Connect with us

بی بی سی پښتو

هندو ښځو ته ولې د مړو سوځولو مراسمو کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي؟

خپور شوی

د

د هندۍ ممثلې او د تلویزیوني خپرونو کوربنې مندیرا بیډي عکسونه چې د خپل مېړه د مړي سوځولو د مراسمو پرمهال یې اخیستي او خپاره کړي وو، په وروستیو کې د خبرونو د سر ټکي شول.

تر ډېره هندو سړي مړي سوځوي او ښځې د مړو سوځولو له مراسمو لیرې ساتي، خو دا باور له کومه راغلی او د هندوانو په مذهبي کتابونو کې یې په اړه څه ویل شوي او که نه؟

فلمي پروډیوسر راج کوشال د جون پر ۳۰مه ناڅاپه د زړه د حملې له کبله د هند ممبۍ ښار کې د ۴۹ کلونو په عمر مړ شو.

د هغه مېرمنې مندیرا بیډي ته د غمشریکۍ ډېر پیغامونه واستول شول.

په هندي ورځپاڼو کې کالم لیکونکې او لیکواله شوبها دي وايي، "د مندیرا عکس، چې د خپل مېړه د مړي سوځولو مراسمو کې مشري کوي، د پخواني دود پر وړاندې یو ډول سرغړونه ده، چې له څو پېړیو راهیسې زموږ په ټولنه کې دود دی او دا کار د پلارواکۍ د نظام پر وړاندې یو قوي عاطفي پیغام هم دی".

لیکواله لیکي: "کله چې هغې دا اونۍ د خپل مېړه د سوځولو لپاره اور بل کړ، د سړو او ښځو په زړونو کې یو ډول ګرمي پیدا شوه. هغې په دې اور سره، چې لوګی یې تر اسمانه وخوت، د ټولنې محدودیتونه مات کړل".

د بیدي مېړه راج کوشال د زړه د حملې له کبله مړ شو
Getty Images
د بیدي مېړه راج کوشال د زړه د حملې له کبله مړ شو

بیډي هغه لومړنۍ ښځه نه ده چې د خپلې کورنۍ د یوه غړي د مړي سوځولو لپاره یې اور بل کړ، کله چې پخوانی لومړی وزیر اتل بیهاري واجپای د ۲۰۱۸ کال په اګسټ کې مړ شو، لور یې نمیتا کاول بهاتاشریا د خپل پلار د مړي سوځولو لپاره اور بل کړ او په ۲۰۱۴ کال، د بهارتیا جنتا ګوند د یوه مشر جوبینات موندي لور پنکاجا موندي په لوېدیځ مهاراشترا ایالت کې د خپل پلار مړی وسوځاوه.

د تازه وبا پرمهال هم ګڼې داسې پېښې رامنځ ته شوې دي، چې مېرمنو د خپلو مېړونو او یا پلرونو مړي سوځولي.

خو د بیډي د پلار سوځېدو پېښې ځینې محافظه کاره هندوان او ښي اړخي فعالان غوسه کړي او پر خواله رسنیو یې خپله غوسه سړه کړې ده، دوی وايي چې د هغه مړی باید د هغه ۱۰ کلن زوی سوځولی وای. ځینې وايي د مړي سوځولو مراسمو ته د ښځو ورتګ د دود مخالف کار دی.

خو هندو مذهبي مشرانو بي بي سي ته ویلي، د دوی په مذهبي کتابونو کې هېڅ داسې څه نه شته چې ګنې ښځې د مړو سوځولو مراسمو ته نه شي ورتللی.

خو د سنسکریتي ژبې پخوانی استاد بهاجوان دټ پتاک یې داسې تفسیروي چې ښايي مذهبي لاملونه ولري، داسې چې ښځې غالباً په کور کې پاتې کېږي او کورني کارونه کوي، خو سړي بیا په ازاده فضا کې بهر ته وځي او بهرني شاقه او سخت کارونه کوي.

پرویسر کوشالندرا پنډي، چې په بنراس پوهنتون کې د سنسکریتي ژبې ادب تدریسوي، وايي، په پخوانيو متنونو کې ددې یادونه شوې که د مړي زوی یا لور نه وي، نور ښځې یې د سوځولو مراسمو ته ورتللی شي.

دی وايي: "پخوانۍ هندو ټولنه لا ډېره ازاده وه او ښځو ډېرې ازادۍ لرلې. خو لومړی محافظه کاران د نورو دینونو پر وړاندې د غبرګون په توګه راپورته شول، اول برید یې پر بودیزم وکړ بیا پر اسلام او مسیحیت".

