تازه خبرونه

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل امریکا ته له شرمه ډکه تاریخي پېښه وه – ټرمپ

ډونلډ ټرمپ او جو بایډن د سي ان ان پر کوربتوب په لومړنۍ ټلویزیوني مناظره کې یو بل “د امریکا په تاریخ کې تر ټولو بد ولسمشر” نومولی دی.

Published

on

(Last Updated On: )

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرمونکې پېښه یاده کړې ده.

ډونلډ ټرمپ او جو بایډن د سي ان ان پر کوربتوب په لومړنۍ ټلویزیوني مناظره کې یو بل “د امریکا په تاریخ کې تر ټولو بد ولسمشر” نومولی دی.

ټرمپ ویلي: هغه (بایډن) چې کله له افغانستان څخه امریکايي پوځیان ووېستل؛ دا یو ډېره شرموونکی بهیر و، دومره د شرم وړ، چې په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کیږي. په داسې حال کې، چې نه یوازې زمونږ د میلیونونو ډالرو تجهیزات هلته پاتې شول، بلکې مونږ خپل ۱۳ سرتېري له لاسه ورکړل؛ هېوادوال او  شریکان مو هم پاتې شول.

د دې سیالۍ بل ګډونوال د امریکا اوسني ولسمشر جوبایډن ویلي، چې د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال مو په افغانستان کې خلک وژل کېدل او ټرمپ یې د مخنیوي لپاره هیڅ هم ندي کړي.

هغه زیاته کړې: کله، چې هغه( ډونالډ ټرمپ ) ولسمشر و؛ په افغانستان کې خلک وژل کېدل او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې ډېر امریکايي پوځیان د مرګ خولې ته ورکړل.

امریکايي ځواکونه له ۲۰ کلن حضور او جګړې وروسته د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه ووتل.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر د تېر حکومت د سقوط یو له مهمو لاملونو څخه وبلل شو؛ خو کارپوهان په دې باور دي، چې د افغانستان ستونزه اوس هم د امریکا د بهرنۍ تګلارې کمزورتیا ګڼل کېږي.

په تېرو څه کم درې کلونو کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو له کبله د هغه هېواد د سیاستوالو او د کانګرس د یو شمېر استازو له‌خوا د جوبایډن پر اداره سختې نیوکې شوې دي.

پر بایډن نیوکه کوونکي پدې باور دي، چې له افغانستان څخه د وتلو پرېکړې په سیمه کې د امریکا دریځ کمزوری کړ او د سیمې په هېوادونو کې د چین او روسیې د پراخ نفوذ لامل شو.

اړوند خبرونه:

مونږ لیوني وو، چې د افغانستان په جګړه کې مو میلیارډونه ډالر ولګول – ټرمپ

 

په افغانستان او عراق کې د امریکايانو د یرغمل کېدو په اړه د ټرمپ ادعا مبالغه ده

Trending

Exit mobile version