تازه خبرونه
په هلمند کې ۳۵ زره کسان بې کوره شوي – یوناما
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) په جګړو کې له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي، چې د ملکي وګړیو ساتنه وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې له وروستیو نښتو په لسګونه زره خلک بې ځایه شوي دي.
ملګرو ملتونو د هلمند د کړکېچ او جګړې په اړه په ډاګه کړې، چې په زرګونه خلک د جګړو له امله بې ځایه شوي او حیاتي روغتیايي خدمات یې ګډوډ کړي دي.
دغه راپور، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر لخوا خپور شوی ښیي، چې د ملګرو ملتونو ډلې په جګړه ځپلو سیمو کې د بشري وضعیت ارزولو لپاره ګمارل شوي دي.
سربیره پردې دوی خبرداری ورکړ، چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده او که پاملرنه ونشي؛ د ولایت مرکز (لښکرګاه) د سقوط لامل بشي.
د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر ویلي، چې د نهر سراج، بولان، باباجي، نادعل ، مارجې او ناوې بارکزۍ ولسوالۍ د جګړو له امله زیانمنې شوې دي.
له راپورونو سره سم کندهار ولایت ته نږدې د میوند ولسوالۍ برخې هم د جګړو له کبله اغېزمنې شوې دي.
ځایی چارواکو راپور ورکړی، چې په لښکرګاه کې ۳۵۰۰۰ کسان (۵۰۰۰ کورنۍ) بې ځایه شوي. په داسې حال کې، چې روغتیایي چارواکو د سلګونه تلفاتو راپور ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د مرستو دوه ډلې د بې ځایه شوي وضعیت ارزوي او راپور ښیې، چې ۵۰۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي او د خوراکي توکو لکه اوبو، خواړو او لنډمهاله سرپناه ته بېړنۍ اړتیا لري.
د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي: په ځینو سیمو کې برښنا او مخابرات پرې شوي، چې د مرستندویه ادارو وړتیاوو ته زیان رسوي.
ملګرو ملتونو دا هم ویلي، چې د هلمند والي د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې له ادارې څخه غوښتنه کړې، چې په دې ولایت کې له بې ځایه شویو سره مرسته وکړي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