Connect with us

تازه خبرونه

هغه میرمن، چې د ماین له شره یې د هېواد ژغورنې لپاره ځان له خطر سر مخ کړي

خپور شوی

د

(Last Updated On: وری ۱۵, ۱۴۰۰)

په کابل کې د انګلستان سفارت ویلي؛ په تېرو درې کلونو کې یې له یو اعشاریه شپږ میلیون ډېرو افغانانو ته د ماین زیانونو په اړه زدکړې ورکړي او له ۳۰ کیلومترو ډېره ځمکه یې له ماینونو او ناچاودو توکو پاکه کړې، چې ژوند خوندي او کرکېله وده وکړي.

د ماین پوهاوي د ورځې پر ویاړ د بریټانیې سفارت ویلي؛ له تېرو درې کلونو راپدیخوا د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ له خدماتو سره مرسته کوي، چې موخه یې له دې جنګ ځپلي هېواد سره د ماین پاکولو عملیاتو اداره کول دي.

فیضه رضايي، چې د دوه ماشومانو ۲۶ کلنه مور او په بامیان ولایت کې د ۱۹ ماین پاکو ښځینه ډلې له غړیتوبه برخمنه او له خپلې دندې هم راضي ده.

هغې  په ۲۰۱۹ زېږدیږ کال کې د وسلو څارنې نړیواله جایزه هم تر لاسه کوي.

رضايي څرګنده کړې، چې د ښوونکې په توګه دنده یې پرېښوه او پرځای یې د ماین پاکولو خطر ناکه دنده پیل کړې ده.

هغې په دې اړه، چې ولې یې دا دنده خپله کړه ویلي؛ ما له خپل کلي څخه څوکسان پېژندل، چې په ماین چاودنو کې مرګ و ژوبله وراوښتې ده. ان زمونږ د کور څښتن هم په ماین چاودنه کې خپله پښه له لاسه ورکړه او څو ماشومان یې له ژوندانه بې برخې کړي دي. له دغو پېښو اغېزمنه شوم او د خپلو ماشومانو په اړه مې فکر کاوه، چې له دغو پېښو سره مخ نشي.

هغې ويلي، چې د کورنۍ خوښه یې نه وه؛ خو دې  د ماین پاکۍ پرېکړ وکړه.

هغې په دې اړه ویلي؛ ما د خپل راتلونکي او خپلو ماشومانو لپاره دا پرېکړه وکړهږ ما غوښتل، چې بامیان له ماین پاک او هر څوک له ژونده خوند واخلي.

رضايي په هېواد کې د دغې دندې پر وړاندې له ګواښونو او ننګونو هم اندېښمنه ده او وایي؛ زه د خپلې دندې د امنیت په اړه اندېښنه لرم؛ ځکه، چې له ماینه د دې ولایت له پاکېدو سره نشم کولی په نورو ولایتونو کې، چې هلته ډېرې سیمې د طالبانو تر ولکې لاندې دي کار وکړم.

رضايي هیله منه ده، چې په ټولنپوهنه یا لرغونپوهنه کې ماسټري بشپړه کړي.

رضايي او د هغې ۱۹ کسیزه ډله په افغانستان کې د ښځینه ماین پاکوونکیو لومړۍ ډله ده.

هغه وایي: د وسلو څارنې نړیوالې جایزې تر لاسه کول مو د بنسټیزو بدلونونو لامل شو. کله مو، چې دا جایزه تر لاسه کړه؛ زه او ډله مو افغان ټولنې وپېژندلو او مونږ ثابته کړه، چې ښځې د نرینه وو په څیر سخت کار کولی شي او مونږ له هغوی سره برابر یو.

په افغانستان کې له درې لسیزو څخه وسلوالې شخړې روانې دي او ترې نه یوازې د ماینونو میراث پاتې دی، بلکې بېلابېل ناچاودو توکو هم هېواد د چاودنو له خطر سره مخ کړی.

له ۱۹۸۹ کال راپدیخوا د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام د دغو خطرناکو توکو د پاکولو کار پیل کړی؛ خو دا، چې جګړه روانه ده؛ هره میاشت شاوخوا د ځاني زیان ۱۲۸ ملکي پېښې ثبت کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې له ماینونو اغېزمن شوی او تر دې دمه  ۳۲ زره خطرنکې سیمې له ماینونو پاکې شوې دي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!