Connect with us

ساینس او ​​ټیکنالوژي

ټرمپ ټولنیزو شبکو ته له بېرته راګرځېدو خبر ورکړ

خپور شوی

د

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لومړي ځل لپاره پنجشنبه ناوخته په خپلې ټولنیزې شبکې یا ټروټ اپلیکیشن سایټ کې یو لنډ پیغام خپور او څرګنده کړه، چې زه بېرته راوګرځېدم!

ټرمپ خپله چوپتیا؛ ځکه ماته کړه، چې ایلان ماسک د ټویټر پېرودلو ته د ۴۴ میلیارد ډالرو هوکړه لاسلیک کړه. تېر کال د امریکا په پلازمېنه کې ټرمپ پلوه ډلې د جنوري پر ۶ کال ۲۰۲۱ د کنکرې ماڼۍ محاصره کړه او له نور تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره ټویټر د ټرمپ هڅې بندې کړې.

جمهوري غوښتونکیو د ماسک لخوا د ټویټر پېرودل په دې هیله وهڅول، چې د تسلا او سپیس ایکس مشر به د بیان د آزادۍ ژمنه پلې کړي؛ خو، چې نیت یې واوښت ټروپ خپلې شبکې ته له راګرځېدو خبر ورکړ.  

د رویټرز په وینا وروسته له دې چې دا تړون پدې اونۍ کې اعلان شو ، ټرمپ ویلي چې هغه به ټویټر ته راستون نشي.

د پنجشنبې په پیغام کې، چې ټرومپ خپله شبکه رښتیا نومولې؛ ولیکل: زه بېرته راوګرځېدم!

د هغه زوی ډونالډ ټرمپ جونیر د خپل پلار د اکاونټ یو سکرین شاټ خپل یوه ټویت سره داسې خپور کړ: چمتو اوسئ! ستاسې د خوښې ولسمشر به ډېر ژر له تاسې سره وویني!

د ټرمپ میډیا ټکنالوژۍ ګروپ (TMTG) د حقیقت ټولنیز اصلي شرکت په پام کې لري، چې له چیک شرکت ډیجیټل ورلډ ایکوزیشن کارپوریشن  سره د ادغام له لارې یوځای شي، چې د جمعې پر ورځ یې د ونډې بازار ۷ اعشاریه ۷ سلنې ته پورته شوی و.

دا تړون د امریکا د امنیت او تبادلې کمیسیون لخوا تر څېړنې لاندې دی او شونې ده، چې تر وروستي کېدو به میاشتې ونیسي.

ساینس او ​​ټیکنالوژي

روسیې ګوګل د نړۍ له ټولو پیسو څخه ډېر جریمه کړ

د بهرنیو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ دا جریمه په ۲۰۲۰ ز، کال کې له یوې محکمې سره تړاو لري، چې د یوټیوب په ټولنیز شبکه کې د روسیې Tsargrad چینل د بندولو له کبله جوړه شوې وه.

Published

on

د دې جریمې د کچې ښکاره کولو لپاره باید وویل شي، چې د نړیوال بانک د اټکل له مخې د نړۍ ناخالص کورني تولید (GDP) څه باندې سل زره میلیارډ ډالر دی، چې د دې جریمې پر پرتله ډېر کم شمېر دی؛ ځکه، نو ګوګل باید روسیې ته د ځمکې له ټولو پیسو څخه ډېره جریمه ورکړي.

د بهرنیو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ دا جریمه په ۲۰۲۰ ز، کال کې له یوې محکمې سره تړاو لري، چې د یوټیوب په ټولنیز شبکه کې د روسیې Tsargrad چینل د بندولو له کبله جوړه شوې وه.

دا محکمې څلور کاله روانه وه او د دې دوسیې په بهیر کې د یادې شوې جریمې کچه محاسبه شوې ده.  sargrad  چینل په یوټیوب کې د هغه د بنسټوال پر وړاندې د امریکا د بندیزونو له مخې بند شوی و.

Continue Reading

ساینس او ​​ټیکنالوژي

ایران د ځمکې پر مدار د راڅرخېدو لپاره روسیې ته دوه سپوږمکۍ استولي

دغې رسنۍ ادعا کړې، چې دا دوه سپوږمکۍ د خصوصي سکټور جوړې کړې دي.

Published

on

د ایران تسنیم خبري سرچینې د شنبې پر ورځ ( د تلې یو‌ویشتمه) اعلان وکړ، چې حکومتي چارواکو د ځمکې مدار ته د استولو لپاره دوه "هود" او "کوثر" نومې سپوږمکۍ روسیې ته استولي دي.

دغې رسنۍ ادعا کړې، چې دا دوه سپوږمکۍ خصوصي سکټور جوړې کړې دي.

روسیې شاوخوا دوه نیم کاله مخکې د ایران دوه سپوږمکۍ د ځمکې مدار ته واستولې، چې د هغه وخت د امریکايي چارواکو اندېښنې ورسره راوپارېدلې. امریکا اندېښمن دي، چې د ایران جوړې شوې سپوږمکۍ به پر اوکراین د روسیې د یرغل پر ملاتړ سربېره د اسرائیلو او منځني ختیځ د نورو هېوادونو د پوځي اهدافو د څارنې لپاره وکارول شي.

