لوبی
حشمت الله شهیدي هم پر ندرلیند خپله بریا افغان مهاجرینو ته ډالۍ کړه
تېره شپه د کرکت ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د ندرلیند پر وړاندې د ۷ ویکتو له بریا تر لاسه کولو وروسته خپله دغه بریا هغو افغان مهاجرینو ته ډالۍ کړه، چې پاکستانیو لنډمهالو مشرانو له نیولو او لوټلو وروسته له ایستلو او شړلو سره مخ دي.
له ده مخکې ابراهیم له افغان مهاجرینو سره ورته خواخوږي څرګنده کړې وه.
د ESPNcricinfo د څرګندونو له مخې، شهیدي په لکنو کې له آرامۍ څلورمې بریا وروسته خبرې کړي، چې د افغانستان نمرې یې ۸ ته ورسولې او لوبډله یې نیمه پایلوبې ته نږدې کړې. البته د آسترالیا او جنوبي آفریقا پر وړاندې دوه لوبې یې پاتې دي.
شهیدي له لوبې وروسته وویل: اوسمهال ډېري کډوال په سخت حالت کې دي؛ مونږ د دوی ویدیوګانې ګورو او مونږ یې په اړه غمجن یوو او مونږ په دې سخت حالت کې له دوی سره یوو. زه دا بریا هغو مهاجرینو ته، چې له ځورونې سره مخ دي او همدارنګه د هېواد ټولو خلکو ته ډالۍ کوم.
پاکستان پرېکړه کړې؛ شاوخوا دوه میلیون هغه افغان کډوال وباسي، چې ویل کیږي په غیر قانوني توګه اوسیږي.
دې مسلې د کرکت پر ملي لوبډلې هم اغېز کړی دی.
ابراهیم ځدراڼ په چنای کې د پاکستان پر وړاندې له بریا وروسته خپله بریا هغه مهاجرو ته ډالۍ کړه، چې پر زور وتلو ته اړ شوي وه.
د افغانستان روزونکي جوناتان ترات د جمعې پر ورځ د ندرلیند پر وړاندې له بریا وروسته وویل: زه فکر کوم، چې لوبغاړي له هر هغه څه سره، چې په هېواد کې تېريږي. که هغه زلزله وي یا نورې ستونزې؛ همغږي یوو او زه فکر کوم، چې دوی له هغې خوند اخلي، چې د افغانستان خلکو ته خوښي راوړي او همدا خپله دا خوشالي نورو ته لېږدوو.
افغانستان اوس د نمرو د لښتیلیک په پېنځم ځای کې دی؛ د منډو په درجه کې اوس هم له څلور غوره لوبډلو بهر؛ خو له نیوزیلند او آسترالیا سره مساوي دی. د دوی بله لوبه د سې شنبې پر ورځ په ممبي کې له آسترالیا سره او بیا له سویلي آفریقا په احمد آباد کې ده.
ترات ویلي: مونږ باید ډاډ ترلاسه کړو، چې خپلو سیالانو ته ډېر نه ګورو او هغه څه هیر کړو، چې باید ښه یې ترسره کړو؛ ځکه، نو مونږ په ښکاره له آسترالیا سره چمتو کوي. له سویلي آفریقا سره، چې یو خورا ښه لوبډله ده. اوسمهال مونږ پر آسترالیا راځرخوو او د ماتولو لپاره یې هڅې کوو.
لوبی
د افغانستان فوټبال له ۱۷ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډله کمبودیا ته روانه شوه
د دېه فډراسیون د څرګندونو له مخې؛ ملي لوبډله به په ب ګروپ کې د بنګله دېش، کمبودیا، فیلیپین او ماکائو له لوبډلو سره همډله ده.
د افغانستان فوټبال فډراسیون ويلي؛ د هېواد فوټبال له ۱۷ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې لوبغاړي د ۲۰۲۵ په آسیا ملتونو جام سیالیو کې د ګډون لپاره کمبوډیا ته ولاړل.
