تازه خبرونه

له افغانستان څخه د افراطیت د نفوذ خطر مخ پر زیاتېدو دی – تاجکستان

Published

on

(Last Updated On: )

د تاجکستان ملي شورا مشر ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د ډلهییز امنیت تړون غړیو هېوادونو ته د افراطیت د نفوذ خطر مخ پر زیاتېدو دی.

د روسیې د تاس خبري آژانس د راپور له مخې؛ رستم امام‌علي د قزاقستان په پلازمېنه کې د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې د غړیو هېوادونو د پارلمانونو د مشرانو په غونډه کې دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د دیني مدرسو شمېر ډېر شوی دی.

هغه وایي: زمونږ هیوادونو ته د مذهبي افراطیت د ویجاړوونکي ایډیالوژۍ د خپرېدو خطر مخ پر ډېرېدو دی. تر اوسه په افغانستان کې څه باندې زر دیني مدرسې جوړې شوي، چې ډېرې یې په هغو ولایتونو کې دي، چې د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې له هېوادونو سره ګډه پوله لري.

امام‌علي ادعا کړې، چې په دغو مدرسو کې خلک د ځانمرګو روزنه ترلاسه کوي او په افغانستان کې د دغه وضعیت دوام د ډله‌ییز امنیت تړون غړیو هېوادونو لپاره اوږدمهاله منفي پایلې لرلی شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې په افغانستان کې وضعیت اوس هم کړکېچن دی او هیڅ رښتینی پرمختګ ندی لیدل شوی او دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل شوی دی.

د ده د څرګندونو له مخې؛ لسګونه افراطي او ترهګرې ډلې په افغانستان کې خپل دريځونه پياوړي کوي او د مصنوعي نشه‌يي توکو په ګډون د نشه‌يي توکو کښت او توليد یې مخ پر زياتېدو دى.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د افغانستان دننه د ترهګرو ډلو شتون ردوي او ټینګار کوي؛  افغانستان هیچاته اجازه نه‌ورکوي، چې دا خاوره د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد کار وکاروي. اسلامي امارت د نشه‌یي توکو کښت او تولید څه نا څه صفر ته راټیټ کړی دی.

Trending

Exit mobile version