Connect with us

تازه خبرونه

چین په اقتصادي، سوداګریزو او بشري مرستو کې د همکاریو ژمنه وکړه

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر ژاوشینګ، د افغانستان پکتيکا، هرات او نورو زیانمنو شویو سیمو ته د مرستو یادونه وکړه او په بشري مرستو کې یې د خپل هېواد ژمنتیا تازه کړه.

خپور شوی

د

له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې چارسمبالي نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د چین له سفیر ژاوشینګ او مل پلاوي سره ولیدل او د زیانمنو افغانانو لپاره یې د بشري مرستو په اړه د همکاریو ژمنه وکړه.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر ژاوشینګ، د افغانستان پکتيکا، هرات او نورو زیانمنو شویو سیمو ته د مرستو یادونه وکړه او په بشري مرستو کې یې د خپل هېواد ژمنتیا تازه کړه.

نورالدین ترابي د چین ولسي جمهوریت له مرستو د مننې تر څنګ ویلي؛ افغانستان او چین ملګري هېوادونه دي او چین د هغو لومړنیو هېوادونو څخه دی، چې د سوداګریزو برخو ترڅنګ یې له اسلامي امارت سره بشري مرستې هم روانې ساتلې دي.

نورالدین ترابي وایي، چې زمونږ فعالیتونه تر ډېره بې‌وسو او زیانمنو خلکو ته ځانګړي شوي دي.

له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې سرپرست د چین هېواد د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د یادونې تر څنګ په تخنیکي، ټرانسپورټي او نورو اړینو برخو کې هم له همکاریو مننه وکړه.

ویل کیږي، چې دواړو لوریو په ټولو برخو کې په ځانګړي توګه د پېښو مدیریت په اړه د نورو ډېرو همکاریو او همغږۍ په اړه ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

په هلمند کې څه باندې شپږ زره کيلوګرامه نشه‌يي توکي وسوځول شول

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغه شپږ زره کيلوګرامه نشه‌يي توکي د هلمند له بېلابېلو سيمو څخه راټول شوي دي.

Published

on

د هلمند امنيه قومندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت ويلي، چې په تېرو شپږ مياشتو کې يې څه باندې شپږ زره کيلوګرامه نشهيي توکي راټول او سوځولي دي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغه شپږ زره کيلوګرامه نشه‌يي توکي د هلمند له بېلابېلو سيمو څخه راټول شوي دي.

د دې ولايت د امنيې قومندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت چارواکي وايي، چې په دغو توکو کې ٤٠٠ کيلوګرامه هيرويين، ٤٥٢ کيلوګرامه شيشه، ٥٣٧ کيلوګرامه ترياک شته، چې د ساتنې او خرڅلاو پر تور ورسره ۲۹۱ کسان هم نیول شوي دي.

د هلمند ولايت يو شمېر اوسېدونکي له پوليسو غواړي، چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي او د نشه‌يي توکو پلورونکي محاکمه کړي.

د هلمند پولیس وايي، د دې ولایت په مرکز لښکرګاه ښار او نورو ټولو ولسوالیو کې د کوکنارو د کروندو د اړولو چاڼیز عملیات روان دي.

هلمند په تېرو وختونو کې د نشه‌يي توکو له ټولیز تولیدونکیو څخه ګڼل کېده او د نشه‌يي توکو د کښت له منع کېدو وروسته یې د کښت کچه ​​نږدې صفر ته رسېدلې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

یو افغان په امریکا کې د ټاکنو پر ورځ د ترهګریز برید د ترسره کولو پر تور ونیول شو

د امریکا عدلیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ توحیدي او د هغه ملګری، چې یو تنکی ځوان دی غوښتل د فیسبوک له لارې د خپلې کورنۍ شتمنۍ وپلوري. یوې محرمې سرچینې د FBI پر سپارښتنې له دوی سره اړیکه ونیوله، چې وګوري آیا دوی اوس هم د کمپیوټر پلورلو ته اړتیا لري او که نه.

Published

on

د امریکا عدلیې وزارت د سې‌شنبې پر ورځ ( د تلې اووه‌لسمه / د اوکتوبر اتمه ) ویلي، چې یو افغان د امریکا د ټاکنو پر ورځ ( د نومبر پېنځمه ) د هرهګریز برید د ترسره کولو پر تور نیول شوی دی.

دې وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي؛ نصیر احمد توحیدي ۲۷ کلن دی او پلان یې درلود، چې د ټاکنو پر ورځ د داعش تر نامه لاندې ترهګریز برید ترسره کړي.

