کېدا له کبله دوه اړخیزه سوداګري، ټرانزیټي سوداګري او صادرات څه نا څه پای ته رسېدلي او اړتیا ده، چې سوداګرو ته د زیاتو زیانونو مخه ونیول شي.

Published

on

د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر فضل مقیم خان له چارواکو وغوښتل، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ د لارې د پرانستلو لپاره بېړنۍ هڅې تر سره کړي.

فضل مقیم خان د اړوند سوداګریزې خونې په خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې له تېرو څو میاشتو راپدېخوا د پاکستان – افغانستان د لویو لارو د تړل کېدا له کبله دوه اړخیزه سوداګري، ټرانزیټي سوداګري او صادرات څه نا څه پای ته رسېدلي او اړتیا ده، چې سوداګرو ته د زیاتو زیانونو مخه ونیول شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټي سوداګرۍ حجم د سوداګریزې لارې د تړلو له کبله "اندېښمنوونکي" حالت ته راټیټ شوی دی.

دغه راز د پاکستان یو سوداګر زاهدالله شینواري د پاکستان – افغانستان د لویې لارې د تړل کېدو په اړه ويلي، چې اوسمهال د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم ډېر کم دی.

هغه زياته کړې؛ په تېرو څو مياشتو کې د پاکستان او افغانستان د سوداګريزو لارو د تړل کېدو له کبله د افغانستان او پاکستان دوه اړخيزه سوداګري او ټرانزيټي سوداګري سخته اغېزمنه شوې ده.

نوموړی وایي؛ د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټي سوداګرۍ ځنډېدا د دواړو غاړو سوداګرو ته ستر مالي زیانونه اړولي دي.

شينواري ويلي، چې ځايي خلک او مسافر هم له ستونزو سره مخ دي.

ویل کیږي، چې سوداګرو د دې ستونزې د حل لپاره پر دوه اړخیزې اجماع او خبرو اترو ټینګار کړی دی.

Continue Reading

سوداگري

له قرغزستان څخه افغانستان ته د تېلو په صادراتو کې زیاتوالی رامنځته شو

د قرغزستان د احصائې ادارې خبر ورکړی، چې سږ کال دې هېواد افغانستان ته د ۸ میلیون او ۹۰۰ زره ډالرو پر ارزښت څه باندې ۷۰۰ زره لیټره تېل صادر کړي دي.

Published

on

د ۲۰۲۴ ز. کال په لومړیو ۷ میاشتو کې له قرغزستان څخه افغانستان ته د تېلو صادرات د تېر کال پر پرتله څو برابره ډېر شوي دي.

د قرغزستان د احصائې ادارې خبر ورکړی، چې سږ کال دې هېواد افغانستان ته د ۸ میلیون او ۹۰۰ زره ډالرو پر ارزښت څه باندې ۷۰۰ زره لیټره تېل صادر کړي دي.

د اکي پرس د راپور له مخې؛ قرغزستان د تېر کال په ورته وخت کې افغانستان ته له ۱۹ زره لیټرو ډېر پټرول صادر کړي وه.

له قرغزستان څخه افغانستان ته د هر لیټر صادر شویو تېلو منځنۍ بیه ۵ سنټه ته رسېږي.

افغانستان د هېواد د ټولو صادراتو ۸۴ سلنه تېل وارد کړي دي.

Continue Reading

سوداگري

په کابل کې د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړیوال اوونیز نندارتون جوړ شو

په دې اووه ورځني نندارتون کې، چې (د تلې له پېنځلسمې څخه تر یوویشتمې) دوام کوي؛ د بېلابېلو تولیدي، سوداګریزو او خدماتي سکټورونو محصولات او تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي.

Published

on

د امام ابو حنیفه رحمة‌الله درېیم ملي او نړیوال نندارتون نن یکشنبه ( د تلې پېنځلسمه ) په کابل کې د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د اسلامي امارت د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مسوولانو، د هېوادونو او نړیوالو ټولنو سفیرانو، استازو، سوداګرو، پانګهوالو او نورو کورنیو چارواکو په شتون کې پرانیستل شو.

په دې اووه ورځني نندارتون کې، چې (د تلې له پېنځلسمې څخه تر یوویشتمې) دوام کوي؛ د بېلابېلو تولیدي، سوداګریزو او خدماتي سکټورونو محصولات او تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي په کابل کې د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، دا ډول نندارتونونه د هېوادونو د صنعتي او تولیدي وړتیاوو د پېژندنې لپاره ښه فرصت دی.

نورالدین عزیزي څرګنده کړې، چې د ننني نندارتون اصلي موخه د کورنیو بازارونو پیاوړتیا، بازارموندنه، پراختیا او له اسلامي امارت سره د سیمې د هېوادونو د اړیکو ټینګول دي.

دغه راز د ریاست الوزراء د دفتر اقتصادي مرستیال د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې دا ډول نندارتونونه د محصولاتو د پلور او بازار موندنې لپاره ښه فرصت رامنځته کوي.

هغه يادونه کړې؛ په دې نندارتون کې، چې يوه اوونۍ به روان وي، د کورنيو او بهرنيو شرکتونو محصولات به په ٧٠٠ غرفو کې نندارې ته وړاندې شي.

ملا برادر زیاته کړې: د دې نندارتون ښه‌والی دا دی، چې کورني او بهرني سوداګر او پانګوال له یو بل سره د نظریاتو تبادله کوي او دا نندارتون د تولیدونکیو لپاره د بازار د وضعیت په ښه کولو او د سوداګرو د ستونزو په حل کې مهم رول لوبوي.

د ریاست اوزراء اقتصادي مرستيال په افغانستان کې د سوداګرو او پانګوالو د فعاليتونو د ستاينې پر مهال يادونه وکړه، چې په افغانستان کې د نړيوالو هېوادونو او سوداګرو لپاره د پانګونې ښه زمينه برابره ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال یونس مومند د دغه نندارتون په اړه ویلي، چې دغه نندارتون د تجربو د تبادلې او بهرنیو سوداګرو ته د افغاني تولیداتو د ورپېژندلو یو ښه فرصت دی او له دې فرصت څخه باید ګټه پورته شي.

دغه نندارتون د حکومت د چارسمبالو چارواکو او د ګاونډ او سيمې د يو شمېر استازو په شتون سره پرانيستل شو.

په دې نندارتون کې د اووه ورځو لپاره د کورنیو او بهرنیو تولیداتو څه باندې ۷۰۰ غرفې نندارې ته ایښودل شوي دي.

د دغه نندارتون د جوړېدو موخه د کورنیو تولیداتو ننداره او وده ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!