Connect with us

لوبی

هندوستان د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام په دوه‌یم پړاو کې افغانستان ته د ۴۷ منډو پر توپیر ماتې ورکړه

د هند د ورکړ شوي هدف په ځواب کې افغانستان خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او په ۲۰ اورونو کې یې ۱۳۴ منډې جوړې کړې او هدف ته په رسیدو کې پاتې راغلل.

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د هند د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام د ۸ غوره لوبډلو په پړاو کې افغانستان ته د ۴۷ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.

هندوستان د ۸ لوبغاړو پر سوځیدو ۱۸۱ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړي سوریا کمار یاداو پر ۲۸ توپونو ۵۳ منډې وکړې.

هارډیک پانډیا پر ۲۴ توپونو ۳۲ او ویرات کوهلي پر ۲۴ توپونو ۲۴ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري د توپ‌اچونې په برخه کې فضل الحق فاروقي او راشد خان درې درې لوبغاړي وسوځول او نوین الحق یوه ویکټه واخیسته.

د هند د ورکړ شوي هدف په ځواب کې افغانستان خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او په ۲۰ اورونو کې یې ۱۳۴ منډې جوړې کړې او هدف ته په رسیدو کې پاتې راغلل.

د هند تیز توپ‌اچوونکي جسپریت بومرا په څلورو اورونو کې درې ویکټې واخیستې او یوازې اووه منډې یې وکړې.

ارشد سنګهـ هم درې ویکټې واخیستې او ۳۶ منډې یې وکړې. کلډیپ یاداو دوه ویکټې واخیستې.

د هند لوبډلمشر روهیت شرما ویلي: مونږ ښه تنظیم وکړ او ۱۸۰ منډې مو وکړې، چې د توپ‌وهونکیو له‌خوا خورا ښه هڅه وه. مونږ ښه توپ‌وهونکي درلودل، چې ښه دفاع یې ترې وکړه.

دا په شل اوریز نړیوال جام کې د افغانستان دوه‌یمه پرله پسې ماتې ده.

افغانستان په ګروپي پړاو کې د ویسټ انډیز پر وړاندې هم ماتې خوړلې ده.

افغانستان په ګروپي پړاو کې درې بریاوې ترلاسه کړي – یوګانډا، نیوزیلینډ او پاپوا نیوګیني ته یې ماتې ورکړي دي.

هند تر اوسه په شل اوریزو نړیوال جام کې کومه ماتې نده خوړلې.

د افغانستان راتلونکې لوبه به د یکشنبې پر ورځ د افغانستان پر وخت د سهار پر ۵ بجو له اسټرالیا سره وي.

 

اړوند خبرونه:

ویسټ انډیز افغانستان ته ماتې ورکړه

 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پاپوا نیوګیني ته ماتې ورکړه

لوبی

درې افغان لوبغاړي د ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالیو په غوره لوبډله کې راغلل

رحمان الله ګربز په دغو سیالیو کې ۲۸۱ منډې جوړې کړې، چې د یوه لوبغاړي له لوري تر ټولو ډېرې منډې وې او د اسټرالیا پر وړاندې یې ۶۰ منډو د افغانستان په بریا کې مرسته وکړه.

Published

on

(Last Updated On: )

د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰ اوریز نړیوال جام له پایلوبې څخه په خپله غوره شوې لوبډله کې درې افغان لوبغاړي هم شامل کړي دي.

په دې غوره لوبډله کې د افغانستان له لوبډلې رحمان الله ګربز، راشد خان او فضل الحق فاروقي غوره شوي دي.

په دې لوبډله کې نور لوبغاړي دا دي: روهیت شرما (هند)، نیکولاس پوران (ویسټ انډیز)، سوریا کمار یاداو (هند)، مارکوس سټونیز (آسټرالیا)، هاردیک پانډیا (هند)، اکسر پټیل (هند)، جسپریټ بومرا (هند) او ارشد سنګهـ (هند).

روهیت شرما د دې لوبډلې د لوبډلمشر په توګه اعلان شو.

رحمان الله ګربز په دغو سیالیو کې ۲۸۱ منډې جوړې کړې، چې د یوه لوبغاړي له لوري تر ټولو ډېرې منډې وې او د اسټرالیا پر وړاندې یې ۶۰ منډو د افغانستان په بریا کې مرسته وکړه.

راشد خان ۱۴ ویکټې واخیستې او په هر اور کې یې د منډو کچه ۶ وه.

فضل الحق فاروقي ۱۷ ویکټې واخیستې، چې دا له ارشډیپ سنګهـ سره د ډېرو ویکټو اخیستو ګډ ریکارډ دی. د نیوزیلینډ پر وړاندې په لوبه کې د هغه څلور ویکټې د نیوزیلینډ په ماتولو کې له افغان لوبډلې سره مرسته وکړه.

 

اړوند خبرونه:

کوهلي په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې د هندوستان له اتلولۍ وروسته استعفا وکړه

له سویلي افریقا سره په نیمه پایلوبه کې ماته مو د کار پیل دی – راشدخان

Continue Reading

لوبی

کوهلي په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې د هندوستان له اتلولۍ وروسته استعفا وکړه

کوهلي له لوبې وروسته وویل: دا زما وروستی ۲۰ اوریز نړیوال جام دی او دا هغه څه دي، چې مونږ یې ترلاسه کول غوښتل. یوه ورځ به داسې احساس کوئ، چې نورې منډې ونشئ کولی او بیا هرڅه پېښیږي.

Published

on

(Last Updated On: )

د شنبې پر شپه د کرکټ په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې د سویلي افریقا پروړاندې د هند لوبډلې له بریا وروسته ویرات کوهلي د لوبې غوره لوبغاړي اعلان شو او د جایزې له ترلاسه کولو وروسته یې وویل، چې نور په دې ډول لوبو کې برخه نه‌اخلي.

د هند لپاره، دا په تېرو ۱۷ کلونو کې لومړی ځل و، چې د ۲۰ اوریز نړیوال جام اتل شو. د نړیوال جام په وروستۍ لوبه کې هند سویلي افریقا ته یوازې پر ۷ منډو ماتې ورکړه.

کوهلي له لوبې وروسته وویل: دا زما وروستی ۲۰ اوریز نړیوال جام دی او دا هغه څه دي، چې مونږ یې ترلاسه کول غوښتل. یوه ورځ به داسې احساس کوئ، چې نورې منډې ونشئ کولی او بیا هرڅه پېښیږي.

هغه زیاته کړې: دا یو ښکاره راز دی؛ اوس هغه وخت رارسېدلی، چې راتلونکي نسل ګام پورته کړي، ځینې حیرانونکي لوبغاړي به لوبډله رهبري او بیرغ لوړ وساتي.

دا په شل اوریزه نړیوال جام کې د هند د لوبډلې دوه‌یمه بریا ده، چې لومړۍ هغه پر ۲۰۰۷ کال په سویلي افریقا کې د ایم ایس دهوني پر لوبډلمشرۍ تر لاسه شوې وه.

د هند پخوانی لوبډلمشر د شنبې پر ورځ په نړیوال جام کې د بیا اتلولۍ په اړه په خپل انسټاګرام کې څرګنده کړه: د ۲۰۲۴ نړیوال جام اتلولي؛ د زړه ضربان مې لوړ شوی و، د باور او ډاډمن پاتې کیدو او هغه کار، چې لوبغاړو ترسره کړ. ټولو هغو هندیانو ته، چې په وطن او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دي د کرکټ د نړیوال جام د ګټلو له کبله ترې مننه کوم او مبارکي ورته وایم.

له دې بریا سره د هند کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه د راهول ډراویډ ماموریت هم پای ته ورسېد.

 

مطالب مرتبط:

هند او سویلي افریقا د کرکټ ۲۰ اوریز نړیوال جام پایلوبې ته لار پیدا کړه

Continue Reading

لوبی

د افغانستان فوټسال لوبډله په دوستانه سیالیو کې له مراکش سره لوبیږي

د فوټسال نړیوال جام د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر پر څوارلسمه په ازبکستان کې پیلېږي.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان فوټبال فډراسیون ویلي، چې د هېواد فوټسال ملي لوبډله به راتلونکې میاشت د مراکش پر وړاندې دوه دوستانه لوبې وکړي.

د افغانستان فوټبال فډراسیون په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه سیالۍ به د جولای پر لسمه او دیارلسمه په مراکش کې د تړلو دروازو تر شا ترسره شي.

د هېواد فوټبال فډراسیون په ډاګه کړې، چې دغه سیالۍ به د ۲۰۲۴ کال فوټسال نړیوال جام ته د لوبډلې د چمتووالي لپاره ترسره شي او لګښت به یې د فډراسیون له بودجې ورکول کېږي.

د فوټسال نړیوال جام د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر پر څوارلسمه په ازبکستان کې پیلېږي.

دا لومړی ځل دی، چې افغانستان په دغو سیالیو کې ګډون کوي.

اړوند خبرونه: 

افغانستان د ۲۰۲۴ فوټسال نړیوال جام په C ګروپ کې راغی

 

افغانستان پر لومړي ځل د فوټسال نړیوال جام ته لار وموندله

 

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!