تازه خبرونه
پاکستان طالبانو ته د جنګېدو لپاره خوندي مرکزونه جوړ کړي – ملي امنیت
د افغانستان د ملي امنیت ریاست سرپرست پر پاکستان تور لګولی، چې په خپلو ښارونو کې یې طالبانو ته نه یوازې د جنګېدو لپاره خوندي مرکزونه جوړ کړي، بلکې د نیابتي جګړې دنده یې هم ورکړې ده.
په افغانستان کې د تاوریخوالي لمن پراخه شوې او په جګړه کې هره ورځ لسګونه پوځيانو او ملکیانو ته مرګ و ژوبله اوړي.
د افغانستان د ملي امنیت سرپرست احمد ضیا سراج ويلي، چې په پاکستان کې د وسلوالو طالبانو خوندي مرکزونو دلته جګړه توده ساتلې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په پاکستان کې د طالبانو له خوندي مرکزونو هڅو له دغې ډلې سره د دوی مبارزه سخته او اوږده کړې ده.
احمد ضیا سراج څرګندوي؛ د افغانستان په اړه د سیمې استخباراتي دریځ ندی بدل شوی؛ له یوې خوا وسلوال طالبان سولې ته ژمن ندي او له بلې خوا په افغانستان کې نورو سخت دریځو ډلو ته یې د فعالیت زمینه برابره کړې ده.
نوموړی وایي: په کویټه، کراچۍ او پېښور کې د طالبانو امن مرکزونه دي، چې په خوندي توګه هره ورځ زمونږ د ننګولو لپاره ډاډمن پلانونه تر لاسه کوي او په پروګرامونو کې یې زمونږ خلک وژل کیږي. که د طالبانو مشرتابه په دې ښارونو کې خوندي مرکزونه نلرل؛ له بد برخلیک سره به مخ شوي وای.
هغه دا هم په ډاګه کړې، چې طالبانو له القاعده شبکې سره اړیکې ندي پرې کړي او هڅو یې په افغانستان کې نورو سخت دریځو ډلو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
سراج زیاته کړې؛ له بهرنیو تروریستانو سره د طالبانو اړیکې خوندي دي او تروریستي ډلې د یو او بل له ځواکمۍ ګټه پورته کوي، چې دې کار جګړه ډېره کړې او دا ډلې د ځانمرګو پېر و پلور هم کوي. د خلکو وژل، د ارزښتونو له منځه وړل او د نظام ړنګول د دې ډلو موخه ده.
د ملي امنیت سرپرست د څرګندونو له مخې د سولې په اړه د طالبانو ژمنه د باور وړ نده او وایي، چې که طالبانو د سولې نیت درلود اوس به مو له خبرو پایله تر لاسه کړې وه؛ ځکه، نو لیدل کیږي، چې سولې ته هیله من ندي او د خپلې خوښې له نظام پرته بل څه نه غواړي. که سولې ته ژمن وای تاوتریخوالی یې نه ډېراوه.
د ملي امنیت سرپرست په افغانستان کې د ثبات او سولې لپاره د سیمې د هېوادونو د ګټو پر همغږۍ ټینګار کوي او وایي، چې په دې توګه رښتینې هڅې او همکارۍ هوسا او ډاډمن چاپېریال برابروي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
نړۍ21 hours ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