لوبی

هند او سویلي افریقا د کرکټ ۲۰ اوریز نړیوال جام پایلوبې ته لار پیدا کړه

د ۲۰ اوریزه نړیوال جام د دې پړاو وروستۍ لوبه به د شنبې پر ورځ ( د چنګاښ نهمه / د جون نهه‌ویشتمه) د بارباډوس په برج ټاون کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

Published

on

(Last Updated On: )

د هند کرکټ ملي لوبډلې د پنجشنبې پر شپه انګلستان ته پر ماتې ورکولو د ۲۰ اوریز نړیوال جام پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

په دې لوبه کې هند انګلستان ته د ۶۸ منډو پر ماتې ورکړه.

له دې مخکې سویلي افریقا لوبډله بریالۍ شوه، چې د افغانستان لوبډلې ته د ۹ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړي او د ۲۰ اوریز نړیوال جام په پایلوبه کې یې د لوبېدو خنډ شوه.

د ۲۰ اوریزه نړیوال جام د دې پړاو وروستۍ لوبه به د شنبې پر ورځ ( د چنګاښ نهمه / د جون نهه‌ویشتمه) د بارباډوس په برج ټاون کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د ټینګار وړ ده، چې د کرکټ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره افغانستان د ۲۰ اوریز نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.

ټاکل شوې، چې د هند او سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریز نړیوال جام په وروستۍ لوبه کې د شنبې پر ورځ ( د چنګاښ نهمه / د جون نهه‌ویشتمه) د ماښام پر ۷ بجو له یو بل سره مخ شي.

په ټول افغانستان کې د کرکټ مینه‌‌وال کولی شي، چې د ۲۰ اوریز نړیوال جام پایلوبې چمتووالی د شنبې پر ورځ (د چنګاښ نهمه) د مازیګر ۵:۳۰ بجې له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه وګوري.

Trending

Exit mobile version