تازه خبرونه
پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه بېرته واخلي – د بښنې نړیواله ټولنه
د بښنې نړیوالې ټولنې د غیر راجستر شويو افغان کډوالو د جبري شړلو لپاره د پاکستان حکومت له ضرب الاجل ( د تلې له لسمې / د نومبر له لومړۍ نېټې ) مخکې د سې شنبې پر ورځ وغوښتل، چې سمدستي دې په دې اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي.
د بښنې نړیوالې ټولنې مشر دیپروس موچینا ویلي؛ د بښنې نړیواله ټولنه له پاکستان څخه په کلکه غوښتنه کوي، چې د سبا لپاره د ټاکل شوي نېټې دمخه د غیر راجستر شويو افغان کډوالو پر زوره د ایستلو پرېکړه بېرته واخلي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستان باید خپل په دې اړه نړیوال قانوني مکلفیتونه پوره کړي او پر زور د نه ستنولو اصول ومني. دوی دې د افغان مهاجرینو په وړاندې د سپکاوي، ځورونې او نیولو مخه ونیسي.
دیپروس موچینا زیاته کړې؛ د افغان کډوالو ژوند او حقونه د پاکستان د حکومت او نړیوالې ټولنې د ګډې ناکامۍ له کبله له خطر سره مخ دي اودا د منلو وړ نهده.
د بخښنې نړیوال سازمان هم پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغان کډوالو د کوربهتوب لپاره له پاکستان سره مالي مرسته وکړي او د هغو کسانو د خوندیتوب لپاره مسوولیت پرغاړه واخلي، چې په افغانستان کې له تاوتریخوالي تښتېدلي دي.
د دې ډلې د څرګندونو له مخې؛ له یو اعشاریه څلور میلیون ډېر کډوال د هغه ځای څخه د شړلو له خطر سره مخ دي، چې پناه یې اخیستې او دا کور ګڼي.
د بخښنې نړیوالې ټولنې په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې: د پاکستان لپاره اوس هم وخت شته، چې ناورین د مخنیوي لپاره چټک عمل وکړي؛ ځکه کورنۍ بې کوره شوي، معیشت او لومړنيو خدماتو ته لاسرسی نهلري او د ژمي له سختو میاشتو سره مخ دي.
د بښنې نړیوالې ټولنې له دې مخکې په پاکستان کې د افغان کډوالو ځورول مستند کړي دي.
په تېرو دولس میاشتو کې د بښنې نړیوالې ټولنې د پاکستان حکومت ته لیکونه هم لیږلي، چې د افغان مهاجرینو د راجستریشن د ځنډ، ځورونې او تبعیض په اړه یې اندېښنې راپورته کړې دي.
تېره اوونۍ د بښنې نړیوالې ټولنې د پاکستان لومړي وزیر ته یو پرانیستی لیک ولیکه او له هغه یې وغوښتل، چې پر زور افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پرېکړه بېرته واخلي.
تازه خبرونه
د پاکستان په کورمه کې ۷ ورځني اوربند رامنځته شو
د منځګړي پلاوي غړی او د خیبر پښتونخوا ایالت ویاند محمد علي سیف رسنیو ته په خبرو کې ویلي؛ دواړو لوریو پر ۷ ورځني اوربند هوکړه کړې، چې په بهیر کې به یې د ښځو او ماشومانو هم په ګډون زندانیان خوشې او مړي هم تبادله شي.
د خیبر پښتونخوا د کورمې په اړوند سیمه کې شیعه او سني مذهبي ډلو د سیمهییزو حکومتي ادارو او قومي مشرانو پر منځګړیتوب پر اووه ورځني اوربند هوکړه وکړه.
د منځګړي پلاوي غړی او د خیبر پښتونخوا ایالت ویاند محمد علي سیف رسنیو ته په خبرو کې ویلي؛ دواړو لوریو پر ۷ ورځني اوربند هوکړه کړې، چې په بهیر کې به یې د ښځو او ماشومانو هم په ګډون زندانیان خوشې او مړي هم تبادله شي.
