تازه خبرونه
په افغانستان کې د داعش په اړه د امریکا افشا شوي اسناد جعلي دي
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2021/10/zabiullah-mujahid.jpg)
د افغانستان اسلامي امارت د یکشنبې پر ورځ د امریکا د ناڅرګندو پوځي اسنادو د ارزونې هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې داعش له افغانستان څخه د امریکا او د هغې د متحدینو پر وړاندې د تروریستي بریدونو پلان لري.
د امریکا ناڅرګند او پټ پوځي اسناد، چې په دې وروستیو کې افشا شوي؛ په افغانستان کې یې د داعش ګواښ مخ پر زیاتیدونکې امنیتي اندېښنه یاده کړې ده.
د دغه راپور له مخې؛ افغانستان د داعش پر مرکز بدل شوی، چې له هغه ځایه غواړي د امریکا او اروپا د ګټو پر ضد بریدونه ترسره کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې پر شپه په یو لړ تویتونو کې دغه پوځي ارزونه رد کړې او هغه یې “جعلي” بللې او څرګندوي، چې دا ارزونه د اسلامي امارت پر ضد د امریکا د “پرلپسې تبلیغاتي کمپاین” یوه برخه ده.
په یوه رسمي اعلامیه کې د مجاهد د څرګندونو له مخې ویل شوي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې “بشپړ کنټرول” لري او هیچا ته اجازه نهورکوي، چې له خاورې یې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.
هغه وایي؛ داعش او نورې ترهګرې ډلې په هېواد کې سختې ځپل شوي او د له منځه تلو په حال کې دي.
مجاهد زیاته کړې؛ اسلامي امارت د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ په هېواد کې بیا هم واک شو او افغانستان یې له امنیت برخمن کړ. په ټول هېواد کې د درې ورځني کوچني اختر په سولهییز کې د یکشنبې پر ورځ پای ته ورسید.
نوموړي څرګنده کړې: د دغه ډول متعصبو راپورونو خپرېدا ښيي، چې په امريکا کې ځينو کسانو د افغانستان له خلکو سره خپله کرکه او دښمني نه ده هېره کړې.
واشنګتن پوست د افغانستان په تړاو د امریکا د استخباراتو د موندنو په اړه راپور ورکړی او وایي؛ دا د هغو اسنادو یوه برخه ده، چې د ټولنیزو رسنیو پلیت فارم Discord ته استول شوي او ورځپاڼې ترلاسه کړي دي.
ورځپاڼې د پنټاګون د پټې ارزونې له مخې راپور ورکړی، چې داعش د بهرنیو عملیاتو لپاره یو ارزانه مادل رامنځته کوي، چې له افغانستان څخه بهر سرچینو تکیه کوي.
دا مادل به احتمالا داعش ته وړتیا ورکړي، چې خنډونه له مینځه یوسي. لکه وړ امنیتي خدمات او د پلان ځینې مهال وېشونه او د ګډوډۍ فرصتونه راکم کړي.
واشنګتن پوست راپور ورکړی، چې د ارزونې په حواله د IS-K لپاره لنډیز کارول شوی.
د راپور له مخې؛ په افشا شوي سند کې د سفارتونو، کلیساګانو، سوداګریزو مرکزونو او د فیفا نړیوال جام فوتبال تورنمنت پر نښه کولو لپاره مشخصې هڅې په ګوته شوي، چې په تېر نومبر کې یې د قطر هغه له ۲ میلیون ډېر لیدونکي راجلب کړل.
د امریکا د پوځ ارزونې په افغانستان کې د داعش د همغږي شویو پلانونو شمېر له نهو څخه ۱۵ ته لوړ کړی دی.
مجاهد د امریکا د پوځي اسنادو افشا کول په خپله جوړ شوي غیر مسوولانه ادعاوې، د استخباراتي کړیو کار ګڼي، چې د ده په وینا د افغانانو لپاره ښه زیری نهلري.
مجاهد تویت کړی: هر څوک بايد پوه شي چې اوس د خلکو ذهن له داسې ناکامو هڅو څخه پلوي نه کوي او نه پرې غولیږي.
امریکايي چارواکو تر دې دمه د دغو افشا شویو پوځي اسنادو کره والی هم تائید کړی ندی.
اسلامي امارت ویلي، چې له داعش سره د امریکايي چارواکو لیوالتیا او خواخوږي؛ له دې ډلې سره همکاري او پر ګټه یې کمپاین دی، چې باید ودرول شي.