هندو مذهبي مشر منوج کومار پنډي چې د مړو خښولو کې تخصص لري، وايي دود شوی باور دا دی چې مړی باید د هغه مشر زوی وسوځوي. په مذهبي کتابونو کې د ښځې د رول په اړه څه نه دي راغلي او نه یې هم په دا ډول مراسمو کې له ګډون منع کړې ده.

پنډي وايي، بیډي "په حقه وه، چې د خپل مېړه د مړي سوځولو مراسمو مشري یې وکړه. له عکس ښکاري چې له خپل مېړه سره یې ډېره ژوره اړیکه لرله. هڅه یې کوله چې خپل کوچنی زوی ښه وساتي. دا یوه مخکښه ښځه ده او باوري یم هغې چې څه وکړل سم کار یې وکړ".

دی وايي، د مړو سوځولو مراسمو ته د ښځو د نه تللو د لامل تر شا دا انګیرنه ده چې ښايي دوی به د مړي سوځولو سره رواني ټکان وخوري، ځکه چې "دوی له عاطفي اړخه تر سړیو ډېرې کمزورې او نرم‌زړې دي"، خو له دې نظر سره ګڼې ښځې موافقې نه دي.

د ازادې مطالعې او ازادۍ فعاله شیلاجا واجپای وايي، "په حقیقت کې اوس د مړي سوځولو مراسمو ته نه ورتګ ښايي هغه ناسم پوهاوی وي ځکه چې خلک دې مراسمو ته مړي ته د احترام او مرستې پخاطر ورځي".

دا وايي، دا خپله هم د خپل پلار د مړي سوځولو په ګډون ګڼو مراسمو ته ورغلې ده.

"زه ځکه ورغلم چې غوښتل مې وروستۍ خدای پاماني ورته ووایم او وروستی ځل یې ووینم. خو زما ښځینه خپلوانو بیا نه ورتګ غوره وباله. دا باور چې د مړو سوځولو مراسمو ته د ښځو نه ورتګ له تېرو زمانو په میراث پاتې دی او زموږ کورنۍ کې هم ګڼې ښځې همدا باور کوي، زه احترام ورته لرم".

دا وايي: "دا شخصي غوراوی دی، چې باید درناوی یې وشي. هرڅه چې کوو باید اجازه راکړل شي".

Advertisement

بی بی سی پښتو

بې پولې خبریالان: افغانستان کې رسنۍ تاو تریخوالي او جبري سانسور سره مخ دي

Published

on

Photographers and cameramen
AFP

د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي افغانستان کې د طالبانو بيا واکمنېدو له مهاله راهيسې تر اوسه د خبریالانو د نیول کېدو ۵۰ پېښې ثبت شوې دي.

دغه اداره وايي خبريالانو سره تاوتريخوالى شوى، ګواښل شوي او ورته ويل شوي چې کوم خبر باید خپور کړي او کوم باید خپور نه کړي.

دغې ادارې په خپل رپوټ کې دا د خبر یالانو په چارو کې د طالبانو استخباراتي ادارې بربنډه لاس وهنه او د رسنیزو قوانینو خلاف کړنه بللې ده.

بې پولې خبریالان وايي، تېرو دوو میاشتو کې د خبریالانو نیولو او ځورونې پېښې لا ډېرې وې.

پخپلسري ډول د اریانا نیوز خبریال اسلم حجاب او د سیاسي خپرونو چلوونکی وارث حسرت د سلواغې پر ۱۱ مه نیول شوي وو او د ۴۸ ساعتونو لپاره بندیان وو.

دا د خبریالانو نیولو وروستۍ پېښه وه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما په دې هکله ویلي و، طالبان باید د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د اریانا نیوز شخصي ټلویزیون د دوو 'نیول شویو ' خبریالانو په هکله ولس ته ووايي چې ولې یې نیولي دي.

بل لور د بې پولې خبریالانو رپوټ کې ویل شوي، د طالبانو استخباراتو ۵۳ ریاست دې پېښو کې مخامخ ښکېل دی، دوی خبریالانو ته د خبرونو او ان خپرونو لپاره د مېلمنو په انتخاب کې لاسوهنه کوي.

د بې پولې خبریالانو ټولنه کې د ایران او افغانستان څانګې مشر رضا معیني وايي، د خبریالانو ګواښل او ځورول د منلو وړ نه دي او هغوی باید د نیول کېدو له ډاره پرته خپلو چارو ته دوام ورکړي.

د خبریالانونړیوال فدراسیون هم تېره ورځ د طالبانو له لوري د خبریالانو نیول او ځورونه غندلې او په وینا یې دغه ډله باید پخپله وینا کې د بیان ازادۍ درناوی وکړي.

