تازه خبرونه
ملګري ملتونه په افغانستان کې د ښځو له بشري حقونو څخه سرغړونه ارزوي
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/06/Beneet.jpg)
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا به نن (سې شنبه د غبرګولي نههویشتمه) خپله شپږپنځوسمه غونډه کوي، چې یوه برخه یې په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت بحث ته ځانګړې شوې ده.
په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بینیټ په دې هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه راپور وړاندې کړي.
ریچارډ بینیټ په خپل ۲۱ مخیز راپور کې د افغانستان چارسمبالی حکومت د بشري حقونو پر نقضولو تورن کړی او د افغان ښځو پر وړاندې یې د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده. هغه له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره خپل غږ پورته کړي او په دې اړه عملي هڅې تر سره کړي.
اسلامي امارت تل د نوموړي راپورونه غندلي او څرګندوي، چې په افغانستان کې د ښځو شرعي حقوق له پخوا خوندي شوي دي.
تازه خبرونه
ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د دوحې د ناستې پیل ګټور وباله
په دې دوه ورځنۍ ناسته کې د امريکا، اروپايي ټولنې، روسيې، پاکستان، ايران، سعودي عربستان، هند او نورو هېوادونو په ګډون د ۲۵ هېوادونو استازو او همدارنګه د يو شمېر نړيوالو ټولنونو استازو ګډون کړی دی.
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/07/DiCarlo.jpg)
په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې رزماري ډیکارلو د دوحې د درېیمې غونډې پیل ګټور وباله او وايي، چې دوی د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره اصولي ښکېلتیا غواړي.
رزماري ډیکارلو په ایکس پاڼه کې د لیدونو انځورونو له خپرولو سره لیکلي، چې دوی په ډېرو برخو کې له افغانانو سره د مرستې لپاره د اصولي ښکېلتیا په لټه کې دي او غواړي، چې په دې برخه کې باید تعامل اووسي.
هغې ریاته کړې: د افغانستان په اړه د هېوادونو د ځانګړیو استازو د درېیمې ناستې پیل ګټور و. دا لومړی ځل دی، چې د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ دا ډول ناسته ترسره کیږي. په ډېرو برخو کې له افغانانو سره د مرستې لپاره د اصولي تعامل په لټه کې یوو.
دغه راز د قطر بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه ناسته د افغان ولس پر وړاندې د شته ننګونو د له منځه وړلو لپاره د ګډو هڅو په اړه د بحث لپاره یو فرصت و او په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره له سیمهییزو او نړیوالو هڅو ملاتړ کوي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ محمد بن عبدالعزیز د دوحې په درېیمه غونډه کې د اسلامي امارت د پلاوي ګډون د افغان ولس د اوسنیو ننګونو د اواري لپاره د ګډو هڅو د بحث لپاره یو فرصت وباله.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر په پرانیستونکې وینا کې ویلي، چې د افغانستان په اړه د ګډې تګلارې د پراختیا لپاره په ګډو پلانونو کې له پرمختګ څخه خوښ دی او په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره له سیمهییزو او نړیوالو هڅو ملاتړ کوي.
دغه راز په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، نړۍ باید د فشار سیاست پریږدي؛ ځکه، چې کومه پایله یې نده لرلې او اسلامي امارت له نړۍ سره مثبتو اړیکو او تعامل ته چمتو دی.
په دې دوه ورځنۍ ناسته کې د امريکا، اروپايي ټولنې، روسيې، پاکستان، ايران، سعودي عربستان، هند او نورو هېوادونو په ګډون د ۲۵ هېوادونو استازو او همدارنګه د يو شمېر نړيوالو ټولنونو استازو ګډون کړی دی.
اړوند خبرونه:
د پالیسیو په اړه اختلاف طبیعي دی او لګېدلي بندیزونه باید لرې شي – ذبیح الله مجاهد
تازه خبرونه
د ښځو له بشپړې ونډې پرته افغانان موخې ته رسېدلی نشي – کاناډا
ټاکل شوې د دې غونډې په درېیمه ورځ د ملګرو ملتونو، مدني ټولنې او د ښځو د حقونو د فعالانو د استازو ترمنځ غونډه جوړه شي؛ خو د ښځو غوښتنه دا ده، چې باید په اساسي غونډو کې یې ګډون کړی وای.
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2023/11/canada-flag.jpg)
د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د دوحې په درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت له غړیو پرته نورو افغانانو ته د بلنې په نه ورکولو خواشیني څرګنده کړې ده.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د دوحې په بهیر کې د افغان ښځو بشپړ، مساوي او معنا لرونکي ګډون نه یوازې یوه کلیدي اجنډا ده، بلکې د یوه سولهییز، باثباته او ټولګډونه افغانستان د ترلاسه کولو لپاره هم بنسټیز اړخ لري.
د دوی په باور د دوحې په درېیمه ناسته کې د مدني ټولنو او میرمنو نه ګډون بېلا بېل غبرګونونه درلودلي دي.
د کاناډا بهرنیو چارو وزارت وايي، چې له اسلامي امارت څخه پرته د نورو افغانانو نه بلنه د خواشینۍ وړ ده.
د دوی په خبرپاڼه کې راغلي: کاناډا په ژوره توګه خواشینې ده، چې ملګرو ملتونو د دوحې په مهمو غونډو کې د ښځو د مدافعینو، مذهبي او توکمیزو لږکیو او د بشري حقونو د ډلو په ګډون غیر طالب افغانان له ګډون څخه ایستلي دي. غونډه نه یوازې دا، چې سوله او امنیت د ښځو د اجنډا لپاره یو بنسټیز اصل دی، بلکې دا د یوه سولهییز، باثباته او ټولګډونه افغانستان د لاسته راوړلو لپاره هم حیاتي ده، چې د ښځو له ګډون پرته هیڅ یو هدف ته رسیدل ممکن ندي.
