تازه خبرونه

متقي او اتونبایوا د دوحې د درېیمې ناستې پر اړینو ټکو خبرې وکړې

دواړو لوریو د دوحې په راتلونکې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي د ګډون ترڅنګ د اجنډا پر ټکو او نورو اړوند مسایلو خبرې اترې کړې دي.

Published

on

(Last Updated On: )

په کابل کې د یوناما مشرې مېرمن روزا اتونبایوا او مل پلاوي يې د چارشنبې پر ورځ د چنګاښ شپږمه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې ناسته کې دواړو لوریو د دوحې په راتلونکې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي د ګډون ترڅنګ د اجنډا پر ټکو او نورو اړوند مسایلو خبرې اترې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ د اسلامي امارت پلاوی به د مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پر مشرۍ او د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د دوحې د سیاسي دفتر د مشر او د افغانستان بانک د استازو په ګډون دوحې په ناسته کېبرخه ولري.

مولوي امیر خان متقي وایي: د اسلامي امارت پلاوي د اجنډا پر دواړو ټکو، د مخدره موادو پرضد مبارزې، مالي او بانکي بندیزونو او د خصوصي سکټور د ودې په لار کې پر خنډونو د خبرو لپاره پوره چمتووالی نیولی دی.

ویل کیږي؛ مېرمن روزا اتونبایوا هم د دوحې ناسته یو ښه فرصت وباله، چې لوري به په کې خپل اندونه او وړاندیزونه وړاندې او پر اړوند مسایلو پایله لرونکی بحث وکړي.

Trending

Exit mobile version