Connect with us

تازه خبرونه

په کابل کې د پوځي روغتون مخې ته زورورو چاودنو ښار ولړزاوه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۱۱, ۱۴۰۰)

د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي د سې شنبې پر ورځ د سردار محمد داوود خان پوځي روغتون مخې ته د چاودنې رامنځته کېدل تائید کړي.

قاري خوستي په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل؛ خو عيني شاهدانو ویلي، چې په ۴ چاودنو کې يو ۱۵ کسان وژل شوي او ۳۴ ټپيان دي.

چاودنه د کابل پر وخت نن له غرمې وروسته ۱:۳۰ رامنځته شوې ده.

عیني شاهدانو ویلي، له چاودنې وروسته بریدګر د روغتون ودانۍ ته ننوتل او د ډزو غږونه واورېدل شول.

د راپورونو له مخې، یوه بریدګر د دروازې مخې ته ځان چولی او نورو ته یې مخه خلاصه کړې ده.

د کابل ایمرجنسي روغتون  څرګنده کړې، چې د پېښې له ځایه ۹ ټپیان ورلېږدول شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت ندی منلی.

دا درېیم ځل دی، چې دغه مرکز په نښه کیږي.

د ۲۰۱۱ زېږدیز کال په مې میاشت کې د روغتون مخې ته یو زورور بم وچاودید، چې ۶ کسان یې ووژل او ۲۶ نور یې ټپیان کړل، د ۲۰۱۷ کال په مارچ میاشت کې هم د یوې وسلوالې ډلې لخوا برید وشو، چې ځینو یې د روغتون سپینې جامې اغوستې وې. هغه مهال د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۰۰ ډېر و او لسګونه نور هم  ټپیان ول. د اسلامي دولت خراسانۍ څانګې (داعش) د پېښې پړه منلې وه.

کمپاین- مرستې ته سترګې پر لاره!

د خپلو نغدي مرستو لپاره لاندې اوبپاڼې ته ورشئ.

www.helpafg.org

آریانا نیوز او آریانا نړیوالې ټلویزیوني شبکې؛ د بیات بنیاد له دې نوښته، چې په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د برابرولو لپاره بسپنې راټولوي، هر اړخیز ملاتړ کوي.

مونږ د بیات بنیاد د رسمي رسنیز همکار په توګه له تاسې د مرستې غوښتنه کوو، چې دا بنسټ وکولی شي په دې سخت وخت کې د افغان اړمنو کورنیو ته خواړه چمتو کړي.

که له کومې ستونزې سره مخ شوئ پر لاندې برښنا لیک اړیکې ونیسئ:

info@bayatfoundation.org

تازه خبرونه

په بدخشان ولایت کې ماین چاودنې ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

کورنیو چارو وزارت تائید کړې، چې په بدخشان ولایت کې د یوه نښلېدونکي ماین په چاودنه کې ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: له بده مرغه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د بدخشان ولایت د فیض‌آباد ښار د جوزون په اړوند سیمه کې پر موټرسایکل نښلول شوي ماین چاودنه کړې ده.

د عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ دغه ماين هغه مهال چاودنه وکړه، چې د پوليسو د موټرو یو کاروان له ياد سړک څخه د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لپاره له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و.

ده زياته کړې، چې دغه پېښه د پوليسو تر څېړنې لاندې ده.

تر اوسه کومې ډلې یا شخص د دې پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د سې شنبې پر ورځ خراسان او سرخ پوشان لوبډلو لوبه وګټله

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د سې شنبې پر ورځ ( د غویي اتلسمه) د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ د سیالیو په پېنځه دېرشمه لوبه کې د خراسان فاریاب لوبډلې کابل استقلال لوبډلې ته ۱ د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.

د خراسان فارياب لوبډلې لوبغاړي فريد احمد يو ګول وواهه او د ميدان غوره لوبغاړی ونومول شو.

دغه راز په شپږدېرشمه لوبه کې سرخ پوشان خوافې لوبغاړو سرسبز یاشلر لوبډلې ته ۴ پر۱ ماتې ورکړه.

حبيب الله هوتک او اميد رجبي د سرخپوشانو لوبغاړو ګولونه وکړل او حبيب الله هوتک هم وتوانېد، چې د ډګر د غوره لوبغاړي نوم خپل کړي.

د نن چارشنبه د ثور نولسمه د غرمې ۱:۳۰ ابو مسلم فراه او عدالت فراه او له غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې  میوند او جوانان واحدي لوبډلې سره مخ کېږي.

د يادونې ده، چې دغه سيالۍ له آريانا ټلويزيون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کارول کیږي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د افغانستان ملي دفاع وزارت د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ ادعا، چې په پاکستان کې پر چینايي اتباعو وروستی برید د افغانستان له خاورې پلان شوی و، له حقیقته لرې بولي او پر کلکه یې ردوي.

عنایت الله خوارزمي وایي، چې داعش له پاکستان څخه د افغانستان خاورې ته را اوښتي او موخې یې له هغه ځایه تنظیم شوې دي.

د دفاع وزارت ویاند دا هم په ډاګه کړې، چې پاکستان باید دغو کړنو ته پخپله ځواب ورکړي.

د ملي دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي ويلي، د خيبر پښتونخوا په يوه سيمه کې، چې د پاکستان د پوځ تر امنيتي پوښښ لاندې ده؛ د چينايي وګړو وژل کېدل د امنیتي بنسټونو خپله کمزوري ده او یا هم له بریدګرو د دوی د همکارۍ ښکارندویي کوي.

ویل کیږي، چې اسلامي امارت په دې اړه چین ته ډاډ ورکړی او دوی هم په دې خبره پوه شوي، چې افغانان په داسې مسایلو کې ښکېل ندي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!