تازه خبرونه
په کابل کې د اسلامي امارت ځواکونو د داعش پر پټنځي برید کړی
د افغانستان اسلامي امارت ويلي، په کابل کې د داعش پر یوه پټنځي د برید پرمهال یو داعشي وژل شوی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني په خپل ټوېټ کې څرګنده کړې، چې دغه عملیات تېره شپه (چارشنبه د لړم ۲۶ ) د کابل د خیرخانې په اړوند سیمه کې د اسلامي امارت ځواکونو ترسره کړي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دغه بريد کې د داعش ډلې د غړيتوب پر تور څو نور کسان هم نيول شوي دي.
سمنګاني ټینګار کړی، چې دغه کسان اوسمهال د اسلامي امارت په بند کې تر پوښتنو لاندې دي.
هغه زياته کړې، چې د خيرخانې په اړوند سيمه کې د داعش دغه پټنځى هم له منځه وړل شوى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د داعش خراسانۍ ډلې په کابل کې د پرونیو دوه بېلابېلو چاودنو د ترسره کولو مسوولیت منلی دی.
تازه خبرونه
نتنیاهو باید اعدام هم شي – خامنهيي
هغه ویلي، چې د اسرائیل له لوري په غزه او لبنان کې د خلکو وژل او پر کورونو بمبارډ کومه بریا نه ده. د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د نیولو حکم صادرول بسنه نهکوي، باید د هغه د اعدام حکم هم صادر شي.
د ایران مذهبي مشر علي خامنهيي د دوشنبې پر ورځ ( د لیندۍ پېنځمه) د بسیجیانو یوې ډلې ته د وینا پر مهال ویلي: دی په دې باور دی، چې د جرمونو د نړیوالې محکمې لخوا د اسرائیلو د لومړي وزیر د نیولو حکم بسنه نهکوي؛ باید اعدام نشي.
هغه ویلي، چې د اسرائیل له لوري په غزه او لبنان کې د خلکو وژل او پر کورونو بمبارډ کومه بریا نه ده. د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د نیولو حکم صادرول بسنه نهکوي، باید د هغه د اعدام حکم هم صادر شي.
خامنه يي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې په دې وروستیو کې د جنګي جرمونو پر تور د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د نیولو امر کړی دی.
هغه ویلي، چې د فلسطین او لبنان د ځوانانو لپاره له مبارزې او جګړې پرته بله لار نشته.
د یادونې ده، چې د پنجشنبې پر ورځ( د لیندۍ لومړۍ ) د جرمونو نړیوالې محکمې مشر کریم خان د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او پخواني دفاع وزیر یوف ګالانت او همداشان د حماس د قومندان ابراهیم المصري د نیولو امر صادر کړی دی
تازه خبرونه
په اسلامي امارت کې ښځې د میراث، مهر او نورو بنسټیز حقونو برخمنې شوې
نوموړي د ښځو حقونه د خوندیتابه په اړه ویلي: په تېرو درې کلونو کې د امر بالمعروف نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د محتسبینو پر هڅو شاوخوا ۲۰ زره ښځې د میراث، مهر او نورو اساسي حقونو برخمنې شوې، چې په ټولنه کې د ناسمو دودونو، رواجونو او بې معنا غیرتونو له کبله له هغوی څخه اخیستل کېدل.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د امربالمعروف نهې عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او هغوی ته د اساسي حقونو د ورکولو په اړه د خپلو درې کلنو لاسته راوړنو لنډیز خپور کړ.
نوموړي د ښځو حقونه د خوندیتابه په اړه ویلي: په تېرو درې کلونو کې د امر بالمعروف نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د محتسبینو پر هڅو شاوخوا ۲۰ زره ښځې د میراث، مهر او نورو اساسي حقونو برخمنې شوې، چې په ټولنه کې د ناسمو دودونو، رواجونو او بې معنا غیرتونو له کبله له هغوی څخه اخیستل کېدل.
په دې خبرپاڼه کې دا هم راغلي؛ په وروستیو شپږ میاشتو کې ۱,۰۰۰ ورته پېښې ثبت او حل شوي دي.
د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ په تېرو درې کلونو کې د ۵,۰۰۰ هغو نکاحوو مخنیوی شوی، چې په کې ښځې د جبر یا د پیسو په بدل کې یا د هغوی د ناخوښۍ پر اساس اړ کېدې او یا کم عمره نجونې سپینږیرو ته ورکول کېدې.
دغه راز زیاته شوې، چې په وروستیو شپږ میاشتو کې ۵۰۰ ورته پېښې ثبت او مخه یې نیول شوې ده.
همدارنګه څرګندوي، چې په تېرو درې کلونو کې د کورنی تاوتریخوالي، ښځو ته په کم نظر کتل، فزیکي او ذهني تشدد، له شرعي حقونو څخه محرومېدا او د ناسمو دودونو پر اساس د کمترۍ چلند او په تېرو شپږ میاشتوو کې د ورته ۱۰۰۰ پېښو مخنیوی د یاد وزارت د هڅو په پایله کې ممکن شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ ده او د ملګرو ملتونو استازولۍ( یوناما ) له افغان چارواکو غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره دې ګړندۍ هڅې تر سره کړي.
تازه خبرونه
له تور نوملړه د اسلامي امارت د لرې کولو بهیر وروستي پړاو ته رسېدلی
سرګې شویګو د افغانستان امنیت د سیمې لپاره مهم یاد کړی او وایي: امن افغانستان د سیمې د هوساینې او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت دی.
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نن ( دوشنبه د لیندۍ پېنځمه ) د روسیې فډراسیون د امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو د دې وزارت له چارسمبالي سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې ډاډ څرګند کړی، چې د روسیې حکومت د طالبانو غورځنګ، چې پخوا یې اسلامي امارت په دې نوم یاداوه؛ له تورنوملړه د لرې کولو بهیر وروستي پړاوونه ته رسولی دی.
هغه دا هیله هم څرګنده کړې، چې دا پړاو به په لنډ وخت کې بشپړ شي او له دې سره به د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې هم پراختیا ومومي.
سرګې شویګو د افغانستان امنیت د سیمې لپاره مهم یاد کړی او وایي: امن افغانستان د سیمې د هوساینې او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت دی.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ عوامل له منځه تلي دي. افغانان اوس خپلواک او پخپل سیاسي برخلیک حاکم دي او خپلې فیصله پخپله کوي.
هغه زیاته کړې، چې مونږ نه یوازې د امن افغانستان، بلکې د ټولې سیمې او خطې د ثبات او هوساینې هیله لرو.
ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د روسیې فډراسیون د امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو، د روسیې د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال الکسي آور چوک، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازي ضمیر کابلوف، په افغانستان کې د روسیې سفیر دمتري ژیرنوف او یو شمېر نورو مسوولانو ګډون کړی و.
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
ایران د جمعې پر ورځ په جنیوا کې له درې اروپایي هېوادونو سره خبرې کوي
-
نړۍ22 hours ago
بایډن او ماکرون د اسرائیلو او حزب الله اوربند اعلانوي -لبناني سرچینې
-
تازه خبرونه5 days ago
په بغلان کې د ناڅرګندو وسلوالو د ډزو له کبله ۱۰ کسان ووژل شول
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د پاکستان په تازه مذهبي نښتو کې ۴۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه20 hours ago
نتنیاهو باید اعدام هم شي – خامنهيي
-
نړۍ3 days ago
په اردن کې د اسرائیلو پر سفارت د ډزو له کبله ۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان په کورمه کې ۷ ورځني اوربند رامنځته شو
-
روغتيا3 days ago
د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیلېږي