تازه خبرونه

له نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل وارزول شو

Published

on

(Last Updated On: )

د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې پر ورځ ( د غبرګولي نهمه ) ویلي، چې په ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز کې د « دوحه ۳: له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د تعامل څرنګوالی» تر سرلیک لاندې علمي ناسته تر سره شوې ده .
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد څرګنده کړې، چې د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست د رییس ذاکر جلالي پر مشرۍ د دوحې د غونډو پر مخینه او د اسلامي امارت د دریځونو پر عواملو پراخ بحث تر سره شو.
د ذاکر جلالي د څرګندونو له مخې؛ د دوحې غونډې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له لوري د فریدون سینیرلي اوغلو د خپلواکې ارزونې پربنسټ راپیل شوې دي. د دې لړۍ لومړۍ غونډه د ۲۰۲۳ ز. کال په مې او دوه‌یمه هغه د ۲۰۲۴ ز. کال په فبروري کې جوړه شوه.
ذاکر جلالي ویلي، چې د دې لړۍ په دوه‌یمه غونډه کې هم د اسلامي امارت د شرایطو د نه پوره کېدو له کبله له ژور غور وروسته د مشرتابه لخوا د نه ګډون پرېکړه وشوه او سمبولیک ګډون په کې بې‌ګټې وبلل شو.
جلالي څرګنده کړې: اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره تعامل غواړي؛ خو دا تعامل د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ، ديني او ملي ارزښتونو او د وطن او نظام د حیثیت په بیه نه‌غواړي.
دغه راز نوموړي زیاته کړې؛ اوس د لومړۍ او دوه‌یمې غونډې پر پرتله د غونډې د جوړوونکیو او کوربنو په تعامل کې مثبت بدلون لیدل کېږي.
هغه ویلي؛ په وروستیو ورځو کې د ملګرو ملتونو د مرستیالې په ګډون ګڼ پلاوي کابل ته راغلل، چې په راتلونکې ناسته کې د افغان حکومت د ګډون زمینه برابره کړي.
ذاکر جلالي وایي؛ ټاکل شوې، چې د اسلامي امارت استازي به د درېیمې غونډې په اصلي بحثونو کې ګډون وکړي.
هغه زیاته کړې: دا ځل د دوحې د درېیمې غونډې په اجنډا کې مثبت بدلون تر سترګو کېږي؛ د بحث اساسي محورونه به مالي او بانکي وضعیت، مخدره توکو پرخلاف مبارزه او کروندګرو ته بدیل معیشت، د خصوصي سکتور وده او اقلیمي بدلون اړوند مسایل وي.
جلالي دا هم ویلي: د بحث محورونو ته په پام داسې برېښي، چې د غونډې د اجنډا په اړه به اساسي ستونزه نه وي؛ خو اسلامي امارت د غونډې د وروستيو جزئیاتو د شریکولو په تمه دی، چې په رڼا کې یې پرېکړه وکړي.
ویل کیږي، چې په دې علمي بحث کې د بهرنیو چارو وزارت د بېلابېلو څانګو کارکوونکیو او ډیپلوماټانو ګډون کړی و او د موضوع په اړه یې خپل نظرونه وړاندې او پر بېلابېلو اړخونو یې بحثونه وکړل.

Trending

Exit mobile version