Connect with us

تازه خبرونه

په کانکور ازموینه کې د ګډون لپاره د هلمند ولایت یو ۵۶ کلن خپل نوم ثبت کړ

د هلمند پوهنتون اداري مرستیال سمیع الله سعید آریانانیوز ته ویلي؛ په سږنۍ کال د کانکور ازموینې ترټولو ډیر عمر لرونکي ګډوال به همدا سیدولي اکا وي.

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د ازموینې ملي ادارې ویلي؛ په هلمند ولایت کې سیدولي نومی، چې د بست کلا د سیمې اوسېدونکی دی تازه له ښونځي فارغ شوی او د لوړو زده‌کړو لپاره یې کانکور ازموینې ته خپل نوم ثبت کړ.

د هلمند پوهنتون اداري مرستیال سمیع الله سعید آریانانیوز ته ویلي؛ په سږنۍ کال د کانکور ازموینې ترټولو ډیر عمر لرونکي ګډوال به همدا سیدولي اکا وي.

نوموړی په ۵۶ کلنۍ کې د شپې ښوونځي څخه فارغ شوی او وایي خوښ یم، چې اوس راته د لوړو زده‌کړو زمینه برابره شوې او غواړم خپلې زده‌کړې بشپړې کړم.

د دې ادارې رییس عبدالباقي حقاني ويلي، چې د کانکور ازموینه په شفاف ډول اخیستل کېږي او هڅه کوي، چې پوهنتونونو ته نور ډېر فارغان جذب کړي.

د کانکور په سږنۍ ازموینه کې د کابل له مرکز او ولسواليو څخه د دولسمو ټولګيو ١٥زره فارغانو برخه اخيستې وه؛ خو نجونو په ګډون نه درلود.

په کابل کې د کانکور ازموینې یو شمېر ګډونوال له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي، چې د نجونو لپاره هم د زده‌کړو او تعلیم زمینه برابره کړي.

له دې وړاندې د ازموینو ملي کمېټې اعلان کړی و، چې د ۱۴۰۳ ملي کانکور ازموینه په پېنځه پړاوونو کې اخیستل کېږي.

په کابل کې له دوه یم پړاو وروسته درېیم پړاو د سرطان پر اوومه او اتمه، څلورم پړاو یې د همدې میاشتې پر څوارلسمه او د ازموینې وروستی پړاو متفرقه ازموینه ده، چې له داوطلبانو څخه اخیستل کېږي.

تازه خبرونه

د چین، تاجکستان او افغانستان تر منځ دې ټرانسپورټي دهلیز جوړ شي- امام علي رحمان

امام علي رحمان او شي جين‌پينګ د يوه کمربند او يوې لارې پروژې په چوکاټ کې د همکارۍ پر دوام خوښي څرګنده کړه

Published

on

(Last Updated On: )

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له خپل چينايي سيال شي جین‌پینګ سره له کتنې وروسته په يوه خبري ناسته کې وړانديز وکړ، چې د چين، تاجکستان او افغانستان د ټرانسپورټي دهلېز په اوږدو کې د سړک او اوسپنې پټلۍ د جوړولو لپاره دې عملي هڅې په پام کې ونیول شي.

هغه ټینګار کړی، چې د چین، تاجکستان او افغانستان ترمنځ د ټرانسپورټي دهلیز جوړول به سیمه‌ییزه سوداګري او نښلېدا پراخه کړي.

په دې کتنه کې امام علي رحمان او شي جين‌پينګ د يوه کمربند او يوې لارې پروژې په چوکاټ کې د همکارۍ پر دوام خوښي څرګنده کړه.

د يادونې ده، چې تاجکستان ته د شي جين‌پينګ د سفر پرمهال دواړو هېوادونو په بېلابېلو برخو کې د ٢٩ مهمو سندونو پر لاسليکولو خپلې اړيکې نورې هم پياوړې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت د کانونو وزارت او د مرکزي بانک چارسمبالي بدل کړل

د افغانستان بانک مرستیال والي نوراحمد اغا د افغانستان بانک چارسمبالی وټاکل شو.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت د رهبر پر فرمان د شنبې پر ورځ د چنګاښ شپاړلسمه د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالی شهاب الدین دلاور له دندې لرې شو او پر ځای یې د افغانستان بانک چارسمبالی هدایت الله بدري وټاکل شو.

دلاور د افغاني سرې میاشتې ټولنې د چارسمبالي په توګه د مطیع الحق خالص پر ځای ټاکل شوی او خالص به د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د رییس په توګه دنده ترسره کوي.

د افغانستان بانک مرستیال والي نوراحمد اغا د افغانستان بانک چارسمبالی وټاکل شو.

په تازه اعلان شویو ګمارنو کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې پخوانی مرستیال نورالدین ترابي هم د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ملي ادارې د چارسمبالي په توګه ټاکل شوی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت پخوانی مرستیال قدرت الله جمال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکل شو.

د استخباراتو ادارې له فساد سره د مبارزې پخوانی چارسمبالی احمدالله زاهد د صنایعو اوسوداګرۍ وزارت د نوي مرستیال په توګه وټاکل شو.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې پخوانی چارسمبالی حافظ عزیزالرحمن د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال په توګه وټاکل شو.

په مالي او اداري چارو کې د اطلاعاتو او کلتور پخوانی مرستیال سعدالدین سعید د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په مالي او اداري چارو کې د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

تحول: په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو غوښتنې

Published

on

(Last Updated On: )

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!