د خبرپاڼې له مخې؛ توحیدي د داعش د ملاتړ او پر امریکا د برید د پلان جوړولو پر تور نیول شوی دی. هغه غوښتل، چې د خپلې کورنۍ شتمنۍ وپلوري، د خپلې کورنۍ غړي بهر ته ولېږدوي او د کلاشینکوف وسلو او مهماتو پر مرسته ترهګریز برید ترسره کړي.

د امریکا لوی درستیز جنرال مریک ګارلنډ په دې خبرپاڼه کې ویلي: مونږ به د هغه ګواښ پر وړاندې خپله مبارزه روانه ساتو، چې داعش او ملاتړي یې د امریکا ملي امنیت ته رامنځته کوي.

په دې خبرپاڼه کې د امریکا د څېړنیزې فډرالي ادارې (FBI) د مشر کریسټوفر رې د څرګندونو له مخې ویلي؛ داسې ښکاري، چې تورن زمونږ په هېواد کې د ټاکنو پر ورځ د تاوتریخوالي د رامنځته کولو لپاره پر داعشي انګېزې هڅېدلی وي.

دې امریکايي چارواکي دا هم ویلي، چې د ترهګرۍ له ګواښ سره مبارزه اوس هم د اف بي آی لومړیتوب دی.

دغه راز هغه د امریکا د امنيتي او کشفي افسرانو د کړنو د ستاينې پر مهال وويل، چې د توحيدي پلان مخکې له دې، چې چا ته زيان ورسوي؛ شنډ شو.

د امریکا عدلیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ توحیدي او د هغه ملګری، چې یو تنکی ځوان دی غوښتل د فیسبوک له لارې د خپلې کورنۍ شتمنۍ وپلوري. یوې محرمې سرچینې د FBI پر سپارښتنې له دوی سره اړیکه ونیوله، چې وګوري آیا دوی اوس هم د کمپیوټر پلورلو ته اړتیا لري او که نه.

د FBI دغه سرچینه پوهیږي، چې توحیدي او ملګری یې د یوې نوې دندې لپاره کمپیوټر ته د وسلو د پېر و پلور لپاره اړتیا لري. په پای کې دا اړیکه توحیدي هڅوي، چې د اف‌بي‌آی له محرمې سرچینې سره د اوکلاهوما په یوه لویدیځ کلیوالي ځای کې د وسلو د ازموینې لپاره وګوري.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ توحیدي او له هغه سره مل کم عمره ځوان دوه کلاشینکوفونه، ۱۰ شاجورونه او ۵۰۰ مرمۍ وپېرلې او په دې توګه د وسلو او مهماتو له ترلاسه کولو وروسته توحیدي او ملګری یې ونیول شول.

په ثبت شویو اړیکو کې توحیدي ښکاره ویلي، چې د هغه برید د ټاکنو پر ورځ پلان شوی و.

له نیول کیدو وروسته د پوښتنو ګروېږنو پر مهال هغه تائید کړه، چې د برید موخه یې یوه ګڼه ګوڼه وه او تمه مو دا وه، چې د "شهیدانو" په توګه ساه ورکړي.

توحیدي، چې د داعش پر ملاتړ تورن دی؛ ښايي پر ۲۰ کاله بند او د فډرالي جرمونو یا د تروریزم په کړنو کې د وسلو د ترلاسه کولو لپاره پر ۱۵ کاله اضافي بند محکوم شي.

ویل کیږي د جرمي قضیې د اسنادو له مخې، توحیدي د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر پرنهمه د کډوالۍ پر ځانګړې ویزه امریکا ته راغلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په پنجشېر کې د زندان جوړولو چارې پيل شوې

د پنجشېر والي محمد اغا حکيم په دې اړه جوړو شويو مراسمو ته ويلي، چې دغه زندان به د بهارک بازارک په يوولس جريبه ځمکه کې د ١٢ ميليون او ٩٠٠ زره افغانيو پرلګښت جوړ شي.

Published

on

د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست ويلي، چې نن (دوشنبه د تلې شپاړلسمه) سيمه‌ييزو چارواکو په بازارک کې د دغه ولايت د مرکزي زندان د بنسټ ډبره کېښوده.

د پنجشېر والي محمد اغا حکيم په دې اړه جوړو شويو مراسمو ته ويلي، چې دغه زندان به د بهارک بازارک په يوولس جريبه ځمکه کې د ١٢ ميليون او ٩٠٠ زره افغانيو پرلګښت جوړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ لومړی د پنجشېر مرکزي زندان څلور دیواله، امنيتي برجونه او د اوبو رسولو سيسټم جوړیږي او په راتلونکي کال کې به د بنسټیزو ودانیو پر جوړولو کار پيل شي.

ویل کیږي، چې دغه زندان به د زرګونه بندیانو د ځایېدو وړتیاوې ولري.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!