تازه خبرونه
پر اوربند د خبرو اترو پړاو ندي رارسیدلي – طالبان
طالبانو ویلي، چې په دوحه کې د سولې روانې خبرې داسې یو پړاو ته ندي رسیدلي، چې پر اوربند خبرې وشي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، داکتر نعیم وردګ ګلف تایمز ته په مرکه کې ویلي؛ اوربند په افغانستان کې ډېر ارزښت لري، خو مونږ تر دې دمه دې پړاو ته رسیدلي نه یو. ان د خبرو اترو پر لوري لومړي ګامونه هم ندي پورته شوي.
هغه زیاته کړې، چې د خبرو دواړو لوریو تر دې دمه رسمي خبرې ندي پیل کړي. مونږ د اوربند پړاو ته نه يو رسیدلي. مونږ اوس د خبرو پر بهیر بحث کوو.
نعیم وردګ څرګنده کړې؛ مونږ تر دې دمه پر هغو مسلو بحث ندی کړی، چې خنډونه رامنځته کوي. زه هیله من یم، چې په خبرو کې پرمختګ وکړو.
په تېرو دوه میاشتو کې د تاوتریخوالي د چټک زیاتوالي او په هلمند کې د روانو بریدونو په اړه د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند ویلي، چې دا طالبان سولې او پخلاینې ته ژمن او رښتیني دي. مونږ له امریکا سره ۱۸ میاشتې خبرې وکړې او یوې پایلې ته ورسیدو. موږ به په هېواد کې د سولې د خوندي کولو لپاره هره لار وکاروو؛ مونږ پرمختګ ته هیله من یو.
نعیم وردګ د ښځو د حقونو او فقهې په اړه، چې ټاکل شوې په خپلمنځي خبرو اترو کې پرې خبرې وشي ویلي: مونږ تر دې دمه د خبرو اترو اجنډا نده ځانګړې کړې. یو ځل، چې اجندا ځانګړې شي؛ بیا کولی شو، د خبرو اترو د مسلو په اړه وغږیږو.
نوموړي زیاته کړې؛ مونږ وخت لرو او بیا هم ټینګار کوو، چې زموږ پالیسي د نورو هېوادونو په چارو کې مداخله نده. همدارنګه مونږ له نورو هېوادونو هم تمه لرو، چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونکړي.
نعیم وردګ په ډاګه کړې؛ طالبان هیله من دي، چې د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو وروسته هم د دوحې هوکړه پخپل ځای پاتې شي.
هغه زیاته کړې: مونږ له یوه کس سره نه، بلکې د امریکا له دولت سره په افغانستان کې د سولې د رامنځته کولو لپاره هوکړې ته رسیدلي یو. مونږ فکر کوو، چې امریکا د همدې هوکړې له مخې له افغانستان څخه د وتلو په لټه کې ده. دوی تړون د خپلو خلکو او خپل هېواد د د ؛ټو لپاره لاسلیک کړی. مونږ هیله لرو، چې ټول امریکایي سیاسي مشران به د سولې د راوستو د تړون پر ارزښت پوه شي او هیڅ شی بدل نشي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