تازه خبرونه
له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو ایستل د ترمپ د ناکام سیاست پایله ده- مک ماستر
د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار ایچ آر مک ماستر څرګنده کړې، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو ایستل د ولسمشردونالد ترمپ د تګلارې ناکامه پایله ده.
له سي بي ایس نیوز سره په مرکه کې دغه متقاعد امریکایي جنرال ویلي، چې د ترمپ دغه نوې سیاسي تګلاره د افغان حکومت پر ضد له طالبانو سره همکاري ده.
مک ماستر ویلي: فکر کوم هغه څه، چې [ ولسمشر ترمپ] له خپلې نوې تګلارې سره تر سره کړل په حقیقت کې له طالبانو سره د افغان حکومت پر وړاندې همکاري کول دي؛ ځکه نو فکر کوم، چې دا یو احمقانه سیاست دی. زه په دې اند یم؛ هغه څه ته، چې مونږ په افغانستان کې اړتیا لرو؛ هغه له افغان حکومت سره د مرستې پرلپسې ژمنه ده. په داسې حال کې، چې امریکا او طالبانو د روان کال د فبرورۍ پر ۲۹ د اوږدې جګړې د پای ته رسولو او سولې رامنځته کولو لپاره د دوحې هوکړه لاسلیک کړې ده.
د غه تړون له مخې به امریکا ۱۴ میاشتو په بهیر کې باید له افغانستان څخه ووځي او طالبان به له القاعدې سره اړیکې پرې کوي او هیڅ ترهګرې ډلې ته به اجازه نه ورکوي، چې په افغانستان کې د امریکا او نورو متحدو هېوادونو ګټو ته ګواښ پېښ کړي.
د روان کال له فبرورۍ څخه تر دې دمه امریکا د خپلو ځواکونو شمېر له ۱۳۰۰۰ څخه ۸۶۰۰ ته رسولی او تمه ده، چې د نومبر تر پایه به دا شمېره ۴۵۰۰ ته او د راتلونکي کال تر پسرلي یې صفر ته ورسوي.
د ترمپ د ملي امنیت سلاکار مکذ ماستر اوس دغه وتل ستره تېروتنه او احمقانه سیاست بولي.
مک ماستر ویلي: هغه تروریستي سازمانونه، چې مونږ ته ګواښ رامنځته کوي؛ د ۲۰۰۱ د سپتمبر له ۱۰ راپدیخوا خورا پیاوړي شوي دي. هغه چا، چې د سپتمبر د یوولسمې خونړي بریدونه ترسره کړي وه، په افغانستان د شوروي نیواک پروړاندې مجاهدینو د پېر د مقاومت فارغ زدکړیالان ول.
هغه دا هم ویلي: نن ورځ، مونږ د القاعده او داعش له فارغانو سره مخ یو، چې د مجاهدینو له فارغانو څخه یې ځواک و نیت لوی دی او د ډېر څه د ویجاړولو وړتیا لري.
د یادونې ده، چې له سي بي ايس سره د مک ماستر مرکه د یکشنبې پر ورځ په ځايي وخت د ماښام پر ۷:۳۰ د (۶۰ دقیقه ) په پروګرام کې خپریږي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