(Last Updated On: لړم ۶, ۱۴۰۰)د رویټرز د څرګندونو له مخې د پنجاب د پولیسو مشر راو سردار علي خان پرون ویلي، چې د اسلامپالو له تاوتریخوالي څخه په ډک لاریون کې څلور پولیس افسران وژل شوي او لږ تر لږه ۲۶۳ نور ټپیان دي.
رویټرز د چارواکو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ د لاهور ختیځ ښار ته نږدې د یوې اسلامپالې وسلوالې ډلې فعالانو د سپکو فرانسوي کارټونونو د بیا خپراوي پر ضد په یوه مظاهره کې له امنیتي ځواکونو سره نښته کړې ده.
د پنجاب د پولیسو ویاند د چارشنبې پر ورځ ویلي، نښته د لاهور ښار د شیخوپورې په یوه لویه لار کې د پولیسو او تحریک لبیک د اسلامپالو په یوه لاریون کې هغه مهال رامنځته شوه، چې دې ډلې د پلازمېنې اسلام آباد پر لور پر لاریون غزولو ټینګار کاوه.
پولیسو ویلي، چې د تحریک لبیک فعالینو پر تومانچه او اټووماټیکو وسلو په ګډون پر امنیتي ځواکونو ډزې کړې دي.
د پنجاب پولیسو مشر جنرل راو سردار علي خان ویلي؛ څلور افسران وژل شوي او لږ تر لږه ۲۶۳ نور ټپیان دي.
د تحریک لبیک ویاند ویلي، چې په نښته کې د دې ډلې یو شمېر فعالانو ته هم مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د تحریک لبیک په زرګونه فعالانو د جمعې له ورځې راپدیخوا د پاکستان تر ټولو لویه لار تړلې او د فرانسې د طنزیه مجلې لخوا د پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم د انځورونو د لړۍ د خپریدو له کبله د خپل مشر سعد رضوي د خوشې کیدو او د فرانسې د سفیر د شړلو غوښتنه کوي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ له څو ورځو له تاوتریخوالی وروسته، چې د تېرې اوونۍ په نښته کې درې پولیس افسران ووژل شول.
کورنیو چارو وزارت د تروریزم ضد قوانینو لاندې د امنیت ټینګښت په موخه رنجرز نومي نیمه پوځي ځواک د ګمارلو امر وکړ، د ۶۰ ورځو لپاره به خپله دنده ترسره کوي.
د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد خبریالانو ته ویلي، ما دوی ته دا اختیار ورکړی، چې د پنجاب په هر ځای ته لاړ شي او له تحریک لبیک هم غواړي، چې: مهرباني وکړئ شاته ولاړ شئ.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا له ۲۰۱۷ زېږدیز کال راپدیخوا په ټول پاکستان کې د دې ډلې درېیم لوي لاریو او اعتراض دی، چې د اړوند فرانسوي کاریکاټورونو په اړه، چې مسلمانان یې د اسلام سپکاوی ګڼي ترسره کیږي.
فرانسوي مجلې شارلي ابډو په لومړي ځل دغه کارتونونه پر ۲۰۰۶ زېږدیز کال خپاره کړل او بیا تېر کال په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې د دوی پر دفتر د اسلامپالو وسلوالو د خونړي برید د محاکمه کولو پر ویاړ خپاره شول.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري ویلي، حکومت به پلازمېنې اسلام آباد ته د اسلامپالو د ننوتو د مخنیوي لپاره له زور څخه کار واخلي.
هغه خبریالانو ته ویلي: مونږ پرلویه لار د دوی د مخنیوي لپاره کانټینرونه ځای پر ځای کړي او تر دې دمه مو زغم ښودلی؛ خو حکومتي واک ننګول نور نشي زغملای.