د دېه فډراسیون د څرګندونو له مخې؛ ملي لوبډله به په ب ګروپ کې د بنګله دېش، کمبودیا، فیلیپین او ماکائو له لوبډلو سره همډله ده.
ټاکل شوې، چې دا لوبې به د روان کال د اوکټوبر له نولسمې څخه تر اووهویشتمې د کمبودیا پر کوربتوب ترسره شي.
لوبی
د افغانستان کرکټ الف لوبډلې عمان ته د ۴۴ منډو پر توپیر ماتې ورکړه
په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د تلې درویشتمه ) په عمان کې ترسره شوه؛ د افغانستان الف لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۳ لوبغاړو پر سوځېدو ۲۱۱ منډې جوړې کړې.
د افغانستان کرکټ الف لوبډلې د درې اړخیز لوبلړ په دوهیمه لوبه کې عمان ته د ۴۴ منډو پر توپیرماتې ورکړه.
په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د تلې درویشتمه ) په عمان کې ترسره شوه؛ د افغانستان الف لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۳ لوبغاړو پر سوځېدو ۲۱۱ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې کوربه لوبډلې د ۷ لوبغاړو پر سوځېدو ۱۶۷ منډې جوړې کړې، چې هدف ته په رسېدو کې پاتې راغله.
په دې لوبه کې دروېش رسولي ۱۰۹ او کریم جنت ۶۰ منډې وکړې.
دا د کرکټ الف لوبډلې په دې لوبلړ کې دوهیمه بریا ده.
افغانستان پرون په خپله لومړۍ لوبه کې هانګ کانګ ته د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړې وه.
لوبی
د افغانستان کرکټ الف لوبډلې د هانګ کانګ لوبډلې ته ماتې ورکړه
په دې لوبه کې، چې نن (یکشنبه د تلې دوهویشتمه) ترسره شوه؛ د افغانستان الف کرکټ لوبډلې پچه وګټله او توپاچونه یې أیل کوه او هانګ کانګ په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو پر سوځېدو ۱۱۱ منډې جوړې کړې.
د افغانستان کرکټ الف لوبډلې په عمان کې د درې اړخیز لوبړ په لومړۍ لوبه کې هانګ کانګ ته د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې، چې نن (یکشنبه د تلې دوهویشتمه) ترسره شوه؛ د افغانستان الف کرکټ لوبډلې پچه وګټله او توپاچونه یې أیل کوه او هانګ کانګ په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو پر سوځېدو ۱۱۱ منډې جوړې کړې.
د افغانستان الف کرکټ لوبډلې په ۱۳.۵ اورونو کې د درې لوبغاړو پر سوځیدو ټاکلی هدف پوره کړ.
کریم جینټ پر ۲۷ توپونو ۴۷ منډې جوړې کړې؛ له دې مخکې یې په توپوهنه کې درې ویکټې اخیستې وې او په لوبه کې ښه وځلېد.
زبید اکبري پر ۲۸ توپونو ۳۷ منډې جوړې کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا لسګونه افغان کډوال ووژل شول
-
نړۍ4 days ago
امریکا د ایران د احتمالي برید د مخنیوي لپاره اسرائیل له خپل دفاعي سیسټمه برخمنوي
-
نړۍ2 days ago
د اوکراین په جګړه کې د روسیې او شمالي کوریا پوځي همکارۍ امریکا اندېښمنه کړه
-
تازه خبرونه4 days ago
د قطر او آلمان چارواکو د افغانستان حالات وارزول
-
تازه خبرونه4 days ago
هالینډ او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو پر تړون غور پیل کړ
-
لوبی5 days ago
د افغانستان کرکټ الف لوبډلې د هانګ کانګ لوبډلې ته ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه3 days ago
د ډلهییز امنیت تړون د افغانستان پولې ته څېرمه د پوځي روزنیزو هڅو له ترسره کولو خبر ورکړ
-
تازه خبرونه3 days ago
افغانستان د نړۍ د ۲۶ بېوزلو هېوادونو په نوملړ کې راغلی – نړیوال بانک