طالبانو په دې هکله تر اوسه غبرګون نه دی څرګند کړی، خو مخکې یې ویلي، خبریالان کولای شي خپلو چارو ته دوام ورکړي، خو اسلامي اصولو ته باید پاملرنه وشي.

د ښځینه فعالانو نیول کېدو پېښې

.
Getty Images

دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړيوالې ادارې امنيستي انټرنېشنل هم پر طالبانو غږ کړى چې په سملاسي ډول دې د هغو ښځو او نجونو پر وړاندې له تاوتريخوالي لاس واخلي چې د خپلو حقونو لپاره په سوله ييز ډول احتجاج کوي.

په دا وروستیو کې شپږ ښځې په کابل کې وسله والو کسانو له ځان سره بیولې دي.

د یوې نیول شوې نجلۍ تمنا پریاني خور شګوفه وايي، ''له طالبانو غواړم، چې لطفاً زما خویندې پرېږدئ، تاسې ولې د نړیوالو غوښتنو ته ځواب نه وایاست؟ ''

د بښنې نړیوال سازمان هم په ورته مهال له طالبانو غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د دې سازمان یوه څېړونکي زمان سلطانی بي بي سي ته وویل:

''طالبان باید سملاسي غیر قانوني نیونې ودروي او هغه کسان چې په غیر قانوني ډول نیول شوي دي، باید له قید او شرط پرته خوشي شي. موږ دا وروستیو کې د جبري بې درکه کېدو او نیول کېدو شاهدان وو. ''

طالبان د ښځو نیولو پېښو کې لاس لرل ردوي، خو وايي، پلټنې کوي.

د طالبانو ویاند یوه مرسیتال انعام الله سمنګاني بي بي سي ته وویل:

''موږ په پرلپسې ډول له امنیتي ارګانونو سره اړیکه کې یو. تر اوسه پورې دې لړ کې له موږ سره کوم معلومات نه دي شریک شوي. ښايي امنیتي ارګانونه به هم تر اوسه کوم معلومات نه لري. موږ ته یوازې همدومره ویل شوي دي، چې زموږ هڅې روانې دي. ''

د بشري حقونو سرغړونو دا پېښې داسې مهال کېږي چې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د فرانسې له خبري اژانس سره یوه تازه مرکه کې ویلي، له نړیوالې ټولنې سره یې اړیکي په ښه کېدو دي او نژدې ده، چې حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي.

بل لور نړیواله ټولنه وایي، تر هغو چې طالبان بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوي و نه کړي، حکومت به یې په رسمیت و نه پېژندل شي.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

اروپايي پارلمان مرستياله: بشري حقونو ته له پام پرته د طالبانو رسميت پېژندنه به شونې نه وي

Published

on

.
Getty Images

د بېلجيم پلازمېنه بروکسل کې د افغان ښځو په تړاو د اروپايي پارلمان له خوا جوړې شوې ځانګړې ناستې پر دويمه ورځ يو شمېر افغان ښځینه فعالانو وویل، چې له افغانستان سره مرستې د طالبانو د حکومت رسیمت پېژندلو له مسلې جلا دي.

يو شمېر مشهورې افغان مېرمنې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده وتلې وې د اروپا پارلمان کې د دغه هېواد د ښځو وضعيت بيا کتنې او له طالبانو څخه د نړيوالې ټولنې د غوښتنو د څرګندولو په موخه راټولې شوې وې.

په همدې حال د اروپا پارلمان يوې مرستيالې هيډي هوټالا بي بي سي ته وويل، "تر هغه چې طالبان وګړي ځوروي، ښځې چې د ټولنې نيمی برخه ده څنډې ته کړې او د نجونو د زدکړو مخنيوی کوی، د دې امکان لږ دی چې اروپايي ټولنه دې د طالبانو حکومت د رسميت پېژندلو پر لور ګام واخلي".

نوموړې زياته کړه چې د غونډې ګډونوالو هم د طالبانو په رسميت نه پېژندلو ټينګار وکړ.

د افغانستان د بشري حقونو پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وايي، "د بشري مرستو برابرول او د طالبانو په رسميت پېژندل يو له بل سره بايد تړاو ونلري".

نوموړې چې په دې غونډه کې برخه اخيستې وه له بي بی سي سره په خبرو کې وويل، "افغانستان لپاره د بشري مرستو برابرول او د هېواد بانکي سيستم پيلول د طالبانو په رسميت پېژندلو ته اړتيا نه لري".

