تازه خبرونه
په افغانستان کې مو له ۵۴ زره څخه د ډېرو روږدو کسانو درملنه کړې
په افغانستان کې د روغتیا نړیوالې ټولنې استازې مینال ډیل وایي: له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۲۱ پورې په نړۍ کې پر مخدره توکو د روږدو کسانو شمېر له ۲۴۰ څخه تر ۲۹۶ میلیون کسانو ته لوړ شوی و. مونږ له خپلو شریکانو سره پر همکارۍ په افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې له یو شمېر مرکزونو سره هم مرسته کوو.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ويلي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنیدو راپدیخوا له ۵۴ زره څخه د ډېرو روږدو کسانو درملنه شوې ده.
د عامې روغتیا د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځ د نمانځغونډې پر مهال اعتیاد یوه جدي ټولنیره ستونزه وګڼله او په دې وايي، چې اسلامي امارت د نشهيي توکو د کښت، تولید او قاچاق د مخنیوي لپاره ډاډمن ګامونه پورته کړي او له تېرو دوه کلونو راپدیخوا یې په ۶۱ مرکزونو کې د ۵۴ زره او ۳۴۶ روږدو کسانو درملنه کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني زیاته کړې؛ اعتیاد یوه جدي ټولنیزه ستونزه ده، چې د مخنیوي لپاره یې باید زیاتې هڅې وشي.
دغه راز د کورنیو چارو وزارت چارواکو ويلي، چې په نشهيي توکو سل زره روږدي له درملنې وروسته بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیالۍ ويلي، چې دا مهال په ۱۲ مرکزونو کې ۱۵ زره روږدي کسان تر درملنې لاندې دي او له تېرو دوه کلونو راپدیخوا سل زره روږدي کسان له درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
د روغتیا نړیواله ټولنه وايي، دې ټولنې په افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې او له نشهيي توکو سره د مبارزې له بهیر ملاتړ کوي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوالې ټولنې استازې مینال ډیل وایي: له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۲۱ پورې په نړۍ کې پر مخدره توکو د روږدو کسانو شمېر له ۲۴۰ څخه تر ۲۹۶ میلیون کسانو ته لوړ شوی و. مونږ له خپلو شریکانو سره پر همکارۍ په افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې له یو شمېر مرکزونو سره هم مرسته کوو.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان له تېرو څو کلونو راپدیخوا د نشهيي توکو له مهمو تولیدونکیو هېوادونو څخه و؛ خو د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې د نشهيي توکو د کښت او تولید له منع کېدو سره په افغانستان کې د نشهيي توکو کښت ۹۵ سلنه کم شوی او اسلامي امارت پر ځلونو د بدیل کښت غوښتنه کړې؛ خو تر دې دمه هېوادونو په دې اړه ورسره همکاري نده کړې.
اړوند خبرونه:
په هرات کې څه باندې ۱۰۰۰ روږدي کسان له درملنې وروسته رخصت شول
په هرات ولایت کې به ۵۰۰ روږدو کسانو ته له رغېدو وروسته د کار زمینه برابره شي