تازه خبرونه
نورو هېوادونو ته مو اوبه بهېږي؛ خو پخپله له تندې مرو – عطاءالله عمري
نوموړي زیاته کړې: زمونږ هېواد ته له یو هېواد څخه هم اوبه نه راځي. مونږ خپلو ټولو ګاونډیانو ته اوبه ورکوو. له بدهمرغه زمونږ په هېواد کې د اوبو د مدیریت په اړه هیڅ کار ندي شوی. مونږ سرچینه یوو. نورو ګاونډیانو ته اوبه ورکوو؛ خو پخپله وچې شونډې ګرځو. یعنې د سیند پر غاړه ناست، له تندې مرو.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارسمبالي عطاءالله عمري ويلي، د افغانستان اوبه ګاونډ هېوادونو ته ځي؛ خو پخپله افغانان تږي دي.
عطاءالله عمري په فاریاب ولایت کې یوې غونډې ته څرګنده کړې، چې افغانستان د پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران د اوبو سرچینه ده؛ خو د اوبو د مدیریت په اړه په دې هېواد کې د اړتیا وړ کار ندي شوی.
نوموړي زیاته کړې: زمونږ هېواد ته له یو هېواد څخه هم اوبه نه راځي. مونږ خپلو ټولو ګاونډیانو ته اوبه ورکوو. له بدهمرغه زمونږ په هېواد کې د اوبو د مدیریت په اړه هیڅ کار ندي شوی. مونږ سرچینه یوو. نورو ګاونډیانو ته اوبه ورکوو؛ خو پخپله وچې شونډې ګرځو. یعنې د سیند پر غاړه ناست، له تندې مرو.
د کرنې وزارت چارسمبالي ټینګار کړی، چې افغانستان خوراکي خپلواکي نلري او د ګاونډ هېوادونو پر وارداتو تکیه دی.
هغه وایي: مونږ د خوړو، جامو، موټرو، بېلابېلو اسانتیاوو او ورځنیو اړتیاوو لپاره خپلو ګاونډیانو ته اړ یوو.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې اسلامي امارت د هېواد په شمال کې د اوبو د مدیریت لپاره د قوشتېپې کانال د جوړولو لویه پروژه پیل کړې ده.
اړوند خبرونه:
اوبه له افغانستان سره د اړیکو پراخولو اړین عامل دی – ایران
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري