Connect with us

تازه خبرونه

د قطر او آلمان چارواکو د افغانستان حالات وارزول

د قطر بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې د ورځې ( د تلې دوه‌ویشتمه) د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان پر وروستیو بدلونونو په ځانګړي توګه د دغه هېواد پر امنیتي وضعیت او بشري شرایطو خبرې وشوې.

خپور شوی

د

د قطر بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړی، چې د دغه هېواد چارواکو د جرمني له ډیپلوماټانو سره د افغانستان د وضعیت په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې د ورځې ( د تلې دوه‌ویشتمه) د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان پر وروستیو بدلونونو په ځانګړي توګه د دغه هېواد پر امنیتي وضعیت او بشري شرایطو خبرې وشوې.

د خبرپاڼې له مخې؛ د قطر بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب په قطر کې د جرمني له سفیر لوټر فریشلاډر او د آلمان د اړیکو د دفتر او د افغانستان لپاره د سفارت له چارسمبالي رالف ډیټیر راینهارډ سره وکتل.

په دې غونډه کې د افغانستان وروستي بدلونونه په ځانګړي توګه امنیتي، بشري، اقتصادي او سیاسي مسایل وارزول شول.

تازه خبرونه

هالینډ او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو پر تړون غور پیل کړ

هالینډي رسنۍ NL Times د یکشنبې پر ورځ ( د تلې دوه‌ویشتمه ) راپور ورکړ؛ د هالنډ حکومت په دې اړه څېړنه کوي: آیا کولی شي ازبکستان قانع کړي، چې رد شوي کډوال ومني که نه.

Published

on

د هالینډ یوه چارواکي ویلي، هېواد یې له ازبکستان سره د هغو افغان کډوالو د ایستلو پر یوه تړون غور کوي، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

هالینډي رسنۍ NL Times د یکشنبې پر ورځ ( د تلې دوه‌ویشتمه ) راپور ورکړ؛ د هالنډ حکومت په دې اړه څېړنه کوي: آیا کولی شي ازبکستان قانع کړي، چې رد شوي کډوال ومني که نه.

دغه راز ویل شوي؛ جرمني په دې وروستیو کې له ازبکستان سره هوکړې ته رسېدلی، چې دغه هېواد ته افغان کډوال ولېږي.

د دې رسنۍ د څرګندونو له مخې؛ د چارشنبې پر ورځ د هالینډ د پناه غوښتنې وزیر ماریولین فابر د دغه هېواد په پارلمان کې ویلي؛ کابینه په دې غور کوي، چې له ازبکستان سره څه ډول تړون وکړي. نوموړي په دې اړه جزئيات ورنکړل.

همدارنګه د ځینو سویسي رسنیو د راپورونو له مخې؛ دغه هېواد په دې وروستیو کې دوه افغان کډوال، چې مجرم پېژندل شوي وه؛ ایستلي او بېرته یې کابل ته استولي دي.

له دې مخکې جرمني تېره میاشت ۲۸ افغان کډوال، چې مجرم پېژندل شوي وه، بېرته افغانستان ته ولېږدول.

Continue Reading

تازه خبرونه

سویس دوه افغان کډوال له خپلې خاورې وایستل

له ۲۰۱۹ ز. کال وروسته دا لومړی ځل دی، چې سویس افغان کډوال وباسي.

Published

on

د سویسي رسنیو د راپورونو له مخې، دې هېواد له خپلې خاورې دوه افغان کډوال ایستلې دي.

له ۲۰۱۹ ز. کال وروسته دا لومړی ځل دی، چې سویس افغان کډوال وباسي.

د جمعې پر ورځ (د تلی شلمه) د سویس د مهاجرت وزارت د آلمان اوونیزې سانټاګبلیک ته د دغو دوه افغان مهاجرو د اخراج په اړه خبر ورکړ.

ځینو سویسي رسنیو د دغه هېواد د عدلیې او پولیسو د وزارت د څرګندونو له مخې دغه موضوع تائید کړې او ویلي یې دي، چې دغه افغانان «سرغړونکي» وه.

د سویس حکومت دغو دوه افغانانو ته له ایستلو مخکې ۵۰۰ سویسي فرانکه، چې ۵۸۳ امریکايي ډالر کېږي؛ ورکړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اګست پر دېرشمه د جرمني د کورنیو چارو وزارت ۲۸ افغانان د دوی د څرګندونو له مخې پر بېلابېلو جرمونو تورن ول؛ افغانستان ته ولېږل.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان د شانګهای ټولنې سرمشریزې ته ونه‌بلل شو

ایکسپریس نیوز راپور ورکړی، چې دې غونډې ته اسلامي امارت بلل شوی ندی؛ خو له منګولیا څخه د دې ټولنې د څارونکي غړي او له ترکمنستان څخه د ځانګړي استازي په توګه د ګډون غوښتنه شوې ده.

Published

on

افغانستان به د شانګهای د همکاریو ټولنې په راتلونکې سرمشریزه کې، چې د اوکټوبر پر پېنځلسمه او شپاړلسمه په اسلام‌آباد کې جوړېږي؛ ګډون ونکي، ځکه د دې ټولنې مشرتابه بلنه نده ورکې.

ایکسپریس نیوز راپور ورکړی، چې دې غونډې ته اسلامي امارت بلل شوی ندی؛ خو له منګولیا څخه د دې ټولنې د څارونکي غړي او له ترکمنستان څخه د ځانګړي استازي په توګه د ګډون غوښتنه شوې ده.

پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون د ډیپلوماټیکو سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې اسلامي امارت ته؛ ځکه بلنه نده ورکړ شوې، چې د شانګهای همکاریو ټولنې عمومي منشي دوی ته بلنه نده استولې.

پاکستانيو رسنیو هم لیکلي، چې په شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان غړیتوب د ۲۰۲۱ ز. کال د اګسټ پر پېنځلسمه له هغې څو اوونۍ وروسته وځنډول شو، چې اسلامي امارت په کابل کې بیا واک تر لاسه کړ.

دغه هېواد د ۲۰۱۲ کال د جون پر اوومه د شانګهای د همکارۍ ټولنې څارونکی شو؛ خو د غړیتوب له ورکړې وروسته یې په فعاله توګه فعالیت ندی کړی.

د شانګهای د همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیې او د منځنۍ آسیا د څلورو هېوادونو قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان لخوا جوړ شو. هند او پاکستان په ۲۰۱۷ کال کې له دغه سازمان سره یو ځای شول. هغه مهال داسې اوازې وې، چې ایران او افغانستان ښايي ډېر ژر د دې ټولنې غړي شي. ایران تېر کال له دې ټولنې سره یوځای شو.

اسلامي امارت تر اوسه په اسلام‌آباد کې د شانګهای همکاریو ټولنې په غونډه کې د نه ګډون په اړه څه ندي ویلي؛ خو د دې ټولنې په تېرو دوه ناستو کې د طالبانو استازو ته بلنه نوه ورکړ شوې.

د شانګهای همکاریو ټولنه به په راتلونکې ناسته کې د سیمه‌ییزو همکاریو او امنیت پر وده راوڅرخیږي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!