Connect with us

تازه خبرونه

د شانګهای غړي هېوادونه دې افغانستان ته پاملرنه زیاته کړي – د قزاقستان ولسمشر

خپور شوی

د

د چارشنبې پر ورځ ( د وري پېنځلسمه ) د افغانستان وضعیت د شانګهای د همکارۍ ټولنې د غونډې د اجنډا مهمه موضوع وه.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایوف ويلي؛ د شانګهای همکاریو ټولنې غړي هېوادونه باید د افغانستان وضعیت ته زیاته پاملرنه وکړي او دا ډاډ تر لاسه کړي، چې نړیوالې ترهګرې ډلې د دغه هېواد له خاورې استفاده نشي کولی.

اوس‌مهال، قزاقستان د شانګهای همکارۍ ټولنې نوبتي مشري پر غاړه لري.

قاسم جومارت توکایوف دغه څرګندونې پرون د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای همکارۍ ټولنې د غړیو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو غونډې ته کړې دي.

د روسیې د انټرفاکس خبري آژانس د راپور له مخې؛ د قزاقستان ولسمشر د افغانستان روان بشري ناورین ته په نغوته کې ویلي: دا مهمه ده، چې اوږدمهاله ثبات ته د شرایطو د رامنځته کولو لپاره په دغه هېواد کې د کړکېچ د پای ته رسولو هڅې روانې وساتل شي.

د شانګهای همکارۍ ټولنې د غړیو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو هم په یوه خبرپاڼه کې له اسلامي امارت غوښتي، چې له نړیوالو ترهګرو ډلو سره په مبارزه کې خپل مسوولیت ترسره کړي.

د روسیې د تاس خبري آژانس د راپور له مخې؛ د روسیې ملي امنیت سلاکار نیکولای پتروشیف ویلي:  د دې ټولنې د غړیو هېوادونو د پلاويو مشرانو د افغانستان له چارسمبالي حکومته غوښتي؛ له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په ځانګړي توګه د نړیوالو تروریستي ډلو او هغو کسانو په ګډون، چې په وینا یې په افغانستان کې میشت دي او د شانګهای همکارۍ ټولنې د غړیو هېوادونو لپاره ګواښ پېژندل کیږي عمل کول جدي وګڼي.

اسلامي امارت تر اوسه د دغه راپور په اړه غبرګون ندی ښودلی؛ خو له دې مخکې یې څوـ څو ځلې ویلي: هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د شانګهای همکارۍ ټولنه، چې په سیمه کې د امنیت او اقتصاد د پیاوړتیا لپاره دوه لسیزې مخکې جوړ شوې؛ اوس‌مهال ۹ غړي لري؛ قزاقستان، چین، قرغزستان، روسیه، تاجکستان، ازبکستان، هند، پاکستان او ایران د دغه سازمان رسمي غړي دي. افغانستان، بیلاروس او منګولیا په کې د څارونکیو رول لري.

تازه خبرونه

د ایران او هند مشران د افغانستان په اړه وغږېدل

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د پرمختګ او بیارغونې لپاره د چابهار بندر اړتیا ته  غغوته وکړه.

Published

on

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د سې شنبې پر ورځ ( د لړم  لومړۍ ) د روسیې د کازان ښار د بریکس غونډې په څنډه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د پرمختګ او بیارغونې لپاره د چابهار بندر اړتیا ته  غغوته وکړه.

د هند د لومړي وزیر دفتر ویلي، چې د چابهار بندر اوږدمهاله قرارداد د افغانستان د بیارغونې، پرمختګ  او له منځنۍ آسیا سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره خورا اړین دی.

نریندرا مودي څرګنده کړې: د چابهار بندر پراختیا زمونږ د همکارۍ تر ټولو ستره برخه ده او مونږ باور لرو، چې دغه پراختیا د دواړو هېوادونو د اړیکو په تنظیمولو او د سیمې له نورو هېوادونو سره د ایران او هند د اړیکو په تنظیمولو کې مهم رول لوبوي.

د ایران ولسمشر په دې کتنه کې ویلي، چې د سولې او ثبات د ترلاسه کولو لپاره باید له افغانستان سره مرسته وشي.

د ایران ولسمشر دفتر په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې پزشکیان د افغانستان د مسئلې په اړه د هند د لومړي وزیر اندېښنو ته له نغوتې سره ویلي: مونږ باید پر حوصله او عزم د سیمې راتلونکی جوړ کړو او له یو بل سره تعامل او خبرې اترې وکړو. مونږ باید له افغان ولس سره د ستونزو په وارولو کې د سولې، ارامۍ او سوکالۍ په برخه کې مرسته وکړو.

پزشکیان زیاته کړې: ایران د هر هغه هڅې ملاتړ ته رادانګلي، چې په افغانستان کې د سولې او آرامۍ له ثبات سره مرسته کوي.

ویل کیږي، چې د دواړو هېوادونو مشرانو د لویديځې آسيا د حالاتو په ګډون د سيمه‌ييزو بدلونونو په اړه هم د نظريو تبادله کړې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د یوناما مشرې د وړو کاروبارونو د ودې لپاره د پور پروګرام اعلان کړ

د ارګ خبرپاڼې د مېرمن اوتنبایوا د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ هغې له افغانستان څخه بهر د خپل وروستي سفر پر مهال له هغو هېوادونو او مرستندویه بنسټونو سره خبرې کړې، چې له افغانستان سره مرستې کوي. دغه راز او یوناما د راتلونکي ژمي لپاره د اړتیا وړ مرستو یوه برخه هم ترلاسه کړې ده.

Published

on

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او ورسره مل پلاوي د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د لیدنې پر مهال په کابل کې د وروستیو نندارتونونو جوړېدل د افغانانو د تولیداتو د معرفي کولو لپاره ارزښتناکه وبلله او وایي، چې یوناما د کوچنیو کاروبارونو د ودې لپاره د پورونو ورکړه پیل کړې ده.

د ارګ خبرپاڼې د مېرمن اوتنبایوا د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ هغې له افغانستان څخه بهر د خپل وروستي سفر پر مهال له هغو هېوادونو او مرستندویه بنسټونو سره خبرې کړې، چې له افغانستان سره مرستې کوي. دغه راز او یوناما د راتلونکي ژمي لپاره د اړتیا وړ مرستو یوه برخه هم ترلاسه کړې ده.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې غونډه کې ویلي، چې په راتلونکیو ورځو کې به د یوناما په ګډون له نشه‎يي توکو سره د مبارزې عالي کمیسیون په کابل کې د بهرنیو هېوادونو له سفارتونو سره ګډه غونډه کړې او پر یو شمېر اړینو مسایلو به خبرې وکړي.

د افغانستان د سرحدي مسلو په اړه هغې ویلي، چې له ګاونډ هېوادونو سره د لارو بندېدا د افغان بزګرانو د کرنیزو محصولاتو د صادرولو پر وړتیاوو منفي اغېزه کوي.

هغې له اسلامي امارت وغوښتل، چې له اړوندو هېوادونو سره خبرې وکړي او یوناما هم د دغو ستونزو د اواري لپاره هڅې کوي.

اوتونبایوا په کابل کې د سوداګریزو نندارتونونو موضوع راپورته کړه او ویې ویل، چې دغه نندارتونونه د افغاني تولیداتو د ودې لپاره اړین دي.

دغه راز هغې له اسلامي امارت سره د نشه‌يي توکو د له منځه وړلو، د پخوانيو کوکنارو کروندګرو لپاره د بديل کښت پر موندلو او د نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د همکارۍ ژمنه څرګنده کړه.

دغه راز هغې د اسلامي امارت له دې اقدام ستاينه وکړه، چې د نشه‌يي توکو او شرابو د مسايلو د له منځه وړلو لپاره يې يو کميسيون جوړ کړ.

هغې دا هم ویلي، چې دا یو "مثبت ګام" دی.

مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د یوناما ماموریت ته ارزښت ورکوي.

هغه وایي، چې له نشه‌یي توکو او الکولو سره د مبارزې عالي کمیسیون عملیاتي چوکاټ جوړ شوی او ډېر ژر به وروستی شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت له اسلامي اصولو سره سم فعالیت کوي او د هر ډول اندېښنو په اړه خبرو ته چمتو دی.

ویل کیږي، چې یوناما باید ځینې مسایل احساس او له مسوولیت سره سم پرې غور وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه د ایران اندونه

Published

on

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!