د ایران سپاه پاسداران تېر کال ادعا وکړه. چې «سوریا» نومې سپوږمکۍ یې پر بریالیتوب له ځمکې څخه په ۷۵۰ کیلومټره مدار کې ځای پر ځای کړې ده. اروپايي ټروئیکا د سپاه پاسدارن دغه عمل وغانده.

له دې سره سم د ایران او روسیې ترمنځ د اړیکو د زیاتېدو په اړه اندېښنې هم راپارېدلي دي.

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې جمهوري غوښتونکي مشر مایکل مک‌کال د جمعې پر ورځ د روسیې او ایران ترمنځ د «نامقدس یووالي» د ژورېدو په اړه د ولادیمیر پوتین او مسعود پزشکیان ترمنځ د لیدنې په غبرګون کې خبرداری ورکړ.

مک‌کال یادونه کړې، چې د ایران حکومت د پوتین یرغلیزه جګړه کې مرسته کوي او ایران د روسیې له اټومي ملاتړ برخمن او هغو ترهګرو ډلو ته د وژونکیو وسلو د لیږد زمینه برابروي، چې ملاتړ یې کوي.

رويټرز خبري سرچینې هم د جمعې پر ورځ د تلې شلمه د اروپايي ټولنې د يوه جګپوړي چارواکي د څرګندونو له مخې خبر ورکړ، چې اروپايي ټولنه به د دوشنبې پر ورځ د تلې درویشتمه د خپلو غړیو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې له ايران څخه روسيې ته د بالستيک توغنديو د لېږد په تړاو د اشخاصو او بنسټونو پر وړاندې بنديزونه ولګوي.

Continue Reading

ساینس او ​​ټیکنالوژي

ایلان ماسک مریخ ته له انسان پرته د لومړي الوت نېټه اعلان کړه

دغه راز وایي: مونږ غواړو ټولو هغو ته، چې مریخ ته د تګ او سفر هیله لري؛ اجازه ورکړو، چې سفر وکړي. دا پدې معنا ده، چې تاسې یا ستاسې کورنۍ یا ملګري – هرڅوک، چې د دې لوی جرات خوب ویني؛ پر زرګونه سپوږمکۍ او ستورمزلي به مریخ ته ولاړ شي او دا به یو عالي لید وي!

Published

on

د سپیس ایکس رییس ایلان ماسک د یکشنبې پر ورځ لیکلي، چې په راتلونکیو دوه کلونو کې به مریخ ته له انسان پرته شاوخوا پېنځه سفرونه ترسره کړي.

ماسک ویلي، چې که دا ماموریت سرې سیارې ته بریالی او خوندي ترسره شي؛ نو لومړی انسان لرونکی الوت به ۲۰۲۸ ز. کال کې پیل او ترسره شي.

هغه زیاته کړې؛ که مونږ له ننګونو سره مخ شو، نو انسان لرونکی ماموریت به مو دوه کاله نور هم وځنډول شي.

دغه راز وایي: مونږ غواړو ټولو هغو ته، چې مریخ ته د تګ او سفر هیله لري؛ اجازه ورکړو، چې سفر وکړي. دا پدې معنا ده، چې تاسې یا ستاسې کورنۍ یا ملګري – هرڅوک، چې د دې لوی جرات خوب ویني؛ پر زرګونه سپوږمکۍ او ستورمزلي به مریخ ته ولاړ شي او دا به یو عالي لید وي!

دا باید په یاد ولرئ، چې د ماسک فضایي مهال‌وېش ډېري وختونه له پامه غورځیږي. په ۲۰۱۶ کې هغه وویل، چې ایکس سپیس په پام کې لري، چې مریخ ته "په ۲۰۱۸ کې" توغندی وتوغوي او بیا په ۲۰۲۲ کې هغه وویل، چې سټارشپ کولی شي په دې کال کې لرې سیارې ته خپل لومړی الوت وکړي.

پر مریخ د خېټې اچونې لپاره د اوږدې مودې خوب په اړه بېلابېلې څرګندونې کیږي؛ د سپیس ایکس وروستۍ نیوکې ته په ځواب کې فډرالي هوايي چلند ادارې سټارشپ ته د الوتنې اجازه ورکوي؛ خو دا ډېر وخت ته اړتیا لري.

د یکشنبې پر ورځ په ټولنیزو رسنیو کې ایلان ماسک ویل، چې هغه غواړي د انسان وجود څو سیارو ته وغځوي.

هغه وایي مخکې له دې، چې په ځمکه کې یو څه پېښ شي؛ باید مخه  یې ونیول شي. لکه اټومي جګړه، سوپر ویروس یا د نفوس سقوط، چې تمدن کمزوری کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ډېري ممکن د سټارشپ پیلوټ برنامې په ګړندۍ توګه د ماسک له ناهیلۍ سره خواخوږي ولري. نور ټینګار کوي، چې دا ډول مقررات د عامه خوندیتوب تضمین کولو، د صنعتي معیارونو ساتلو، د ناوریني پېښو خطر کمولو او د ایکوسیسټم ساتلو لپاره اړین دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!