نړۍ

مارک روته د ناټو د عمومي منشي په توګه د سټولټنبرګ ځای ناستی شو

د ناټو عمومي منشي سټولټنبرګ څو- څو ځله خپل پېر غځولی دی. په همدې حال کې د دغه مقام لپاره هالینډي نوماند مارک روټه ډېر مشهور  نوماند دی.

Published

on

(Last Updated On: )

د المانۍ ورځپاڼي هامبورګر ابنډبلاټ د راپور له مخې، د پولینډ لومړي وزیر ویکټور اوربان د سې شنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې پر سلواکیا سربېره پولینډ اوس غواړي د ناټو د نوي عمومي منشي په توګه له هالنډي مارک روټه ملاتړ وکړي.

د بروکسل په یوه غونډه کې روټه، اوربان ته ډاډ ورکړ، چې هغه به د پولینډ له‌خوا د ناټو د اوسني عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره د شوي تړون ملاتړ وکړي. د دې له مخې، هیڅ پولینډي کارمند باید په اوکراین کې له ناټو سره ونه‌دریوي. سربېره پردې د دې فعالیتونو ملاتړ لپاره باید هیڅ ډول بودجه هم ونه کارول شي.

اوربان څرګنده کړې؛ له هغه ځایه، چې روټه به د ناټو د نوي عمومي منشي په توګه له دې تړون څخه ملاتړ وکړي، پولنډ چمتو دی، چې په دې پوځي اتحاد کې د دې دریځ لپاره د روټه له غوښتنې ملاتړ وکړي.

سلواکیا له دې مخکې په دې برخه کې شین څراغ ښودلی و. د سلواکیا ولسمشر پټر پیلګریني ویلي: له مارک روټه سره د وروستیو خبرو اترو او د سلواکیا له حکومت سره له مشورې وروسته دا هېواد کولی شي مارک روټه د ناټو د پوځي تړون د عمومي منشي په توګه معرفي کړي.

یوازنی شی، چې اوس نیمګړی دی هغه درومانیا رسمي ملاتړ دی. په مارچ کې د رومانیا ولسمشرکلاوس یوهانیس اعلان وکړ، چې هغه هم د دې دندې لپاره سیالي کوي.

ناټو د نوي عمومي منشي په لټه کې ده.

د ناټو عمومي منشي سټولټنبرګ څو- څو ځله خپل پېر غځولی دی. په همدې حال کې د دغه مقام لپاره هالینډي نوماند مارک روټه ډېر مشهور  نوماند دی.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ څو څو ځله خپله دنده تمدید کړې ده. دا نارویژي اوس غواړي، چې د پوځي اتحاد په سر کې له یوې لسیزې وروسته د اکتوبر په میاشت کې خپله دنده پریږدي. د ناټو عمومي منشي معمولاً د هومکړې له مخې ټاکل کېږي او له همدې کبله د دغه پوځي تړون د ټولو ۳۲ غړیو ملاتړ ته اړتیا لري. ډېري هېوادونو له دې مخکې د هالینډ د چانسلر روټه ملاتړ کړی دی.

خبرهای مرتبط: 

امریکا له اوکراین سره نوې پوځي مرسته اعلان کړه

پر اوکراین د روسیې د برید په صورت کې به ځواکونه وانستوو – د ناټو عمومي منشي

Trending

Exit mobile version