Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د بن د دوه يم كنفرانس په سلو كې ۲۵ برخه وال بايد ښځې وي- كوفي

خپور شوی

د

د ولسي جرگې د ښځو، مدني ټولنې او بشري حقونو كميسيون  وايي: په دې مهم  كنفرانس كې د ښځو حضور بايد  نمونوي نه وي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د بن په دوه يم كنفرانس كې د ډېرو ښځو گډون د اهميت وړ گڼي او وايي: په دې كنفرانس كې د طالبانو د استازو گډون د سولې له پرمختگونو سره تړاو لري. د آريانا راډيو – ټلويزيون د رپورټ له مخې: د ولسي جرگې د ښځو، مدني ټولنې او بشري حقونو كميسيون مشره فوزيه كوفي غواړي، چې: د بن په دوه يم كنفرانس كې ښځې بايد فعاله او اغېزناكه  برخه واخلي او لږ تر لږه بايد د دې كنفرانس په سلو كې ۲۵ برخه وال ښځې وي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول وايي: په دې كنفرانس كې به يوازې يو پلاوى له افغانستان څخه برخه واخلي او د ښځو د بنسټونو په شمول به  ټول  سياسي او ټولنيز بنسټونه په هغه كې شامل وي. هغه وويل، چې: هڅه كوي د ولسي جرگې د دغه كميسيون وړانديزونه عملي شي . زلمى رسول وايي، چې: تراوسه په دې كنفرانس كې د طالبانو د استازيو حضور نه دى مطرح شوى او دا، چې آيا د طالبانو استازي به د بن په دوه يم كنفرانس كې گډون وكړي او كه نه د سولې پروگرام له پرمختگونو سره تړاو لري. زلمى رسول وايي: افغانستان د نړيوالې ټولنې د اوږد مهاله همكاريو د تضمين غوښتونكى دى او دا موضوع به د بن په دوه يم كنفرانس كې مطرح شي. د هغه په وينا نړيواله ټولنه به د مدني ټولنې او بشري حقونو په برخه كې ځينې  غوښتنې ولري. د بهرنيو چارو وزير زياته كړه، چې په بن كې  به هرتصميم د افغانستان ملي گټو ته په پام سره   نيول كيږي. په پام كې ده دا كنفرانس د روان عيسوي كال په دسمبركې د افغانستان وضعيت  د ارزولو په موخه د المان په پلازمېنه كې جوړ شي .
Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

سیمه ییز خبرونه

د پاکستان په تازه مذهبي نښتو کې ۴۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی سیکرټر ندیم اسلم چوهدري ویلي؛ په قبایلي ضلع کې د وژنو وروستی پړاو د جمعې پر شپه هغه مهال پیل شو، چې وسلوالو د دې ولسوالۍ پر یوه کلي برید وکړ.

Published

on

د پاکستان د شمال لویدیځ په مذهبي تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی سیکرټر ندیم اسلم چوهدري ویلي؛ په قبایلي ضلع کې د وژنو وروستی پړاو د جمعې پر شپه هغه مهال پیل شو، چې وسلوالو د دې ولسوالۍ پر یوه کلي برید وکړ.

دغه ایالتي چارواکي زياته کړې: د تېرې شپې دا وژنه په پاراچنار سيمه کې د وسلوالو د بريد په غچ کې رامنځته شوې، چې له کبله يې لسګونه کسانو ته مرګ او ژوبله هم واوښته. په دغه ځوابي برید کې د پټرولو پمپ ته چاودنه هم ورکړ شوې، چې په کې عامه شتمنیو ته هم زیان اوښتی دی.

چوهدري ويلي؛ لوړ پوړي دولتي چارواکي به د دواړو غاړو له قومي مشرانو سره خبرې وکړي، چې روانې شخړې ورسره پای ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرې پنجشنبې راپدېخوا ۵۸ کسان وژل شوي دي. تېره اوونۍ په پاړه چنار کې د شیعه‌ګانو پر یوه بس د برید له کبله د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۴۰ کسان وژل شوي دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

هند د سوپرسونیک توغندي بریالۍ ازموینه وکړه

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د هند حکومت په خپره شوې خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې د دې توغندي ازموینه بریالۍ وه  او دا د دولتي دفاعي څېړنې او پراختیا ټولنې او صنعتي ونډوالو لخوا د هند د وسلوالو ځواکونو لپاره ډیزاین شوی دی، چې تر ۱۵۰۰ کیلومټرو پوري د خپلې خولۍ د لېږدولو وړتیا لري.

