تازه خبرونه
نړۍ له اوسني حکومت سره له خبرو پرته بله لار نلري – امیرخان متقي
هغه وايي، چې په وروستیو میاشتو کې کابل د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو ټولنو د استازو کوربتوب کړی او له نړۍ سره د اړیکو په برخه کې ښه پرمختګ شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست نن (دوشنبه، د چنګاښ څلورمه) د لوی اختر له رخصتۍ وروسته د دې وزارت د کارمندانو ناستې ته ویلي، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت رسمي بلنه نړۍ ته د افغانستان د خلکو د حیثیت او اهمیت ښکارندويي کوي.
امیرخان متقي زیاته کړې، چې افغانستان له نړۍ سره د تعامل په برخه کې ډېر پرمختګ کړی او نړۍ په دې پوهيږي، چې له اوسني حکومت سره له تعامل پرته بله لار نشته.
متقي وايي، چې د امنیتي ادارو د محرم راپور له مخې؛ د اختر په ورځو کې هیڅ ډول امنیتي ضد پېښه نده شوې.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د اختر له کبله لسګونه زره مسافر هېواد ته راستانه شوي او دا کار پر نظام د دوى د باور څرګندونه کوي.
هغه وايي، چې په وروستیو میاشتو کې کابل د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو ټولنو د استازو کوربتوب کړی او له نړۍ سره د اړیکو په برخه کې ښه پرمختګ شوی دی.
امیر خان متقي دا هم ویلي، چې د رژیم د دښمنانو هیلې له خاورو سره خاورې شوې؛ ځکه نړیواله ټولنه په دې باور شوې، چې له اسلامي امارت سره له تعامل پرته بله لار نشته.
دغه راز وایي: لکه څنګه، چې اسلامي امارت له ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو سره ډیپلوماټیکې، سیاسي او سوداګریزې اړیکې لري؛ له اروپايي او غربي هېوادونو سره هم دغه ډول اړیکې غواړي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ټینګار کړی، چې په روان لمریز کال کې د ډېرو پروژو کار پیل شوی او په راتلونکي کې به د ځینو نورو هغو کار هم پیل شي.
اړوند خبرونه:
اسلامي امارت د دوحې په ناسته کې پر معنا داره ګډون ټینګار لري – متقي
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي