Connect with us

تازه خبرونه

د پاکستان نوی حکومت دې له اسلامي امارت سره د اړیکو ټینګولو لپاره رغنده ګامونه پورته کړي

خپور شوی

د

د بهرنيو چارو وزارت چارسمبالی اميرخان متقی په کابل کې د پاکستان له سفير عبيدالرحمن نظاماني سره په کتنه کې ويلي، چې د پاکستان نوى حکومت دې له اسلامي امارت سره د اړيکو د پياوړتيا لپاره رغنده ګامونه واخلي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد ویلي، چې په دې لیدنه کې د واړه لورو د افغانستان او پاکستان پر سیاسي او اقتصادي موضوعاتو خبرې کړې دي.

متقي ویلي: د سېمې هېوادونه ورځ تر بلې له افغانستان سره د مثبت تعامل د پراخېدا خوا ته تلونکي دي؛ سیمې  درک کړې، چې د افغانستان ثبات د سیمې د ابتکاراتو او هر اړخیز پرمختګ لپاره مثبت رول لوبولای شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان نوی منتخب حکومت به د یوې مثبتې پالیسې له مخې د اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده ګامونه پورته کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نظاماني ویلي: چې د افغانستان او پاکستان اړیکې ډېرې ارزښتناکې دي او نوی منتخب حکومت د اړیکو د پراختیا لیدلوری لري او د شته ستونزو د له‌منځه  وړلو په برخه کې به ګډ کار وکړي.

ویل کیږي، چې دواړه لوریو د ډیورنډ پر کرښه د مسافرو، ناروغانو او سوداګریز تګ راتګ په اړه د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هم ټینګار څرګند کړ.

تازه خبرونه

د م.م د اقلیم بدلون په کنفرانس کې افغان پلاوي د کړکېچ له نړیوالې ډلې سره وکتل

په دې کتنه کې مطیع الحق ویلي: د اقلیم بدلون یوه نړیواله پدیده ده، چې هیڅ سرحد نه پېژني او د بشر د ژوند ټول اړخونه یې له ګواښ سره مخ کړي دي.                                                                                 

Published

on

 چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مطیع الحق خالص د کړکېچ له نړیوالې ډلې سره د چاپېریال او اقلیم د بدلون په اړه بحث او خبرې وکړې.

په دې کتنه کې مطیع الحق ویلي: د اقلیم بدلون یوه نړیواله پدیده ده، چې هیڅ سرحد نه پېژني او د بشر د ژوند ټول اړخونه یې له ګواښ سره مخ کړي دي.                                                                                 

هغه د اقلیم د بدلون د نړیوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره پر ګډو هڅو هم ټینګار وکړ.

نوموړي په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د ستونزو او ننګونو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو پر مهال ټینګار وکړ، چې د اقلیم بدلون په افغانستان کې د اوبو سکټور، کرنه، حیواني تنوع، ایکوسیسټم او روغتیا اغېزمنه کړې او دغه راز یې له اقلیم سره د مطابقت د پروژو پلي کېدا هم افغانستان کې بدلون اړین یادکړل.

د کړکېچ نړیوالې ډلې مسوولینو د خپلې ادارې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او وایي: دا اداره د څېړنو او ارزونو پر بنسټ د اقلیم د بدلون د منفي اغېزو په اړه علمي مقالې چمتو او خپروي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دې ادارې افغانستان د اقلیم د بدلون له اغېزو څخه د یو زیان منونکي هېواد په توګه منعکس کړی او دې موضوع ته یې په نړیوالو فورمونو کې د ویناوو او غونډو له لارو د نړۍ د هېوادونو پام وراړولی دی.

د کړکېچ نړیوالې ډلې مسوولینو ژمنه کړې، چې د علمي مقالو او راپورونو د چمتو کولو له لارې به د افغانستان زیانونه مرستندویه هېوادونو ته رسوي او هڅه به وکړي، چې د مرسته کوونکیو پام ځانته راواړوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملابرادر له یو شمېر روسي او افغان پانګوالو سره وکتل

 د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې له دغو پانګوالو او سوداګرو سره خبرې په زېربنایي، صنعتي، سوداګریز، ټرانسپورټي، کرنیز، اوسپنې‌پټلۍ او روغتیایي سکټورونو کې د روسي پانګوالو پر پانګونې او شته فرصتونو او ګډې همکارۍ راڅرخېدلې.

Published

on

د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن یکشنبه ( د لړم پر اووه‌ویشتمه )له یو شمېر روسي او افغان پانګوالو سره پر سوداګرۍ او پانګونې خبرې وکړې.

 د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې له دغو پانګوالو او سوداګرو سره خبرې په زېربنایي، صنعتي، سوداګریز، ټرانسپورټي، کرنیز، اوسپنې‌پټلۍ او روغتیایي سکټورونو کې د روسي پانګوالو پر پانګونې او شته فرصتونو او ګډې همکارۍ راڅرخېدلې.

د اقتصادي مرستیالۍ د څرګندونو له مخې؛ د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په خپلو خبرو کې ویلي، چې افغانستان دا مهال په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې لپاره زیات فرصتونه لري؛ هېوادني او بهرني پانګوال کولی شي، چې په دغو سکټورونو کې پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه یو بډای هېواد دی او د پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وایي؛ دوی تل له هېوادنیو او بهرنیو پانګوالو غوښتي، چې افغانستان ته راشي او په بېلابېلو برخو کې له مارکیټ ارزونې وروسته پانګونه وکړي.

روسي پانګوالو د افغانستان د بېلا بېلو سکټورونو په ځانګړي توګه د صنعت، ټرانسپورټ، اوسپنې‌پټلۍ، روغتیا او کرنې سکټورونو کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده او څرګندوي، چې دوی غواړي په دې برخو کې پانګونه وکړي او له اسلامي امارت سره خپلې تجربې شریکې کړي.

ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د کور او ښار جوړولو، صنعت او سوداګرۍ، ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارتونو سرپرست وزیرانو، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ او عامې روغتیا وزارتونو مرستیالانو او د امارتي شرکتونو لوی ریاست مسوولینو هم حضور درلود.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې مو د ځانګړي ځواک د نیولو موضوع تر څار لاندې ده – کاناډا

د ۲۰۲۱ په اګست کې د بدلونونو په جریان کې ډیویډ لاوري له افغانستان څخه د شاوخوا ۱۰۰ کسانو په وتلو کې مرسته کړې وه.

Published

on

د کاناډا لومړی وزیر جسټن ټروډو ويلي؛ په افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو د یوه پخواني غړي د نیول کېدو موضوع یې تر څار لاندې ده.

ټروډو دغه څرګندونې د شنبې پر ورځ ( د لړم پر شپږویشتمه ) د پیرو په پلازمېنه لیما کې د آسیا – پاسیفیک د اقتصادي همکاریو د غونډې په پای کې د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې دي.

د کاناډا ټلویزیوني شبکې CTV د څو سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د کاناډا متقاعد عسکر ډیویډ لاوري د تېرې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ ) د لړم یو‌ویشتمه ) کابل ته له رسېدو لږ وروسته ونیول شو.

د راپور له مخې؛ تر اوسه معلومه نده، چې دغه کاناډايي وګړی چېرته ساتل کېږي.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د بدلونونو په جریان کې ډیویډ لاوري له افغانستان څخه د شاوخوا ۱۰۰ کسانو په وتلو کې مرسته کړې وه.

هغه پخوا په افغانستان کې یوه خصوصي امنیتي شرکت درلوده.

اسلامي امارت تر اوسه د کاناډا د لومړي وزیر د څرګندونو په اړه څه ندي ویلي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!