تازه خبرونه

ملګري ملتونه په افغانستان کې د ښځو له بشري حقونو څخه سرغړونه ارزوي

Published

on

(Last Updated On: )

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا به نن (سې شنبه د غبرګولي نهه‌ویشتمه) خپله شپږپنځوسمه غونډه کوي، چې یوه برخه یې په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت بحث ته ځانګړې شوې ده.

په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بینیټ په دې هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه راپور وړاندې کړي.

ریچارډ بینیټ په خپل ۲۱ مخیز راپور کې د افغانستان چارسمبالی حکومت د بشري حقونو پر نقضولو تورن کړی او د افغان ښځو پر وړاندې یې د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده. هغه له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره خپل غږ پورته کړي او په دې اړه عملي هڅې تر سره کړي.

اسلامي امارت تل د نوموړي راپورونه غندلي او څرګندوي، چې په افغانستان کې د ښځو شرعي حقوق له پخوا خوندي شوي دي.

Trending

Exit mobile version