نوموړې زياته کړه چې "نړيوالې ټولنې ته د دوی پيغام دا و چې تر هغې چې جنسيتي توپير، د خبريالانو ځورونه، توپيري چلن دوام ولري طالبان په رسميت مه پېژنئ، دا ډله د افغانستان د خلکو استازيتوب نشي کولی".

د افغانستان د پخواني حکومت د سولې وزارت وياندې ناجيه انوري هم بي بي سي ته وويل، "نړۍ له تېرو شلو کلونو راهيسې له افغانستان سره په دې شرط مرسته کوله چې د ښځو حقونو ته درناوی ولري".

اغلې انوري وويل، "نړۍ بايد د افغانستان په اړه لا ډېر فکر وکړي او له تېرو درسونو زدکړه وکړي او وګوري چې په کوم ځای کې تېروتنه شوې".

افغان سندرغاړې اريانا سعيد هم وويل، "دا زما لپاره ارزښت لري د هغو ښځو غږ شم چې اوس اوزا نشي اوچتولی".

نوموړې وويل چې "افغان ښځې اوس د طالبانو پر وړاندې د بنديانو په څېر دي چې د زدکړې او کار اجازه نه لري".

اغلې سعيد زياته کړه، "د حل لاره دا ده چې نړيواله ټولنه د طالبانو له لارې له خلکو سره د مرستې لپاره لار ومومي".

د دې غونډو تر څنګ په ورته مهال د افغان ښځو لپاره روزنیز ورکشاپونه هم په پام کې نیول شوي وو، چې د افغانستان ملي شورا پخوانۍ ښځینه غړې به هم پکې ګډون درلود.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

افغانستان: یو شمېر دولتي پوهنتونونه پرانیستل شوي او ښځینه زدکوونکو ته د ورتګ اجازه ورکړل شوې

Published

on

افغانستان
Getty Images
ارشیف تصویر

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر دولتي پوهنتونه لومړی ځل پرانیستل شوي او نجونو ته اجازه ورکړل شوې، چې ټولګیو ته ستنې شي.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د دې تر څنګ طالبان وايي، نجونې او هلکان به ځانګړي ټولګي ولري او د نصاب کتابونه به له اسلامي اصولو سره سم وي.

ملګرو ملتونو د نجونو لپاره د پوهنتونونو دروازو پرانیستل کېدو هرکلی کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې دیبورالاینز په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: ''راځي په ټول افغانستان کې پوهنتونو ته د ښځینه او نارینه زدکوونکو ستنېدو ملاتړ وکړو، په (دې) ملاتړ کې د سکالرشپونو پرواګرام او له ښځینه او نارینه استادانو سره روان ملاتړ هم شامل دی. ''

https://twitter.com/DeborahLyonsUN/status/1488793136553943045

په پام کې ده، نور پوهنتونونه به هم د روانې میاشتې وروستیو کې پرانیستل شي، خو د نجونو لپاره د متوسطه ښوونځیو دروازې لا هم تړلې دي.

د یادونې ده، چې د افغانستان په خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو نژدې شپږ میاشتو راهیسې د طالبانو حکومت له لار ښوونې سره سم نجونو او هلکانو د ټولګیو په ځانګړیو برخو کې زدکړې ترلاسه کولې.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالي وزیر عبدالباقي حقاني تېره اونۍ په يوه ويډيويي پیغام کې اعلان وکړ چې په ګرمو سيمو کې به دولتي پوهنتونونه د سلواغې پر ۱۳ نېټه پرانيستل شي.

د ښاغلي حقاني په وينا په سړو سيمو کې به بیا پوهنتونونه د کب پر اوومه نېټه پرانيستل کېږي.

د افغانستان خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو شپږ میاشتو راهیسې نجونو هم زدکړې کولې.
EPA
د افغانستان خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو شپږ میاشتو راهیسې نجونو هم زدکړې کولې.

افغانستان کې له تېرو څو میاشتو راهیسې کابو ټول دولتي پوهنتونونه تړل شوي وو او داسې اندېښنې راټوکېدلې وې چې ښایي د محصلینو درسي کال ضایع شي.

طالبان وايي، تعلیمي ادارو ته د نجونو له تلو سره مخالفت نه کوي، خو دوی باید بشپړ اسلامي حجاب وکړي، د نجونو او هلکانو ټولګي ځانګړي وي او درسي کتابونه باید د اسلامي اصولو له معیار سره سم وي.

دا پوهنتونونه د لویدیځوالو او طالبانو تر منځ ناروې کې له مخامخ خبرو یوه اونۍ وروسته پرانیستل کېږي.

په ناروې غونډه کې له طالبانو غوښتل شوي وو چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!