تازه خبرونه
تحول: په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو غوښتنې
تازه خبرونه
د روسیې او چین ولسمشرانو د شانګهای غونډې په څنډه کې وکتل
د شانګهای همکاریو ټولنه په ۲۰۰۱ کې د چین او روسیې لهخوا د منځنۍ آسیا د امنیت لپاره جوړ شوه؛ خو اوس یې اصلي او ناظر غړي زیات شوي او په یوه ډول یې لويدیځ ضد دریځ غوره کړی دی.
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/07/rs.png)
ولادمیر پوتین او شي جین پینګ پرون د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې. لوېدیځو خبري سرچینو ویلي، دا په تېرو شاوخوا دوه میاشتو کې دوهیم ځل دی، چې پوتین او شي سره مخامخ لیده کاته کوي.
د سیمې د دوه قدرتونو دغو مشرانو د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای د دوه ورځنۍ غونډه پرانیسته.
د شانګهای همکاریو ټولنه په ۲۰۰۱ کې د چین او روسیې لهخوا د منځنۍ آسیا د امنیت لپاره جوړ شوه؛ خو اوس یې اصلي او ناظر غړي زیات شوي او په یوه ډول یې لويدیځ ضد دریځ غوره کړی دی.
اړوند خبرونه:
د شانګهای هېوادونو استازیو په تاجکستان کې د افغانستان په اړه د همغږۍ ګډه هوکړه وکړه
د شانګهای ټولنې د اړیکو ډله دې د افغانستان لپاره پخپل حال پاتې شي – پاکستان
تازه خبرونه
استرالیا د افغانستان لپاره ځانګړې استازې وټاکله
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې لهمخې؛ امانډا مک ګریګور به د افغانستان لپاره د اسټرالیا د پخواني استازي ګلین میلز پر ځای دنده ترسره کوي.
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/07/Amanda.jpg)
د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت د خبر پاڼې له مخې؛ دې هېواد د افغانستان لپاره امانډا مک ګریګور نومې نوې استازې ټاکلې.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې لهمخې؛ امانډا مک ګریګور به د افغانستان لپاره د اسټرالیا د پخواني استازي ګلین میلز پر ځای دنده ترسره کوي.
مک ګریګور د کاناډا په سفارت کې د ډیپلوماتې په توګه هم کار کړی او د اسټرالیا د حکومت د لومړي وزیر او کابینې لوړپوړې سلاکاره وه.
د اسټرالیا بهرنیو چارو وزیر پیني وانګ ویلي: مک ګریګور، چې په قطر کې میشته ده؛ له خپلو ګډ فکر لرونکیو هېوادونو سره به همکار کوي، چې له طالبانو (د افغانستان اسلامي امارت) څخه د بشري حقونو او د افغانانو د ملاتړ په اړه وضاحت وغواړي.
اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي؛ ډیری هیوادونه د افغانستان پر واقعیتونو پوه شوي او هڅه کوي، چې له بېلابېلو لارو له اسلامي امارت سره اړیکه ونیسي.
نوموړي له هغو هېوادونو، چې په کابل کې یې سفارتونه ندي پرانیستي او له قطر څخه د سفارت چارې پرمخ وړي؛ غوښتنه کړې، چې په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.
ویل کیږي، چې مک ګریګور پېنځه کاله د اسټرالیا په دفاع وزارت کې کار کړی او له څه وخت راپدیخوا په لبنان کې د اسټرالیا د سفارت مرستیاله وه.
-
لوبی5 days ago
درې افغان لوبغاړي د ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالیو په غوره لوبډله کې راغلل
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days ago
په هلمند ولایت کې هوا بېساري توده ده
-
تازه خبرونه5 days ago
د ښځو له بشپړې ونډې پرته افغانان موخې ته رسېدلی نشي – کاناډا
-
تازه خبرونه4 days ago
له ابو نصر فراهي بندر څخه افغانستان ته د مالونو لېږد اته برابره زیات شوی – ایران
-
تازه خبرونه3 days ago
په دوحه کې د مدني ټولنو د غونډې ګډونوالو نومونه پټ وساتل شول
-
تازه خبرونه2 days ago
استرالیا د افغانستان لپاره ځانګړې استازې وټاکله
-
سوداگري3 days ago
افغانستان او ازبکستان د ګډې سوداګرۍ خونې پر جوړولو هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه5 days ago
ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د دوحې د ناستې پیل ګټور وباله