Connect with us

تازه خبرونه

پاکستان اوس هم د ترهګرو له ملاتړه لاس ندی اخیستی- امریکا

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان اوس هم د ترهګرو له ملاتړه لاس ندی اخیستی او په هغه هېواد کې خوندي پټنځایونه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې راغلي؛ د پاکستان حکومت ژمنه کړې وه، چې د افغانستان د سولې له بهیره به ملاتړ کوي؛ خو په خپله خاوره کې یې د ترهګرو په ځانګړې توګه حقاني شبکې په وړاندې اقدام ندی کړی.

په دې راپور کې ویل شوي، چې نه یوازې ایران د افغانستان او منځني ختیځ په ناامنیو کې لاس لري، بلکې حقاني شبکې او طالبانو ته اوس هم  پاکستان خوندي پناه ځای دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت دا هم په ډاګه کړې، چې د امریکا له فشارونو سره سره اوس هم پاکستان پر خپلو ژمنو عمل ندی کړی.

دغه وزارت څرګنده کړې، چې مونږ نور نه شو کولی په پاکستان کې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د طالبانو د پټنځایونو په اړه غلي پاتې شو؛ ځکه، چې دا ډلې سیمې او نورې نړۍ ته ګواښ دي.

سیاسي شنوونکی غلام محی الدین عبادي وایي، امریکا باید د وسلوالو په مخنیوي کې د افغانستان مرسته وکړي او د خوندي تګ راتګ مخه یې ونیسي.          

سیاسي شنوونکی عبدالرشید جانباز وایي؛ هغه اغېر، چې څو کاله وړاندې امریکا پر پاکستان لره؛ اوس ترې بې برخې شوی ده.        

پاکستان تل له امریکا او افغانستان سره په اړیکو کې په دوه ګوني چلند تورن شوی دی. که څه هم د عمران خان په مشرۍ نوي پاکستاني حکومت له افغانستان سره د همکاریو خبره کړې؛ خو په عمل کې څه نه لیدل کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې دونالد ترمپ په دې وروستیو میاشتو کې پر پاکستان فشارونه راوړي، چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي؛ خو دا فشارونه داسې ښکاري، چې بې پایلې پاتې شول.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!