تازه خبرونه
نوي ټاکل شوي وزیران باید د هیواد اړینو او لومړنیو کارونو ته زیاته پاملرنه وکړي
پخواني ولسمشر حامد کرزي لویدیځ ته خبر داری وركړ چې د اسلامي نړۍ په هکله په خپل سیاست او لید لوري له سره کتنه وکړي.
ښاغلی کرزي د نړۍ ستر قدرتونه تورن کړل چې په افغاستان او ټوله اسلامي نړۍ کې د سخت دریځۍ د ودې تر شا لاس لري.
د ملي يوالي حكومت اجرايي رييس بیا وايي چې د سخت دریځۍ او ترهګرۍ له لارې واک ته رسیدل ناشوني دي او یو ځل بيا یې ټينګار وکړ چې د افغانستان روانې ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د اعتدال مرکز لخوا په جوړ شوي کنفرانس کې چې په اسلامي مسایلو پکې خبرې کېدې، اسلام د اعتدال دین وباله او زیاته یې کړه چې اسلام سخت دریځي او افراطیت نه مني.
هغه په هیواد او نوره اسلامي نړۍ کې د افراطیت او ترهګرۍ د ودې تر شا د نړۍ د سترو قدرتونو لاس وباله.
حامد كرزي پخواني ولسمشر:
“د غرب له نړۍ غواړو چې د اسلامي نړۍ پر وړاندي خپل ليد لروي ته بدلون وركړي. هغه څه چي دوی د خپلو ګټو لپاره فكر كوي، د خلكو د بد بختي او اسلام د بد نامي لپاره ده.“
په دغه کنفرانس کې دملي يوالي د حكومت اجرایي رییس عبدالله عبدالله همترهګري افراطيت و غانده او زیاته یې کړه چې د اسلام له نوم څخه په ناوړه استفادي سره ځانمرګې بريدونه تر سره كيږي چې په وینا يي هیڅ ډول شرعي مشروعیت نلري.
د ملی یوالی اجراییه رییس:
“افراطیت، تاوتریخوالی او دخلکو وژنه چي د طالب او داعیش لخوا ترسره کیږی، غندم. دخلکو وژنه هیڅ شرعی فتوا نلری او دا قدرت ته د رسیدو لاره نده.
ښاعلي عبدالله سوله د افغانستان لپاره یوه اړټیا وبلله او د سولې پر راوستو یې ټینګار وکړ.هغه وویل چې دوی د سولی د ټینګښت لپاره خپلی ټولی هڅی روانې ساتی.
خبریال: عبدالعزیر کریمی
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