Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په زابل كې پوليسو دوه ملکي وگړي وژلي او څلورټپیان دي

خپور شوی

د

د زابل په مرکزقلات کی يو ستر لاريون هغه مهال تر سره شو، چې  پولیسو غوښتل د بهرنيانو په ملاتړ د درې وسله والو طالبانو مړي د پېژندنې په موخه له قبرونو راوباسي. د زابل امنیتي چارواکي وایي، چې: تېره ورځ بهرنیو ځواکونو د طالبانو د یوه سيمه يیز كوماندان په گډون درې کسه ووژل. د آريانا راډيو – ټلويزيون خبريال بشیراحمد فیضان په رپوټ كې راغلي، چې: لاریون د جمعې په ورځ د زابل په مرکز قلات کې وروسته له هغې ترسره شو، چې دوى دوه وسله وال طالبان، چې تېره ورځ د بهرنیو ځواکونو لخوا وژل شوي وه، له قبرونو د هویت پېژندنې په موخه راوباسي. د زابل امنیه كوماندان الهام وایي: یادو کسانو د دوى زیات پولیس وژلي وه، چې دوى هغوی د هویت پېژندنې په موخه له قبرونو راویستل، خو په غبرگون کې پرې د سیمې د خلکو مظاهره پیل شوه. الهام وایی: لاریون کوونکيو له ځان سره وسلې هم درلودي، چې پر پولیسو یې برید وکړ. الهام وايي: د پولیسوپه ځوابیه ډزو کې دوه کسه ووژل شول او څلورټپیان شول. د لاریون کوونکيو له ډلي څو کسو رسنیو ته وویل، چې: په لاریون کی هیڅ یوه کس وسله نه درلوده او یوازې د پولیسو لخوا ورباندې ډزې کیدې. دوی وایي: مونږ په یوه اسلامي ټولنه کې ژوند کوو او د مړو را ایستل له قبرونوڅخه غیري اسلامي کاردي. ونیسي او پرې نږدې ، چې ناسمې پلټنې تر سره شي. په ورته وخت کې د دغه ولایت یو شمېرعلما هم د دغه کارمخالیفت کوي او وایی، چی د مړو را ایستل له قبرونو د خلکو احساسات راپاروي .دوي وایی، چې بشري ټولنې باید د دغه کارمخه ونیسي
Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

تازه خبرونه

د پاکستان په کورمه کې ۷ ورځني اوربند رامنځته شو

د منځګړي پلاوي غړی او د خیبر پښتونخوا ایالت ویاند محمد علي سیف رسنیو ته په خبرو کې ویلي؛ دواړو لوریو پر ۷ ورځني اوربند هوکړه کړې، چې په بهیر کې به یې د ښځو او ماشومانو هم په ګډون زندانیان خوشې او مړي هم تبادله شي.

Published

on

د خیبر پښتونخوا د کورمې په اړوند  سیمه کې شیعه او سني مذهبي ډلو د سیمه‌ییزو حکومتي ادارو او قومي مشرانو پر منځګړیتوب پر اووه ورځني اوربند هوکړه وکړه.

د منځګړي پلاوي غړی او د خیبر پښتونخوا ایالت ویاند محمد علي سیف رسنیو ته په خبرو کې ویلي؛ دواړو لوریو پر ۷ ورځني اوربند هوکړه کړې، چې په بهیر کې به یې د ښځو او ماشومانو هم په ګډون زندانیان خوشې او مړي هم تبادله شي.

ویل کیږي، چې دا جګړې پر مسافر وړونکیو موټرو د ناڅرګندو وسلوالو له برید وروسته پیل او په کې له ۶۷ ډېر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

ایران د جمعې پر ورځ په جنیوا کې له درې اروپایي هېوادونو سره خبرې کوي

د جاپان کیوډو خبري سرچینې د یکشنبې پر ورځ ( د لیندې څلورمه ) راپور ورکړې؛ ایران څو ورځې وروسته له هغې، چې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د تهران پر ضد پرېکړه لیک تصویب کړ؛ نو ایران و پتېیله، چې د خپل اټومي پروګرام په اړه د لیندۍ پر نهمه / د نومبر پر نهه‌ویشتمه په جینوا کې له درې اروپایي هېوادونو سره خبرې وکړي.

