د هوا حالاتو بدلونونه
په هلمند ولایت کې هوا بېساري توده ده
د هلمند پولیسو له خلکو غوښتي، چې له یوې سیمې څخه بلې ته په ځانګړي توګه له شګلنو سیمو څخه د تېرېدو پر مهال له ځان سره پوره اوبه ولري.
په هلمند ولایت کې سیمهییزو چارواکو ويلي، چې په هلمند ولایت کې هوا ورځ تر بلې تودیږي او اوسمهال د تودوخه د سانټي ګراد ۴۸ درجې ده.
سیمهییزو چارواکو له خلکو غوښتي، چې په دې اړه پاملرنه ورته اړینه ده.
خلک ځان سړولو ته د لامبو لپاره سیندونو ته ځي، چې تر دې د لامبو وهلو له کبله اووه کسان ډوب شوي او مړه شوي دي.
د هلمند پولیسو له خلکو غوښتي، چې له یوې سیمې څخه بلې ته په ځانګړي توګه له شګلنو سیمو څخه د تېرېدو پر مهال له ځان سره پوره اوبه ولري.
د هوا تودېدو د دغه ولايت اوسېدونکي اندېښمن کړي؛ ځکه په دې ولايت کې اسانتياوې هم ډېرې لږ دي. د دې ولایت اوسېدونکي له کورنیو غواړي، چې ماشومان په ژورو سیندونو کې لامبو وهلو ته پرېنږدي.
شونې ده، چې په راتلونکیو ورځو او اوونیو کې د هلمند هوا نوره هم توده شي؛ چارواکو له خلکو غوښتي، چې له خپلو ماشومانو ښه ساتنه وکړي.
اړوند خبرونه:
په کابل کې د هوا پېژندنې یوه وسیله پرانیستل شوه