Published

on

هندي رسنیو د یکشنبې پر ورځ ( د لړم اووه‌ویشتمه) څرګنده کړې، چې هیواد یې  د هایپرسونیک توغندي بریالۍ ازموینه وکړه.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د هند حکومت په خپره شوې خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې د دې توغندي ازموینه بریالۍ وه  او دا د دولتي دفاعي څېړنې او پراختیا ټولنې او صنعتي ونډوالو لخوا د هند د وسلوالو ځواکونو لپاره ډیزاین شوی دی، چې تر ۱۵۰۰ کیلومټرو پوري د خپلې خولۍ د لېږدولو وړتیا لري.

د هند د حکومت د خبرپاڼې له مخې، د دغه هېواد پوځ د اوډیشا په سواحلو کې د عبدالکلام په ټاپو کې د اوږد واټن هایپرسونیک توغندی ازموینه کړې ده.

د رویټرز په وینا، د دې راکټ بریالۍ ازموینه دا په ډاګه کوي؛ هند د پوځي پرمختګ په برخه کې یو مهم پړاو ته رسیدلی او اوس د هغو هېوادونو په کوچنۍ ډله کې دی، چې دا ډول پرمختللې ټکنالوژي لري.

اوس مهال په ځینو هېوادونو لکه هند کې له غږ د چټکو وسلو د ترلاسه کولو لپاره نړیوالې هڅې روانې دي او هڅه کوي، چې د چین، روسیې او امریکا په څېر هېوادونو ته نږدې شي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

عباس عراقچي په م.م کې د ایران له سفیر سره د ایلان ماسک لیدل رد کړل

هغه د شنبې پر ماښام (د لړم شپږویشتمه ) په يوه پروګرام کې ویلي، چې له ایلان ماسک سره هیڅ یوه ایراني چارواکي لیدلي ندي او دا موضوع یې د امریکایانو خبر جوړول یادکړي دي.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ملګرو ملتونو کې د دې هېواد له سفیر سره د ایلان ماسک د لیدلو په اړه د امریکايي رسنیو راپورونه رد کړل.

هغه د شنبې پر ماښام (د لړم شپږویشتمه ) په يوه پروګرام کې ویلي، چې له ایلان ماسک سره هیڅ یوه ایراني چارواکي لیدلي ندي او دا موضوع یې د امریکایانو خبر جوړول یادکړي دي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران اسلامی جمهوریت له استازی سعید ایرواني سره د ایلان ماسک د کتنې خبر لومړی نیویارک ټایمز خپور کړ او څرګنده یې کړه، چې دواړو لوریو د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ کمولو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

عراقچي زیاته کړې: یقیناً د اسلامي جمهوریت هیڅ یو سفارت او دفتر به له همغږۍ پرته دا ډول غونډې ترسره نکړي.

څو ساعته مخکې د ایران دولتي خبري سرچینې ایرنا لیکلي وه، چې د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي نه یوازې دا ناست رد کړې، بلکې د امریکایي رسنیو د دې پوښښ په اړه یې حیرانتیا هم څرګنده کړې ده.

دا تردیدونه په ملګرو ملتونو کې د ایران له سفیر امیر سعید ایرواني سره د ایلان ماسک د کتنې د خبرونو له پراخ پوښښ وروسته خپاره شوي دي.

د دې ناستې خبر لومړی د پنجشنبې پر ورځ (د لړم پر څلیریشتمه ) نیویارک ټایمز د ځینو ایراني چارواکو پر حواله خپور کړ، چې د دواړو لوریو د خبرو تمرکز د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د کمولو پر څرنګوالي و.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!