ټاکل شوې د دې غونډې په درېیمه ورځ د ملګرو ملتونو، مدني ټولنې او د ښځو د حقونو د فعالانو د استازو ترمنځ غونډه جوړه شي؛ خو د ښځو غوښتنه دا ده، چې باید په اساسي غونډو کې یې ګډون کړی وای.
د دوحې د دریمې غونډې په پرانستونکې ناسته کې یو شمېر ګډونوالو هم د ښځو د بشري حقونو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې، چې د اسلامي امارت د مذاکره کوونکي پلاوي مشر یې په ځواب کې ویلي، د دوی اندېښنې د درک وړ دی؛ خو دا موضوع په کور دننه د حل وړ ده.
د دوحې غونډې ته د اسلامي امارت د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد ويلي، دوی د هېوادونو اندېښنې درک کوي او د حل په لټه کې يې دی؛ خو د اختلافاتو په بيه نه.
ملګري ملتونه وايي، د دوحې خبرې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ادغام یوه پروسه ده. دا به معلومه شي، چې آیا په راتلونکې غونډه کې به ښځې د پام وړ شتون ولري او که نه؟
اړوند خبرونه:
د دوحې د غونډې استازي دې د ننګونو په حل کې مرسته وکړي – ذبیح الله مجاهد
ملګري ملتونه په افغانستان کې د ښځو له بشري حقونو څخه سرغړونه ارزوي
تازه خبرونه
د پالیسیو په اړه اختلاف طبیعي دی او لګېدلي بندیزونه باید لرې شي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد، چې د دوحې په غونډه کې د پلاوي مشري کوي د غونډې په پیل کې ویلي، چې د بندیزونو د کمولو بهیر ډېر ورو دی او دې کار د دولت او خصوصي سکټور لپاره بېلابېلې ننګونې رامنځته کړې دي.
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/07/Doha-Meeting.jpg)
د اسلامي امارت پلاوي د دوحې په درېیمه ناسته کې ټینګار کړی، چې د یو بل د سیاستونو په اړه د هېوادونو تر منځ اختلافات عادي خبره ده او نړیواله ټولنه باید پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لرې کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد، چې د دوحې په غونډه کې د پلاوي مشري کوي د غونډې په پیل کې ویلي، چې د بندیزونو د کمولو بهیر ډېر ورو دی او دې کار د دولت او خصوصي سکټور لپاره بېلابېلې ننګونې رامنځته کړې دي.
هغه وایي: افغانان، چې له شاوخوا يوې پېړۍ راپدیخوا د بهرنيو يرغلونو او مداخلو له کبله جګړو او ناامنيو سره مخ ول، اوس یې خپله خپلواکي ترلاسه کړې، جګړه يې پای ته ورسوله او داسې نظام يې جوړ کړ، چې موخه يې له نړۍ سره د مثبت تعامل پياوړي کول دي؛ خو په بدل کې دوی د بندیزونو او محدودیتونو سره مخ شول.
مجاهد دا ومنله، چې ځینې هېوادونه د اسلامي امارت له ځینو کړنو سره “ستونزه” لري؛ خو وایي، چې د هېوادونو تر منځ د تګلارو پر سر اختلاف طبیعي دی.
هغه زیاته کړې: د پالیسیو اختلاف باید دومره زیات نشي، چې ځواکمن هېوادونه له خپلو ګټو څخه پر استفادې زمونږ پر خلکو امنیتي، سیاسي او اقتصادي فشارونه واچوي، چې زمونږ د ولس پر ژوند ناوړه اغېز وکړي.
مجاهد څرګنده کړې؛ له بندیزونو سره – سره اسلامي امارت د نشهیي توکو پر کښت، پروسس او قاچاق، چې نړۍ یې اغېزمنه کړې وه؛ بندیز لګولی دی.
هغه دا هم ویلي: هغه کسان، چې په غزه کې بشري جنایتونو ترسره کوي؛ په داسې اخلاقي دریځ کې ندي، چې اسلامي امارت ته د بشري حقونو په اړه “لیکچر” ورکړي.
اړوند خبرونه:
د دوحې د غونډې استازي دې د ننګونو په حل کې مرسته وکړي – ذبیح الله مجاهد
د دوحې په ناسته کې به د افغانستان پر داخلي مسایلو خبرې ونشي – ذبیح الله مجاهد
-
لوبی4 days ago
هند او سویلي افریقا د کرکټ ۲۰ اوریز نړیوال جام پایلوبې ته لار پیدا کړه
-
لوبی5 days ago
له سویلي افریقا سره په نیمه پایلوبه کې ماته مو د کار پیل دی – راشدخان
-
تازه خبرونه3 days ago
له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل امریکا ته له شرمه ډکه تاریخي پېښه وه – ټرمپ
-
لوبی2 days ago
د افغانستان فوټسال لوبډله په دوستانه سیالیو کې له مراکش سره لوبیږي
-
لوبی5 days ago
د افغانستان لوبډلې سویلي افریقا ته خپله لومړۍ نیمه پایلوبه وبایلله
-
تازه خبرونه4 days ago
په بامیان کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي
-
تازه خبرونه5 days ago
اسلامي امارت د انساني قاچاق پر وړاندې پرېکنده مبارزه کړې – عبدالمتین قانع
-
لوبی1 day ago
کوهلي په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې د هندوستان له اتلولۍ وروسته استعفا وکړه