سوداگري
په افغانستان کې له ۲۶۰۰ ډېر د کبانو فارمونه جوړ شوي
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت څرګنده کړې؛ په ټول هېواد کې د کبانو دوه زره شپږ سوه شپږ دېرش فارمونه جوړ شوي، چې په کال کې له ۱۰۰۰۰ مټریک ټن ډېره غوښه لیدوي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ هلمند، کندهار، ننګرهار، کندوز، روزګان، کونړ او هرات هغه ولایتونه دي، په هېواد کې د کب غوښې تولیدوونکي ګڼل کیږي.
شیرماهي، لقه ماهي، خال ماهي، طیاره ماهي، موري ماهي، قنات ماهي او مارماهي د افغانستان نوموتي کبان دي.
د کابل او نورو ولایتونو په بازارونو کې د تازه کبانو یوکیلو غوښه له ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانیو خرڅېږي.
د کرنې وزارت هر کال له ۸۰ څخه تر ۱۰۰ پورې د کب روزنې مرکزونه جوړوي.
د یادونې ده، چې یاد وزارت په دې وروستیو کې کب روزنې ته پام رااړولی او د پراختیا هڅې یې ترسره کوي.
سوداگري
د هېواد یو اهل هنود پانګوال په کانونو کې پانګونې ته لیواله شو
د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور له یوه اهل هنود پانګوال سره، چې د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره هېواد ته راستون شوی په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د دې وزارت په خبرپاڼه راغلي؛ یاد پانګوال پرون ( د کب اووهویشتمه ) له شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې د اسلامي امارت د هغې پرېکړې په اړه، چې د اهل هنود غصب شوي ملکیتونه راګرځوي خوښي څرګنده کړې او د افغانستان د سرب، جست، مرمر، ډبروسکرو کانونو په برخه کې یې پانګونې ته لیوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي د هېواد دکاني زیرمو په برخه د پانګونې په اړه د هغه له لیوالتیا هر کلی وکړ او څرګندوي: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، ټول اهل هنود د نورو وګړو په څېر د هېواد په کاني زیرمو او نورو ټولو برخو کې شریک دي او اهل هنود پانګوال د نورو پانګوالو په څېر کولی شي د اصولو او مقرراتو مطابق د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي. د کانونو او پټرولیم وزارت چمتو دی، چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
ویل کیږي، چې دواړو لورو پر ملي یووالي د ټینګار ډاډ څرګند کړ او هېواد ته یې د ټولو افغان پانګوالو راستنېدا اړینه یاده کړه.
سوداگري
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د تېلو چاڼخونو ته ځمکه ځانګړې کوي
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي د نفتو د چانخونو له مسوولینو سره په کتنه کې ویلي؛ که د تېلو د چاڼخونو مسوولین پانګونې ته چمتو شي، نو د تېلو او ګازو د صنعتي پارک د رامنځته کېدا لپاره به ورته ځمکه ورکړ شي.
په دې کتنه کې د تېلو د چاڼخونو مسوولینو د تېلو د چاڼ لپاره د ځمکې او له قشقري څخه د تېلو د استخراج په اړه خپلې ستونزې وړاندې کړې او وړاندیز یې وکړ؛ هغه ځمکې، چې په کې پانګونه شوې دوی ته په واک کې ورکړ شي او د قشقري له حوزې څخه دې استخراج شوي تېل له اوبو، سلفر او مالګې پاک شي.
نورالدین عزیزي د هېواد له خصوصي سکتور سره د اسلامي امارت او په ځانګړي توګه د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د همکارۍ او ملاتړ د اعلانولو پرمهال وویل: د چاڼخونو د ځمکې لپاره باید ګډه طرحه جوړه او دغه وزارت ته وسپارل شي او همدارنګه که د تېلو د چاڼخونو مسوولان د حیراتان په دوه لاري کې پانګونې ته چمتو شي؛ د تېلو او ګازو یو صنعتي پارک به جوړ او ځمکه به یې تر واک لاندې راولي.
همدارنګه د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د شته چاڼخونو د وړتیاوو پر لوړولو او د تېلو د کیفیت لوړولو تر څنګ د لویې چاڼخونې د جوړولو پر اړه د اقتصادي عالي کمیسیون پرېکړه ورسره شریکه کړه او څرګندوي، چې اسلامي امارت د خصوصي سکټور د زیانمېدو غوښتونکی ندی او دا د ملت او دولت پر زیان بولي.
سوداگري
د پاکستان سوداګرۍ وزارت مرستیال کابل ته راوبلل شو
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي د پاکستان سوداګرۍ له مرستیال وزیر محمد خرم سره په انلاین خبرو کې هغه ته د کابل د سفر بلنه ورکړه.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په خبرپاڼه کې، چې نن (دوشنبه د کب یوویشتمه) خپره شوې؛ راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو په تېرو دوه نیمو کلونو کې پر شویو پرمختګونو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې زیاتوالي، د سوداګریزو ستونزو حل، د ټرانزیټي خنډونو لرې کولو، د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو، د اړیکو پر رامنځته کولو، د دواړو هېوادونو د دولتي او خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو او د سیمه ییزو همکاریو زیاتوالي خبرې وکړې.
-
نړۍ5 days ago
د غزې پر یوه مرستندویه مرکز د اسرائیلو په هوايي برید کې ۲۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
-
لوبی4 days ago
راشدخان د ایرلینډ پروړاندې د ۲۰ آوریزو نړیوالو سیالیو لوبډلمشر شو
-
تازه خبرونه2 days ago
د هند د یوه پوهنتون په لیلیه کې پر لمونځ کوونکیو برید شوی
-
تازه خبرونه5 days ago
یوناما په افغانستان کې د مسایلو ارزونه له منفي اړخه کوي – ذبیح الله مجاهد
-
تازه خبرونه19 hours ago
په نوي تعلیمي کال کې دې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي – حامد کرزی
-
سوداگري5 days ago
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د تېلو چاڼخونو ته ځمکه ځانګړې کوي
-
تازه خبرونه5 days ago
د افغانستان امانت صندوق تر اوسه ۲۷۰ میلیون ډالر ګټه کړې – انوارحق احدي
-
نړۍ2 days ago
د آیسلینډ اورشېندنې یو ځل بیا سرراپورته کړ