تازه خبرونه
یو شمېر افغانان په ناسم تعبیر هېواد پریږدي- غني
له سوریې وروسته افغانستان دوه یم هېواد دی،چې امریکایياو اروپایی هېوادونو ته یې ډېر وګړي تللي دي او تېر کال یوازې آلمان ته له یوسلو پنځوس زره ډېرافغان پناه غوښتونکي رسیدلي دي.
ولسمشر غني بهر ته د افغانانو د تګ علتونه پرافغانستان تپل شوې جګړه، د نړیوالو ځواکونو وتل او د هغوی قراردادیان بولي.
له بي بي سي سره په مرکه کې ښاغلی غنی وایي، شاوخوا یو میلیون افغانانو اروپایی او امریکایی هېوادونو ته مهاجرت کړی دی.
ولسمشر محمد اشرف غني په ډاګه کړې، چې له پوځي اکادمي څخه پېنځه سوه نهه څلویښت نرینه او ښځینه محصلین فارغ شوي اوله هېواده یې د دفاع ژمنه کړې ده. پرنورو کسانو،چې مونږ سلګونه میلیون دالر لګولي؛غواړي د لږ فشار له امله هېواد پردیږي. تاسو که غواړئ،چې یو هېواد ولرئ، باید اراده ولرئ. آیا بل ځای غوره دی.
ولسمشر غني اروپا ته د افغانانو سفر د ناسم تعبیر له مخې بولي او له افغانانو غواړي،چې د ګواښونو په وړاندې ودریږي او د ژوند لپاره مبارزه وکړي.
هغه په بشپړ ټینګار وویل، چې افغانان اروپایی هېوادونو ته سفر په خپله خوښه او اراده کوي، هغویله لس تر دېرش زره دالر لګوي؛هغوي خپلې کورنۍ هلاکوي، چې دا سفر سرته ورسوي. دغه سفرونه د ناسمو تعبیرونو پر بنسټ کیږي. مونږ تر برید لاندې یو، آیا مونږ د خپل ژوند له پاره مبارزې ته دریږو یا،چې خپل بار تړو او ځو؟ هېوادونه نه شي کولی،چې د تېښتې پر هڅې ژوندي پاتې شي. زه له هغوی سره هیڅ خواخوږي نه لرم. زما موخه دا ده،چې زمونږ خلک باعزته او له هیلو ډک ژوند وکړي.
ولسمشر غني وایي، القاعده شبکه اوس هم په بشپړ ډول ژوندۍ ده، داعش ډله په افغانستان کې فعاله ده او په زیات شمېر پاکستاني طالبان هېواد ته راغلي دي.
هوکې! مونږ د جګړې په حال کې یو، خو په کورنۍ جګړه کې نه یو. له بده مرغه القاعده په ژوره تیاره کې ولاړه ده؛خو په بشپړ ډول ژوندۍ ده. داعش ډله دغلته فعاله ده.
دا په داسې حال کې ده،چې ولسمشر غني په تېرو پېنځلس کلونو کې د نړیوالو د میلیاردونو دالرو مرسته د مفسدو بنسټونو د جوړیدو عامل بولي او زیاتوي؛یوه ناوړه پایله یې دا ده،چې د څه باندې یو څلویښت سلنه کسانو ژوند د بېوزلۍ تر کرښې لاندې دی.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