تازه خبرونه

 له ابو نصر فراهي بندر څخه افغانستان ته د مالونو لېږد اته برابره زیات شوی – ایران

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو هم ويلي، چې ورځ تربلي د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري او اقتصادي فعالیتونه د پراختیا په حال کې دي.

Published

on

(Last Updated On: )

د ایران  د خراسان د جنوب د ګمرکونو مسوولینو ويلي؛  د روان کال په لومړیو درې میاشتو کې د ۹۱۳۴ لاریو  ۲۳۶ زره ۲۳۵ ټنه سوداګریز توکي د ابو نصر فراهي بندر له لارې افغانستان ته لیږدول شوي، چې د تېر کال د همدې مودې پر پرتله نږدې اته چنده زیاتوالی ښيي.

د ایران سویلي خراسان د ګمرک رییس محمد کوهګرد ويلي؛ د روان کال په لومړیو درې میاشتو کې ۹۱۳۴ لارۍ له  (ابو نصر فراهي) بندر څخه افغانستان ته لېږدول شوې دي.

 د محمد کوهګرد د څرګندونو له مخې؛ د وزن له پلوه افغانستان ته د سوداګریزو توکو لېږد د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٧٣٥ سلنه زيات شوى دى.

کوهګرد ویلي، چې د افغانستان د فراه  له لارې د ټرانزیټي توکو ټول وزن ۲۳۶ زره او ۲۳۵ ټنه و او ټول ارزښت یې له ۳۵ میلیون ډالرو ډېر دی. په دغو ټرانزیټي توکو کې کیمیاوي سرې، پرزې او خوراکي توکي شته، چې له ترکیې، متحده عربي اماراتو، روسیې او اندونیزیا څخه د ماهیرود یا ابو نصر فراهي بندر له لارې افغانستان ته لېږدول شويدي.

محمد کوهګرد وایي: په دې موده کې د ۳۵ میلیون ۴۶۴ زره ۵۵۵ ډالرو پر ارزښت د جنوبي خراسان ۲۹۵ زره ۵۵۶ ټنه تولیدي توکي صادر شوي، چې د تېر کال د همدې مودې پر پرتله پرمختګونه راغلي دي.

دغه راز زیاتوي؛ سمنټ، سپک هایدرو کاربن، تېل، ډیزل، ټایرونه، هګۍ، سولري تختې، سرامیک، ټایرونه او پلاستیکي محصولات د جنوبي خراسان د ګمرک له صادراتي توکو څخه دي او ډېري دغه توکي افغانستان او پاکستان ته صادرېږي.

د ایراني رسنیو د خبرونو پر بنسټ له افغانستان سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکي ورځ تر بلي د پراختیا په حال کې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو هم ويلي، چې ورځ تربلي د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري او اقتصادي فعالیتونه د پراختیا په حال کې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبد السلام اخند زاده وايي، چې له ایرانې لوري سره سوداګرۍ او اقتصادي اړیکې ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دي.

نوموړی وایي: له ایران سره مو ورځ تربلي په ټولو اقتصادي برخو کې د روان کال له پیل څخه تر اوسه پورې مو ایران ته د ۱۶ میلیون ډالر پر ارزښت صادارت او د ۷۴۰ میلیون ډالرو پر ارزښت واردات او چاري نورې هم د منظم کیدو په حال کې دي.

د ا قتصادي چارو شنونکی نذیر احمد خلیل وایي: ایران د افغانستان د ټرانزیټ لپاره ترټولو ښه مسیر دی. هیله لرم، چې د دواړه هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکو او ټرانزیټ په بهیر کې نوره پراختیا هم رامنځته شي.

د هیواد د خصوصي  سکتور غړي ایران په سیمه کې د افغانستان تر ټولو ستر سوداګریز او اقتصادي شریک بولي او زیاتوي، چې ورځ  تربلې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې د پراختیا په حال کې دي.

ویل کیږي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ تېر کال د درې میلیارډ ډالرو څخه زیاته راکړه ورکړه تر سره شوې ده.

Trending

Exit mobile version