Published

on

د جاپان خبري سرچینې په جنیوا کې له درې اروپایي قدرتونو سره د ایران له خبرو اترو خبر ورکړی دی.

د جاپان کیوډو خبري سرچینې د یکشنبې پر ورځ ( د لیندې څلورمه ) راپور ورکړې؛ ایران څو ورځې وروسته له هغې، چې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د تهران پر ضد پرېکړه لیک تصویب کړ؛ نو ایران و پتېیله، چې د خپل اټومي پروګرام په اړه د لیندۍ پر نهمه / د نومبر پر نهه‌ویشتمه په جینوا کې له درې اروپایي هېوادونو سره خبرې وکړي.

ایران له دې پرېکړه لیک څو ورځې مخکې غبرګون وښود او د غني کولو لپاره یې د نورو سنټرفیوژونو د فعالولو اعلان وکړ.

د ایران یوه لوړ پوړي چارواکي د راتلونکې جمعې پر ورځ د دغې غونډې د ترسره کیدو له تائیدولو سره زیاته کړه: تهران تل پدې باور دی، چې اټومي مسئله باید د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي. ایران هیڅکله له خبرو اترو ‌‌ه نده کړې.

د جوبايډن د ولسمشرۍ پر مهال د ايران او امريکا ترمنځ د اټومي مسئلې په اړه په غير مستقيم ډول خبرې اترې شوې وې؛ خو دا خبرې تر اوسه کومې ځانګړې پايلې ته رسېدلې ندي.

په ۲۰۱۸ کال کې د ټرمپ ادارې له شپږ سترو قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال له اټومي هوکړې ووت او د ایران پر حکومت یې سخت بندیزونه ولګول، چې تهران یې په ځواب کې د دغه تړون د یورانیمو د غني کولو په ګډون د سنټرفیوژونو د شمېر د پراخولو له ځینو محدودیتونو سرغړونه وکړه.

په هرصورت، ټرمپ، د JCPOA د ویجاړونکي په توګه په سپتمبر کې د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي وه، چې مونږ باید یوې هوکړې ته ورسیږو؛ ځکه، چې پایلې یې د منلو وړ ندي او باید هوکړه وکړو.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د پاکستان په تازه مذهبي نښتو کې ۴۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی سیکرټر ندیم اسلم چوهدري ویلي؛ په قبایلي ضلع کې د وژنو وروستی پړاو د جمعې پر شپه هغه مهال پیل شو، چې وسلوالو د دې ولسوالۍ پر یوه کلي برید وکړ.

Published

on

د پاکستان د شمال لویدیځ په مذهبي تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی سیکرټر ندیم اسلم چوهدري ویلي؛ په قبایلي ضلع کې د وژنو وروستی پړاو د جمعې پر شپه هغه مهال پیل شو، چې وسلوالو د دې ولسوالۍ پر یوه کلي برید وکړ.

دغه ایالتي چارواکي زياته کړې: د تېرې شپې دا وژنه په پاراچنار سيمه کې د وسلوالو د بريد په غچ کې رامنځته شوې، چې له کبله يې لسګونه کسانو ته مرګ او ژوبله هم واوښته. په دغه ځوابي برید کې د پټرولو پمپ ته چاودنه هم ورکړ شوې، چې په کې عامه شتمنیو ته هم زیان اوښتی دی.

چوهدري ويلي؛ لوړ پوړي دولتي چارواکي به د دواړو غاړو له قومي مشرانو سره خبرې وکړي، چې روانې شخړې ورسره پای ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرې پنجشنبې راپدېخوا ۵۸ کسان وژل شوي دي. تېره اوونۍ په پاړه چنار کې د شیعه‌ګانو پر یوه بس د برید له کبله د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۴۰ کسان وژل شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!