ویل کیږي، چې دا جګړې پر مسافر وړونکیو موټرو د ناڅرګندو وسلوالو له برید وروسته پیل او په کې له ۶۷ ډېر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
تازه خبرونه
د افغانستان او چین استازیو پر اقتصادي او سیمهییزو اړیکو خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر د چین ولسي جمهوریت سره د افغانستان اسلامي امارت اړیکې مثبتې یادې کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په سوداګریزه برخه کې پرمختګونه د ستاینې وړ وبلل.
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیایو یونګ د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیر خان متقي سره د افغانستان او چین پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییزو چارو خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر د چین ولسي جمهوریت سره د افغانستان اسلامي امارت اړیکې مثبتې یادې کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په سوداګریزه برخه کې پرمختګونه د ستاینې وړ وبلل.
دغه راز د چین ځانګړي استازي هم د دواړو هېوادونه ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې پرمختګونه مثبت وګڼل او وایي، چې هېواد یې د افغانانو ارزښتونو او غوراویو ته درناوی لري.
نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان د ګاونډ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په راتلونکې ناسته کې به د افغانستان د بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر ګډون وکړي.
تازه خبرونه
افغانان به له ایران څخه په باعزته توګه خپل هېواد ته راستانه کړو- خلیل الرحمن حقاني
فضل محمد حقاني په دې ناسته کې چارسمبالي وزیر ته د افغان مهاجرینو د انساني قاچاق، د راستانه شویو کسانو د هويت، د افغان مهاجرینو د پېژندنې، د افغان مهاجرینو د آتشو، د مهاجرینو په اړه د اېران له حکومت سره د هوکړو، پالیسۍ او د مهاجرینو شمېر او ستونزې وړاندې کړې.
د مهاجرینو او راستنېدونکیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دې وزارت چارسمبالي خلیل الرحمن حقاني په اېران کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر فضل محمد حقاني سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
فضل محمد حقاني په دې ناسته کې چارسمبالي وزیر ته د افغان مهاجرینو د انساني قاچاق، د راستانه شویو کسانو د هويت، د افغان مهاجرینو د پېژندنې، د افغان مهاجرینو د آتشو، د مهاجرینو په اړه د اېران له حکومت سره د هوکړو، پالیسۍ او د مهاجرینو شمېر او ستونزې وړاندې کړې.
خلیل الرحمن حقاني سفیر او ور سره مل پلاوي ته د یادو ستونزو د حل په برخه کې ډاډ څرګند کړ ، چې یادو ستونزو ته به لاسرسی ومومو او افغانان په باعزته توګه خپل هېواد ته راستانه کړو.
خلیل الرحمن حقاني د اېران له حکومت څخه وغوښتل، چې د افغان مهاجرینو د مالونو د ضبط او له آزار، اذیت او ځورونې لاس واخلي.
ویل کیږي، چې حقاني د وزارت او په اېران کې د اسلامي امارت سفارت پر همغږۍ او پوره همکارۍ ټینګار څرګند کړ.
-
لوبی4 days ago
آریانا نیوز په افغانستان کې IPL ته د داوطلبۍ مراسم پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپروي
-
تازه خبرونه4 days ago
د اقلیم بدلون په اړه مالي مرستو ته د افغانستان د لاسرسي غوښتنه وشوه – رویټرز
-
لوبی4 days ago
نن د ۲۰۲۴ ابوطبي ۱۰ اوریز کرکټ اتم پړاو لیګ پیلیږي
-
تازه خبرونه3 days ago
په بغلان کې د ناڅرګندو وسلوالو د ډزو له کبله ۱۰ کسان ووژل شول
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د پاکستان په تازه مذهبي نښتو کې ۴۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
نړۍ1 day ago
په اردن کې د اسرائیلو پر سفارت د ډزو له کبله ۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه4 days ago
د اوبو کمښت د هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کړی – ملابرادر
-
نړۍ4 days ago
د جرمونو نړیوالې محکمې د اسرائیلو د لومړي وزیر د نیولو حکم صادر کړ