د هوا حالاتو بدلونونه
په غزه کې جګړې د ژوندانه چاپېریال زیانمن کړی – ملګري ملتونه
د دغه راپور له مخې، چاودېدونکيو وسلو څه نا څه ۳۹ میلیون ټنه کثافات تولید کړي دي.
ملګرو ملتونو پر چاپېریال د جګړې د اغېزو په اړه په خپل راپور کې ویلي؛ په غزه کې جګړې د سیمې خاوره، اوبه او هوا ککړه کړې، د حفظ الصحې سیسټمونه ویجاړ شوي او په سلګونه ټنه چاودیدونکي توکي راټول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام لومړنۍ ارزونه ښیي، چې جګړې په غزه کې د اوبو د چاڼولو او د فاضله اوبو، لښتیو پاکولو سیسټمونه او د لمریزې برښنا پر تاسیساتو پانګونه زیانمنه کړې او د پرمختګونو مخه یې نیولې ده.
د دغه راپور له مخې، چاودېدونکيو وسلو څه نا څه ۳۹ میلیون ټنه کثافات تولید کړي دي.
په راپور کې دا هم راغلي، چې د غزې د تړانګې په هر مټر مربع کې اوس له ۱۰۷ کیلو ګرامو څخه زیات کثافات شتون لري، چې د ۲۰۱۷ کال د عراق د موصل د جګړې پرمهال د تولید شویو کثافاتو پېنځه چنده ډېر دي.
دې ته ورته خبرونه:
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د اوربند له طرحې ملاتړ وکړ
د امنیت شورا پرېکړه لیک په غزه کې د نسلي وژنې د پای ته رسولو لپاره لومړی ګام دی- اسلامي امارت