تازه خبرونه
ملګري ملتونه په افغانستان کې له جنسیتي توپیره اندېښمن دي
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ویاند مرستیال ویلي: مونږ د افغانستان له واکمنو سره د چارسمبالي حکومت په توګه چلند کوو، له هغوی سره د افغانستان د رسمي حکومت په توګه چلند نهکېږي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال په افغانستان کې جنسیتي تبعیض یوه اساسي ستونزه بولي وایي، چې د افغان ښځو حقونو ته باید درناوی وشي.
فرحان الحق د دې ټولنې په مرکزي دفتر کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې ملګري ملتونه د دوحې په غونډه کې د افغانستان له واکمنانو سره د افغانستان د قانوني او رسمي حکومت په توګه چلند نهکوي.
فرحان الحق ويلي: زه غواړم تاسې ته د جنډر د تبعیض په اړه ووایم، چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال تېر کال افغانستان ته سفر کړی و او جنسیتي تبعیض یې یوه لویه اندېښنه وبلله.
هغه ویلي وه؛ مونږ ځان ډاډمنوو، چې افغان میرمنو ته داسې درناوی وشي، چې په نورو هېوادونو کې ورته کیږي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ویاند مرستیال همداراز زیاته کړې: مونږ د افغانستان له واکمنو سره د چارسمبالي حکومت په توګه چلند کوو، له هغوی سره د افغانستان د رسمي حکومت په توګه چلند نهکېږي.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ریچارډ بنیټ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په شپږپنځوسمه غونډه کې خبرداری ورکړی، چې د اسلامي امارت تر واک لاندې د افغان ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی پیاوړی او پراخ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ پر مهال د ښځو له حقونو څخه هر ډول سرغړونې ردوي او په دې برخه کې اندېښنې بې بنسټه او له کرکې ډکې بولي.
اړوند نور خبرونه:
ملګري ملتونه په افغانستان کې د ښځو له بشري حقونو څخه سرغړونه ارزوي
په افغانستان کې د ښځو د حقونو د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوي