تازه خبرونه
ولسمشرغني په پاکستان کې پر سوله، سوداګرۍ او امنیت خبرې کوي
ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیرعمران خان دوه په دوه پر سولې او امنیت خبرې کړې دي.
پاکستان ته د ځینو سیاسي څېرو له سفر ۵ ورځې او له څلورکلن ځنډ وروسته ولسمشر اشرف غني د اسلام آباد پر فرش شوي سور فرش پښې کیښودي. داسې ښکاري، چې غني پاکستان ته تګ نه غوښته؛ ځکه د هغه هېواد د بهرنیو چاروله وزیر سره یې په کتنه کې مخکې لدې، چې له لومړي وزیر عمران خان سره وویني وویل، دی د مشورتي لویې جرګې د غړیو او خپلو خلکو په غوښتنه پاکستان ته راغی، چې د کابل – اسلام آباد اړیکې بېرته روغې شي.
پاکستانيو رسنیو ویلي؛ سیاسي، سوداګریز او اقتصادي مسایل د دوه اړخیزې لیدنې د اجنډا برخې دي. ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د ولسمشر د سفر د اجنډا مسایل د دوه اړخیزو اړیکو ښه والی، د سولې په ټینګښت کې همکاري او سوداګریزې چارې دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ څرګنده کړې، چې ولسشمر غني له پاکستان څخه د سیمه ییز اتصال په برخه کې د همکاریو غوښتنه کړې او هیله لري چې پاکستان داځل مثبت رول ولوبوي.
د حزب اسلامي متحد افغانستان مشر وحیدالله سباوون ویلي، چې د اشرف غني د سفر پرېکړې به ونه منل شي؛ ځکه اوس یې قانوني وخت ندی.
اسلام آباد ته د ولسمشر غني د سفر څنډې او د پاکستانيو چارواکو چلند په کابل کې جنجالي کیږي؛ ځکه، چې د ولسمشر غني هرکلي ته د پاکستان د لومړي وزیر یو سلاکار ورغلی و.
په پاکستان کې پخواني دیپلومات احمد سعیدي ویلي، چې په هوایي ډګر کې اشرف غني ته تود ښه راغلاس ونه ویل شو او دا کار ښيي، چې د افغانستان په اړه د پاکستان په سیاست کې هیڅ راز بدلون ندی راغلی.
د افغانستان اسلامي نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني ویلي، چې پاکستان کولی شي هغه طالبان له افغانانو سره د سولې خبرو ته کینوي، چې تر اوسه حاضر شوي ندي له افغان حکومت سره وویني.
ولسمشر د پاکستان د لومړي وزیر په بلنه هغه هېواد ته په دوه ورځني سفر تللی، چې ورسره په دې سفر کې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د کورنیو چارو او مالیې وزارتونو چارسمبالي او د ملي امنیت لوی رییس ملتیا کوي.
افغان ولسمشر دغه راز په دې سفر کې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي سره هم لیدلي دي او د دغې لیدنې پرمهال، اشرف غني ويلي، چې په دې سفر کې د سولې مشورتي جرګې د غړیو له سپارښتنې سره سم د دواړو هېوادونو اړيکو ته به وده ورکړي.
اشرف غني تمه لري، چې لاهور ته هم سفر وکړي او په هغې سوداګریزې غونډې کې به برخه واخلي، چې د دواړو هېوادونو استازي په کې ګډون کوي.
په دې وروستیو کې، پاکستان د افغان سیاستوالو کوربه هم و او د لاهور ښار په مري کې یې د افغانستان د سولې پر بهیر او له طالبانو سره د پخلاینې په اړه خبرې اترې کړې دي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