Connect with us

تازه خبرونه

نوماندان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشر غني سره خبرو ته چمتو ندي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو شورا څرګنده کړې، چې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشر غني سره خبرو ته چمتو ندي.

په داسې حال کې، چې د هرې ورځې پر تېرېدو ټاکنې را نږدې کیږي؛ خو نوماندان له ولسمشرغني سره، چې هغه هم نوماند دی وران شوي. دوی له هغې وروسته ډېر اندېښمن شول، چې ولسمشر په وروستیو کې ځینې مامورین او چارواکي بدل را بدل کړل.

ولسمشر د نوماندانو له اعتراضونو وروسته حاضر شو، چې ورسره خبرې وکړي؛ خو نوماندانو ویلي، دوی نه غواړي په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له اشرف غني سره خبرو ته کیني.

د نوماندانو شورا وایي؛ ښاغلی غني دې په یوه بل ځای کې ور سره خبرو ته کیني؛ خو تر اوسه هیڅ لوری ندی چمتو شوی، چې د دې ستونزې د حل لپاره منځګړيتوب وکړي.

دغه راز ټاکل شوې، چې په راتلوونکیو څو ورځو کې نوماندان د ملي وحدت حکومت د مشرانو د کار د دوام پر وړاندې پراخ اعتراض وکړي او څرګندوي، چې له ټاکنو سره پر پرېکون هم غور روان دی.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند  شهاب حکیمي  وایي، چې هغه( ولسمشر) په ناقانونه توګه د ارګ پر ولسمشریزه څوکۍ ناست دی. اوس دې له ارګه راووځي او په یو درېیم ځای کې دې د ولسمشریزو ټاکنو له نوماندانو سره پر ټاکنیزو خبرو ناسته وکړي.          

د نوماندانو شورا دا هم ویلي؛ غني دې د نوماند په توګه ور سره خبرې وکړي، نه د ولسمشر په توګه.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند فرامرز تمنا وایي، چې دا ناسته باید ژر تر ژره تر سره شي او ولسمشر دې له نوماندانو سره له ناستې او مشورې نه وېریږي.           

د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو ټینګار کړی، چې ولسمشر د دولتي امکاناتو په کارولو په ځینو سیمو کې ټاکنیز دفترونه او شبکې جوړې کړي؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ دا تور نه مني او نوماندان د  ټاکنیز کمپاین له پیلیدو مخکې پر ټاکنیز کمپاین تورنوي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند حکیم تورسن وایي، چې که ولسمشر اخلاقاً لومړی دا فکر کړای وای او د غبرګولي له لومړۍ یې خپله دنده نه وه غزولې؛ خبرو ته اړتیا نه پېښیده. اوس، نو دا خبرې د عامو خلکو غولول دي او غواړي نوماندان پخپلو خبرو بوښت وساتي.               

دا په داسې حال کې ده، چې څلور میاشتې وروسته د ولسمشرۍ ټاکنې کیږي او نوماندانو له ولسمشریزو ټاکنو سره د پرېکون د غوراوي ترڅنګ د ولسمشر د کار د دوام په وړاندې هم پر پراخو اعتراضونو خپل کار روان ساتلی؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ تر دې دمه په دې اړه  څه ندي ویلي.

خبریال: باعث حیات

تازه خبرونه

ولس دې د اسلامي نظام د شرعي احکامو د پلي کولو لپاره همکاري وکړي – محمد خالد حنفي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۲, ۱۴۰۳)

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت چارسمبالي نن چارشنبه په کابل کې د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره د ملت د یووالي تر سرلیک لاندې غونډې ته په وینا کې ویلي: اوس د دې وخت رارسېدلی، چې د خلکو د ستونزو د حل او د اسلامي نظام د شرعي احکامو د پلي کولو لپاره خدمت او همکاري وکړو.

د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه غونډه د اسلامي امارت د یو شمېر مسوولینو په حضور کې ترسره شوې ده.

محمد خالد حنفي په دې ناسته کې زیاته کړې: د جهاد موخه د اشغال خاتمه، خپلواکي ترلاسه کول او په هېواد کې د اسلامي نظام ټینګول ول.

نوموړی وایي: دا د ډېرې خوښۍ ځای دی، چې مونږ افغان ولس د پخوا په څېر خپلمنځي اختلافات نلرو، د یو رهبر تر امر او د اسلامي نظام د بیرغ ترسیوري لاندې ژوند کوو.

هغه ویلي: دا اسلامي نظام د خلکو نظام دی. خلک له دې نظام څخه جلا نه ګڼل کیږي او د نظام او خلکو ترمنځ هیڅ واټن نشته؛ نو له اسلامي نظام سره همکاري د ټولو خلکو شرعي دنده ده.

