Connect with us

تازه خبرونه

ولسمشر ۱۴۰۰ لمریز روزنیز کال د ښوونځي د زنګ پر وهلو پیل کړ

خپور شوی

د

(Last Updated On: وری ۳, ۱۴۰۰)

ولسمشراشرف غني نن سې شنبه( د وري ۳) په کابل کې نوی ښوونیز کال د ښوونځي د زنګ پر وهلو پرانست.

جمهوررئیس غني د نوي تعلیمي کال د پرانیستې په مراسمو څرګنده  کړې؛ زه ښوونځي غواړم او هغه سوله غواړم، چې ټول افغانان په کې آزاد ژوند وکړي.

ولسمشر ډاډ حرګند کړ، چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې به ۱۱۱۷۳ د ښوونکیو پوسټونه اعلان او سیالۍ ته وړاندې شي.

ولسمشر وایي؛ زه سوله غواړم داسې سوله، چې مونږ په کې زغره وال ګاډي ته اړتیا ونلرو او دا وینه تویېدل باید ودریږیي او مونږ ټول باید د دې وینې تویېدو د مخنیوي لپاره ملي دریځ ونیسو.

دغه راز ولسمشر د ۱۴۰۰ لمریز ښوونیز او روزنیز کال په بهیر کې زمونږ یو میلیون ماشومان ښوونځي ته ځي او ۱۸۰۰ نوي ښوونځي به جوړ شي.

ولسمشرغني د ښوونکیو د معاشونو زیاتوالی هم اعلان کړ او په ډاګه یې کړه، چې دا زیاتوالی د کال له لومړۍ میاشتې د اجرا وړ دی او د کال له نیمایي څخه به پلی شي.

غني د مالیې له وزیر څخه هم وغوښتل، چې د ټيټ پوړیو مامورینو معاشونه هم لوړ کړي.

ولسمشر غني ۱۴۰۰ پېړۍ د افغانانو لپاره د کار، هڅې او نوښت پېړۍ بولي او وایي؛ سږکال مو د هېواد مطبوعاتو دا وړتیا موندلې، چې پر لومړي ځل په ټول هېواد کې د اړتیا وړ کتابونه چاپ او خپاره کړي.

د نوموړي ر څرګندونو له مخې؛ په هېواد کې د لومړي ځل لپاره خصوصي سکتور دا وړتیا تر لاسه کړې، چې کاغذ  تولید کړي.

هغ دا زیری هم ورکړ، چې روان کال به د افغانستان د ډیجیټل کیدو کال وي.

د افغانستان د ښوونې او روزنې پیاوړتیا نه یوازې د دولتي او خصوصي سکتور ملاتړ ته اړتیا لري، بلکې خلک هم باید د څارونکیو په توګه خپله دنده تر سره کړي.

ولسمشر اشرف غني دغه راز د سکتوري وزارتونو د څرګندونو له مخې ویلي، چې تېر کال ۷۳۲ ښوونځي جوړ او د پوهنې وزارت ته سپارل شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په تېرو وختونو کې ولایتونو ته سمې سرچینو وېش ناسم و او دا باید عادلانه  ووېشل شي.

ولسمشر له اړوند وزارتونو او ښوونکیو هم وغوښتل، چې د ښوونې او روزنې د بهیر کیفیت ته باید پاملرنه وشي.

ولسمشر غني ویلي، چې ۲ میلیون ماشومان، چې یوازې د ښوونځیو د کاغذ پر مخ لیکل شوي؛ خو ښوونځي ته نه ځي؛ دا یو ناورین دی.

دغه راز ولسمشر غني د روغتیا له وزارت څخه هم وغوښتل، چې د زدکوونکیو روغتیایي حالت ته پوره پاملرنه وکړي، چې خدای مه کړه که د کرونا درېیمه څپه رامنځته شي؛ ښوونه او روزنه مو پوره پاملرنې ته اړتیا لري.

مونږ په بشپړ ډول نړیوالې ټولنې ته درناوی کوو؛ خو هغه تجربه، چې د پلي کیدو ساحه ونلري؛ باید په پام کې ونیول شي.

ولسمشر غني د پوهنې وزارت په پیاوړي کولو کې د پوهنتون د غوره زدکوونکيو پر استخدام ټینګار څرګند کړ او له پوهنې وزارت یې وغوښتل، چې زدکوونکي شین حالت ته چمتو کړي او پر کورنیو یې هم غږ وکړ، چې د زرغونې فضا په رامنځته کولو کې پوره برخه واخلي.

ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې خپل له خوښیو ډک مهال ته داسې نغوته وکړه: په ارګ کې زما ترټولو ښه وخت هغه وخت دی، چې د ښوونځیو زدکوونکي ارګ ته راشي؛ ځکه، چې زه یې پر تندي هیلې وینم.

ولسمشر په امن فضا کې زدکړو ته نغوته کوي او اوسنۍ جګړه ناروا او د ښوونې او روزنې پر وړاندې خنډ بولي.

ولسمشر اشرف غني وایي: دا ناروا جګړه ده او دا جګړه باید پای ته ورسیږي، چې د هېوااد بچي په امن کې زدکړې وکړي.

پوهنې وزارت هم په نوي کال کې له چمتووالي او نویو درسي توکو خبره کوي.

د پوهنې وزارت چارسمبالې رنگینه حمیدي وایي: اوس هغه وخت راغلی، چې پر ښوونیز نصاب راوڅرخو او بچي فرهنګ پېژندنې ته چمتو کړو، چې د سیمې په سیالیو کې برخه واخلي.         

د ولسمشر اشرف غني میرمن رولا غني ویلي؛ پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې ځای دی؛ دمګړۍ د انټرنیټ وخت دی . ښه به داوي، چې پوهنې وزارت د ماشومانو په روزنه او پالنه کې پوره زیار وګالي.           

ښوونکي ظهر الدین صاحبي ویلي؛ سږ کال به د نهه نویم کال د درسي تشې د ډکولو لپاره هڅې کوو.

د افغانستان ښوونځي اوس هم د کرونا تر سیوري لاندې دي. هغه ښوونځي، چې تېر کال پېنځه میاشتې تړلي وه؛ افغانستان په انلاین زدکړو کې چندان بریالی نه و او پوهنې وزارت ژمنه کوي، چې په روان کال کې به د تېر کال ښوونیزه تشه ډکه کړي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!