ویل کیږي، چې د ښځو د شرعي حقونو د خوندیتوب او ساتنې تر څنګ زرګونه شکایتونه دې وزارت حل کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره په تعامل کې مو ملي ګټې رانغښتي- امریکا

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۲, ۱۴۰۳)

د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال ويلي؛ هېوادنۍ ګټې واشنګټن اړ کوي، چې له اسلامي امارت سره له خبرو او تعامل ډډه ونکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند د سې شنبې پر ورځ ( د غویی یوولسمه) یوه خبري کنفرانس ته ویلي، چې له اسلامي امارت سره تعامل مستقیمو خبرو ته زمینه برابروي.

ویډانټ پټل څرګنده کړې، چې له اسلامي امارت سره تعامل نه یوازې د امریکا د ګټو د خوندیتوب لپاره ښه دی، بلکې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ لپاره هم غوره لار ده.

د پټل د څرګندونو له مخې؛ دا تعامل پر اسلامي امارت د هغو امریکايي وګړو په ځانګړي توګه، چې په ناحقه نیول شوي له شرط پرته د خوشې کولو لپاره یو فشار هم دی.

هغه زیاته کړې، چې امریکا به د دغو فرصتونو پر کارولو له اسلامي امارت څخه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د دوی له ژمنو هم ګټه پورته کړي.

هغه ټینګار کړی، چې د بشري حقونو مسله هم د اجنډا په سر کې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۴ میلیون ډالر مرسته ومنله

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۲, ۱۴۰۳)

نړیوال بانک ويلي، دې بنسټ له اقتصادي ناورین سره د مبارزې او په هېواد کې د اقتصادي پروژو د پلي کولو لپاره افغانستان ته ۸۴ میلیون ډالر مرسته منلې ده.

نړیوال بانک د سې شنبې پر شپه (د غویی یوولسمه) څرګنده کړې، چې له دې مرستو څخه به ۷۰ میلیون د افغانستان وجهي صندوق (ای‌آر‌ټي ‌اف) او نړیوالې پراختیايي ټولنې (آی‌ډي‌ای ) له لارې په افغانستان کې د هوسا ژوندانه اړوند پروژو پر پلي کولو ولګول شي.

په دې اړه د نړیوال بانک د افغانستان څانګې مشرې ملینډا ګوډ ویلي، چې نړیوالې پراختیایي ټولنې په وروستیو ۱۸ میاشتو کې د افغانستان د ښځو لپاره د کارموندنې په برخو کې د دې پیسو د لګولو لپاره یو ځانګړی او ګټور چوکاټ چمتو کړی دی.

د ګوډ د څرګندونو له مخې؛ پدې مرسته به IDA د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې افغانانو ته خپلو خدمتونه روان وساتي.

هغې زیاته کړې: له دې نوي تمویل سره به دا پروژه په کلیوالو او ښاري سیمو کې خپل فعالیتونه زیات کړي، د ښځو لپاره به د هوساینې ډېر فرصتونه برابر کړي او افغان راستنیدونکیو ته به د کار او خدماتو زمینه برابره کړي.

دغې پروژې په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان کليو او ښاري سيمو ته د نړيوال بانک د ۲۶۵ ميليون ډالرو پر مرسته خپل فعاليت پيل کړ، چې تر اوسه یې څه باندې ۷۷۶ زره افغان کورنیو ته لنډ‌مهاله دندې پیدا کړي، چې له دې لارې شاوخوا ۵ اعشاریه ۴ میلیون کسانو ګټه اخیستې ده.

دغه راز په افغانستان کې ٩٢ زره ٢٠٠ زيانمنو کورنیو، چې ښځو یې چارسمبالې او مشرې وې له دې پروژې نغدي او غيرې نغدي مرستې ترلاسه کړې دي.

د نړیوال بانک د څرګندونو له مخې؛ په دې موده کې شاوخوا ۷ اعشاریه ۴ میلیون افغانانو ټولنیزو خدمتونو لکه سړکونو، روغتیايي مرکزونو او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی دی.

دې ادارې یادونه کړې، چې په تېرو دوه کلونو کې د روغتیا او تغذیې، د اقلیمي بدلون د اغېزو او له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې له ۲ اعشاریه ۱ میلیون ډېر کسان روزل شوي دي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په دغه هېواد کې د خلکو د ژوند وضعیت خراب شوی او د نړیوالو ټولنو د څرګندونو له مخې سږ کال شاوخوا ۲۳ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې نړیوال بانک په افغانستان کې د ښځو او د هغوی پر مشرۍ سوداګریزو هڅو ترسره کولو او کارموندلو لپاره ۱۶ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه وه.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!